اسلاميت که منافقت ؟ يوه خوله او دوه ژبـي !

هوکي ! باغې اخترمحمد چې کله دمصلحو اومنځګـړو علماء کرامو شوراى ته باربار ورکړي وعدي ماتې کړي ، ددوه نيم زرو علماءکرامو شوراى بلا اخر خپله فيصله دقرآن اود حديث په رڼا کې ملت ته اعلان کړه چې هغې فتواى کې اخترمحمد تريوي ډلي مربوط مشر وبلل شه نه اميرالمومنين ، چې داميرالمومنين له عهدي نه يې عزل اعلان کړ.
دعلماء دفتواي پراساس په يوخوله کې دوه ژبې لرونکي ، دقدرت دبقاء په خاطر ديواسلامې واحد صف ماتونکي او پدي هکله دمسلمان وينه او ناموس حدرګڼو نکې اميرالمومنين نشې جوړيداي اوپدي نامه دبل مسلمان وينه تويول چې بايد متابعت يې اوکړي حرامه قطعې يې اوبلله .
بلي ، لکه څنګه چه اسلامې تحريک فدائې محاذ په کراتو داڅرګنده کړي اوثابته کړي چې د اخترمحمدقطري مليشوته دکتاب الله دموجودګې باوجود نه اسلام ارزښت لرې اونه اسلامې وحدت يواځي ځان مکلف ګڼې دبادارلخوا ورسپارل شويو مطرحو ګټودفاع ته
بلې ، دخپل يرغلګر بادار په څير چې يومهال يې زمونږ هيواد وال دالقاعدى په نامه شکنجه کول ،تعذيبول دګوانتنامو په څير دبدنامو زندانو شاته اچول اوپه بې رحمي سره په شهادت رسول نن داخترمحمد مليشې دتورن اسماعيل مليشو په شمول زمونږ سپيڅلې مجاهدين دداعش په نامه شهیدانه وی اوناموس اوعزت يې لوټې .
هوکې ، همدا مهال چې قطري مليشې داخترمحمد په مشري چې دتورن اسمعيل دمليشو او تجهيزاتو پوره ملاتړ دځان سره لري دشنډنډ په زيرکوه على آباد اوخان آباد کې دسترغازي ملاننګيال پرمجاهدينو اود سيمې پر غيورو مسلمانانو غلچکې بريدونه اوريموټې حملې دتيرپه څير شروع کړي ، غواړي چې دغو پتمنو مجاهدينوته دداعش نوم په ورکولو له ايران څخه پاداش واخلې ،ديادونې وړده چې دمحترم مجاهد ملاننګيال پلار تورن امان الله خان چې يوسترجهادي شخصيت وه دتورن اسمعيل لخوا دايران په غوښتنه په شهادت ورسيد ، مګر دامهال اخترمحمد غواړي چې ملاننګيال دايرانې ګټو دتحقق په خاطر دداعش په نامه په شهادت ورسوي چې ښه او ورته بيلګه يې د شهيد دادالله درهبرله کورنې سره ورته عمل دي .
دافغانستان اسلامې تحريک فدائې محاذ دخپلې اسلامې وجيبې له مخې دهر مخلیص مجاهد ننګه او ملاتړ دځان فرض ګڼې ، کله به هم دهغه چا په کړنه خاموشې اختيارنکړي چې دمحدودو ايرانې ريالونو اويا امريکائې ډالرو په مقابل کې خپله چاړه دملت په وينو رنګوي .
يوځل بيا په زغرده او اوچت غږ وايو نه به ظالم ته سرښکته کړو ، نه به يې په ظلم خاموشې اختيارکړو ، اونه به دمظلوم له ملاتړه لاس واخلو .
انشاءاللــــه !
(دافغانستان اسلامی تحریک فدایی محاذ ویاند قاری حمزه)
۱۳۹۳/۱۲/۱۷
03/07/2016

Facebook Comments

POST A COMMENT.