دافغانستان اسلامي تحریک فدائي محاذ اعلامیه:

دقطر دفتر که د (سي ای اې) دف
په قطر کي دمجاهدینو پلورنکي دفتر یوځل بیا خپله کرغېړنه څیره جوته کړه داسلامي امت مجاهدین یی دیوه زیندان څخه بل زیندان ته انتقال کړل فرق بس دومره دی چی په مخکني زیندان کی یواځي مجاهدین په بند کي پراته وه خو اوس یی کورنۍ هم ورسره دسترنعمت (اذادی) څخه محرومه شوې.
دوخت فرعون اوباما او دمجاهد پلورنکي دفتر یانی د (قطردفتر) دمخامخ خبرو په پایله کي دبندیانو تبادله په دې بنا چي امریکایی برګډال بندي به په دیر خوشحالۍ اوبدرګه واشنګټن ته رسیږي ، خوداسلامي امت پنځه تنه اتلان دي دقطرد هیواد په ضمانت دیوه رسمي زندان څخه بل غیر رسمي زندان ته دکورنۍ سره انتقالیږي اوهیڅ حق نلري چي بیا د جهاد مقدسو سفونو ته ولاړ شي، اوباما په خپله رسمي اعلامیه کي ویلی دي چي د برګډال خوشی کیدنه او بیرته ستنیدنه داښی چي امریکاه هیڅ کله دا نه غواړي چي په جګړه کي یونیفورم لرونکي سړي او ښځي شاته پریږدي.
دافغانستان غویور ملت او مجاهدین ستاسو دا راز کړني په کلکه غندو تاسو (دقطردفتر) دي په دې پوه شي چي مجاهدین ستاسو په دسیسو او چلونو ډېر ښه پوه شوي دي، نور نو تاسو مجاهدین نه شي تیرایستلای.

Facebook Comments

POST A COMMENT.