دافغانستان اسلامي تحریک فدایی محاذ د تشکیلاتو اعلامیه

بسم الله الرحمن الرحيم

     اسلامي تحريک د مجاهدينو په نوم د ظالمانو ټوپک سالارانو، پاټکيانو د ظلمونو، چور چپاول، فحشا او بربريت پر ضد رامنځته شوی. کله چې افغان ميړني ولس د خپلې پاکې خاورې څخه روسان وشړل او د هغوی د غلامانو حکومت يې نسکور کړ. ځينو ډلو ټپلو ددې پر ځای چې د ولس او رب سره په خپلې کړې ژمنې وفا وکړي، (اسلامي نظام رامنځته کړي) نو د پرديو په اشاره او لمسون او بشپړ واک ته د رسيدو په خاطر يې خپلمنځي جګړې پيل کړې. هر څه يې لوټ کړل، په ډېرې بې رحمۍ يې د خلکو ناموسونو ته بې حيايي ور واړوله، حتی هلکان يې په نکاح کړل.

     علما کرامو د دوی عملونو ته په کتو سره ددغو ظلمونو انتها او ختمولو پريکړه وکړه. هماغه و چې د مدرسې سپيڅلو طالبانو يو ټولی جوړ کړ او الله تعالی په لږ وخت کې فتحه او بری ورکړ. د افغانستان په پاکه خاوره د اسلام مقدس نظام په پوره معنی حاکم شو، اميرالمؤمنين وټاکل شو، حدود قايم او جاري شول، حکومت د الله تعالی د ارشاداتو سره سم پر مخ روان وو. معاصر فرعون (امريکا) او د نړۍ نورو يهودو او نصاراو دا سپيڅلی حکومت ونشو زغملی، يوه بهانه يې جوړه کړه او د افغانستان پر اسلامي امارت يې حمله وکړه. په بن کې يې يوه لاسپوڅې، غلام او بې دينه حکومت رامنځته کړ.

     اسلامي تحريک يو ځل بيا مسجم شو، او په لږه موده کې يې دښمن ته ملا ماتوونکي تاوانونه ورواړول. ددې مقاومت لوی سر لاری شهيد ملاداد الله اخند و.

     امريکا او د هغوی متحدينو د شهيد ملادادالله اخند پر ضد ډېر پلانونه جوړ کړل، چې بالاخره د څو تنو مرتدينو جاسوسانو له خوا په شهادت ورسيد. فدايي محاذ له اسلامي امارت څخه د شهيد ملا دادالله اخند د اصلي قاتلينو د قصاص غوښتنه وکړه، خو هيچا هم دې غوښتنې ته يې پام ونکړ.

     فدايي محاذ د اسلامي امارت ددې بې اعتنايۍ له امله خپل فعاليتونه د دوی له چوکاټ څخه بهر کړل، خصوصا هغه مهال چې اخترمحمد منصور په قطر کې د امريکا سره د مجاهدينو پر سر معامله تر سره کړ، نو فدايي محاذ په کامله توګه خپله لاره او رايه بېله کړه.

     موږ (فدايي محاذ) له پيله منظم تشکيلات لرو، خو د امنيتي مشکلاتو له امله يې په پوره توګه نه شو افشا کولی، په دې اواخرو کې د ضرورت پر اساس د فدايي محاذ رهبري شورا پريکړه وکړه، چې د تشکيلاتو تعداد دې افشا شي. د افغانستان اسلامي تحريک فدايي محاذ تشکيلات په لاندې ډول دي:

     د فدايي محاذ مشري د عمرالخطاب په غاړه ده او د معاونيت چارې يې قاري صاحب محمد اسماعيل ترسره کوي. د افغانستان اسلامي تحريک فدايي محاذ مرکزي شورا د ۵۰ تنو مشهورو علما کرامو څخه جوړه شوې ده. چې د امنيتي ستونزو له امله يې نومونه نشو افشا کولی. همدا رنګه۳۶ کسيزه نظامي شورا لرو، چې په دې کې د ولاياتو مسؤلين هم شامل دي. ددې شورا تر څنګ د سيمې په سطحه يو قوي استخباراتي ارګان هم فعاليت کوي. په فرهنګي برخه کې هم ۱۵ پنځلس کسيزه شورا خپل فعاليتونه پر مخ وړي، چې د فرهنګي شورا مشري د قاري صاحب بلال په غاړه ده. او د فدايي محاذ وياند قاري حمزه دی، چې د رسنيو سره اړيکه يوازې همدی کولی شي.

زموږ سره د اړيکو لپاره دا دوه ادرسونه دي:

Qarihamza1@gmail.com

www.allfida.org
۱۳۹۴/۱۰/۲۱
01/11/2016

Facebook Comments

POST A COMMENT.