د سولې په نوم د غلامۍ کړۍ

د اشغالګرو امريکایانو او د مجاهدينو په لمن تور داغ قطري مليشو تر منځ تفاهم شوی اود غلامۍ مسوده لاسلیک شوې ده،مسوده په  پنټاګون  کې د اشغالګرو امریکایانو له لوري ترتيب پښتو ژبي ته ژباړل شوې او د قطري ملیشو له لوري د قطر په  دوحه ښار  کې لاسليک شوې ده.

دا خبره لکه لمر ښکاره ده او ټول اولس په دې خبر دی،چې د څو کالونو را په دې خوا د اسلامي امارت (طالبانو) اوسني مشران او د قطر دفتر په خورا بې شرمۍ سره د امریکاه او اشغالګرو په امر سپيڅلي مجاهدين په شهادت رسوي او يا ئې هم ژوندي کفارو ته په لاس ورکوي مثالونه ئې ډير دي د نومونې په ډول اميرالمؤمنين شهيد ملا محمد عمر مجاهد رحمة الله علیه، شهيد ملاداد الله اخوند رحمة الله علیه یادولای شو چې څنګه ئې په بې رحمۍ سره په شهادت ورسول او یا  د زابل ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې د بهرني مجاهدینو چې ښځي ماشومان او سپين ږيري هم په کې شامل وه ځیني ئې په شهادت ورسول او ځيني ئې روسانو ته په لاس ورکړل، د افغانستان په شمال شبرغان په ولایت کې ئې ازبک مجاهدين روسانو ته ژوندي په لاس ورکړل.

په همدې ډول د هيبة الله په مشرۍ د مجاهدینو دښمنانو د امريکايي اشغالګرو سره د سولې په نوم مسوده لاسلیک کړې ده، چې داسلام مقدس دين او افغاني کلتور د قوانینو او اصولو خلاف په کې مادې ځای پر ځای شوي دي یاده مسوده تقريباً اته میاشتي وړاندي د اشغالګرو امريکایانو له لوري په پنټاګون  کې پرته له دې، چې د جانب مقابل له لوري نظر واخلي ترتيب او د هیبة الله ډلې ورسره په قطر کې لاسلیک کړې ده .

په مسوده کې امريکایانو غوښتي دي، چې د افغانستان خاوره به د امریکاه او د هغوئ د متحدينو په ضرر نه کارول کيږي، په افغانستان کې چې کوم جهادي تنظيمونه فعاليت لري لکه : د القاعده، اسلامي دولت (داعش) د ترکستان اسلامي حرکت، د ازبکستان اسلامي تحريک د چيچين هيواد او نور هغه مجاهدين، چې د کفارو سره جهاد او مبارزه کوي هغوي به ژوندي امريکاه ته په لاس ورکوي او یا به ئې په شهادت رسوي دې ته ورته نور داسي مادې چې داسلام او افغانیت سره کاملاً په ټکر کې دي  په مسوده  کې ځای شوي او د هیبة الله د ډلې له لوري لاسلیک شوي دي شاوخوا دوې میاشتي وړاندې د هلمند ولایت د بهرام چې په سيمه کې چېري چې د قطریانو لوی مرکزونه موجود دي او دسرې قطع افراد پکښي اوسيږي د اشغالګرو چورلکې ورغلې او چاپه ئې ووهله هلته په زرګونه د هيبة الله مليشې منافقين سره د هر ډول اصلحو اوسيږي خو دوي ته هيڅ ستونزه پېښه نه شوه نه ئې هم اشغالګرو کفارو ته څه ستونزه پېښه شوه صرف د القاعده د تنظيم یو غړي چې د مصر هيواد پوري ئې اړه لرله سره د خپله فاميله چې ښځي هم په کې شاملې وې امریکایانو له ځان سره ژوندي یوړل.

د امريکاه د بهرنیو چارو وزير مایک پومپیو هم ويلي دي ((طالبانو سره د سولې په خبرو کې پرمختګونه شوي او دوي دا جګړه په داسي توګه ختمول غواړي، چې په راتلونکي وخت کې د افغانستان خاوره د امريکاه او متحدينو پر ضد ونه کارول شي، پومپیو زياته کړه چې په افغانستان کې د سياسي تفاهم له لاري هوکړې ته نژدې شوي یو.))

هیبة الله اميرالمؤمنین نه بلکي اميرالخاینبن دی ځکه د اميرالمؤمنین له صفاتو څخه یو صفت هم په نوموړي کي نه شته هيبة الله په افغانستان کې د مجاهدینو د سر او ناموس سودا کړې ده هغه ريښتني مجاهدين او مسلمانان ئې روسانو او امريکایانو ته ژوندي په لاس ورکړل او یا يي د خپل بادار په امر په شهادت ورسول، چې له دريو لسيزو را په دې خوا ئې په افغانستان کې بې ساري قربانۍ ورکړي دي او مقدس جهاد ئې د الله جل جلاله  په لار کې تر سره کړی دی.

خو الحمدلله د منافقينو دا ټولۍ الله جل جلاله رسوا کړل دوي کلونه کلونه د مجاهد د سپڅېلي نامه لاندي منافقانه او ظالمنه کړنې تر سره کړې جهاد ،اسلام او مسلمانان ئې بد نامه کړل مسلمانان ئې په خپلو کې سره بې باوره کړل خو اوس ټوله اسلامي نړۍ او افغانانو ته د دوي بده څېره ښکاره شوه او ټولو ښه سم وپېژندل، چې د مجاهد او مسلمانانو له نامه څخه استفاده کوونکو دا منافقینو څومره مسلمانان په شهادت ورسول څومره ئې جلا وطنه کړل او څونه ئې اسلام ته زیان ورساوی، الحمدلله چې د حساب ورځ شته  د دې ټول اعمالو حساب به ان شاءالله لومړی ريښتني مجاهدین او مسلمان ورسره کوي او بيا به د حساب په ورځ الله جل جلاله ورسره حساب کوي .

قاري حمزه د فدايي محاذ ویان

Facebook Comments

POST A COMMENT.