” إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ “

پرون  د کابل مزدور رژیم  هغه اسیر،مجبوراو په زولنو تړلي بې توانه مسلمانان اعدام( په شهادت ورسول ) چي د بنده د لاس بندګان وو، د ځان د خلاصون لپاره یې د مزدور رژیم  قاضیانو د رشوت توان نه درلو او په وحشي زندانونو کي یې د مظلومیت شپې ورځي تیرولې الله جل جلاله دي د یادو مسلمانانو شهادت قبول کړي.

نړيوالو کفري ځواکونو، چي په سر کي یې وحشي امریکاه قرار لري، د یوې نیمې لسیزې راپه دې خوا ګڼ شمېر هغه بې دفاع افغانان زندانونو ته واچول، چي په هیڅ به هم نه وو خبر، پرته له دې، چي کره معلومات ولري د کابل رژیم او جاسوسانو به یې د څو ډالرو په مقابل کي وحشي امریکایانو ته جاسوسي وکړه، حیوان صفته امریکایانواو د ناټو ځواکونو به دشپې په کورونو چاپې ووهلې واړه زاړه ښځي ماشومان به یې په  ډير وحشت له خواږه خوبه پاڅول، د ژمي په سخته یخنی کي به یې د ساعتونو ساعتونو لپاره  په واوره کي درولي وو، په کور او دیار کي به یې سپیو تلاشي کول، ورسته له هغه به چي یی د کندهار،بګرام،کابل او نورو وحشي پټو او ښکاره زندانونو ته یوړل هلته چي به کومې لوبې پرې کیدلې د هغه ظلم لیکل مي په توان کي نه شته .

په یادو زندانونو کي شکنجه،وهل ټکول، د اسلامي مقدساتو سپکاوی، سپکې سپوري ویل او داسي نور اعمال تر سره کیږي چي د زغملو نه دي مظلوم قیدیان به مجبور شول چي څه ورته ویل کیږي هغه ومني د کابل مزدور رژیم او کفري ځواکونو هغه مظلوم مسلمانان د دهشتګر،القاعده او نورو نومونو په تور د زندان تورو وحشي کوټو ته اچول.

ولي تل ریښتني او عقیده وي مجاهدین زنداني کیږي، شکنجنه کیږي او یا هم په شهادت رسول کیږي؟! خو هغه کسان چي رښتیا یې هم لاسونه د ملت په وینو سره دي داسلام، جهاد او انسانیت دښمانان دي هغوي نه نیول کیږي نه شکنجه کیږي حتي څوک ورته په تریخ نظر هم نه ګوري بلکې لا نور تقویه کیږي .

د اختر محمد د ملیشو مشران د اختر محمد په ګډون د قطر،المان،ناروې او داسي نورو بهرني هیوادونوته سفرونه  کوي، په نړیوالو غونډو لکه: پګواش، ناروې، فرانسه، چاپان، او نورو بهرنیو غونډو کي د کابل د مزدور رژیم د چارواکو، امریکایي وحشي ځواکونو او نورو کفارو سره ملاقاتونه کوي، هغوي نه نیول کيږي همدا اوس د  تیرې میاشتي(اپرېل) په ۲۱ او۲۲ تاریخونود شپې لس بجې  د اختر محمد نمایده ګانو(عباس ستانګزی، شهاب الدین دلاور او جان محمد مدني ) د قطر په دوحه ښار کي د امریکاه د سفیر سره ولیدل چي له هغه وروسته یې نور بهرنیو هیوادونو ته سفرونه وکړل هغوي ته هیڅ کومه ستونزه نه شته خو کله چي انیس حقاني د لومړي ځل لپاره کوم بهرني هیواد ته سفر کوي هغه نیول کیږي شکنجه کیږي حتی د اعدام تر تختې رسیږي.

ښکاره خبره ده، چي د اسلام دښمنانو یوه لویه پروژه روانه کړې ده چي د مسلمانانو زړونه د جهاد  څخه تور کړي او هر هغه څوک چي دالله جل جلاله په لاره کي د ادازدۍ لپاره مبارزه کوي جهاد کوي هغوي له منځه یوسي د یادې پروېژې اصلي او کلیدي ډلې د افغانستان تش په نوم اسلامي دولت دی،چي ټولې پرېکړې یې د کفارو په لاس کي دي او د اخترمحمد ملیشې دي چي تل یې د حق دلاري مجاهدین خپل هدف ګرځولي او خپل باداران(کفار) یی خوشحاله کړي او خوشحالوي یې.

یو ځل بیا پر ټولو هغو مجاهدینو ږغ کوو،چي  تل یې په خپلو وینو سنګرونه ګرم ساتلي او د سر په قیمت یی د جهاد لاره خپله کړې ده، اې مجاهدینو! خپل اصلي دښمن او د لستوڼي مار وپېژنۍ،یو موټي شي متحد شي او د دښمن د دسیسو څخه ځان خبر کړی.
۱۳۹۵/۲۱/۳
05/09/2016

Facebook Comments

POST A COMMENT.