جرمني سوداګریز مرکز کې د دولت اسلامي مجاهدينو انتقامي بريد

جرمني رسنۍ وايي د دغه هېواد سویلي مونیخ ښار اولمپیا نومي سوداګریز مرکز کې ډزې شوې او ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي دي.
پولیس وايي لږ تر لږه یو کس وژل شوی دی او عیني شاهدان وايي، ګڼ شمېر کسان ټپیان شوي دي.
رپوټونه وايي دغه سوداګریز مرکز په موساش نومي سیمه کې موقعیت لري خو د پېښې په اړه تر اوسه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
جرمني کې له هغه وروسته چې تېره دوشنبه یوه کډوال زلمي په اورګاډي کې پنځه کسان ټپیان کړل امنیتي ځواکونو ته د تیارسی امر شوی دی. چارواکو له دې مخکې د ورته بریدونو خبرداری ورکړی و.
د یوې ځايي ورځپاڼې په رپوټ کې ویل شوي، چې پېښه کې یو شمېر کسان وژل شوي دي. رپوټونو کې ویل شوي چې بریدګر یوازې کس دی.
د یاد شوي مرکز پر سر چورلکې الوتنې کوي او ویل کېږي، چې کارکونکي نه شي کولای له دکانونو ووځي. مونیخ پولیس له خلکو غوښتنه کوي، چې سیمې ته له ورتلو ډډه وکړي
۱۳۹۵/۰۵/۰۲

Facebook Comments

POST A COMMENT.