دافغانستان اسلامی تحریک فدائي محاذ :

دامریکا او کابل ادارو تر منځ د افغانستان دبربادی سند لاسلیک شو.
د امریکا په لاس جوړ شوی حکومت دامریکا سره د سند په لاسلیک کولو ځان دغلامۍ په ځنځیر لا کلک وتاړه دوي امریکا ته دا په ثبوت ورسوله چي دوي د امریکا هر ډول امرپر ځای کولو ته چمتو دي،او افغان ملت ته یی خپله اصلي څيره بربنډه کړه دوي په خپل دې عمل سره دهیواد،اسلام او تاریخ سره داسي جفا وکړه چی دابه دافغانستان په تاریخ کي په توروکرښو ولیکل شي.
ددې سند لاسلیک به کابل او افغانستان په سورو وینو ولمبوي او یوځل بیابه لسګونه میندې بې زویه لسګونه خویندې بې وروره لسګونه اولادونه بې پلاره کړي او افغان ملت به لا دغم په ټبر کښېنوي.
دقطر په هیواد کې ناستو غلامانو! دچوکۍ اوډلرو په نشه کې غرق او ویده پاته یاست دقطر هیواد خود داعش پرپاکو مؤمنو مسلمانانو او مجاهدینو بامباري وکړه په لسګونو مجاهدین یی شهیدان کړل اوس نو ملت ته کومه بهانه کوي؟ ایا تاسو هم دکوم سند لاسلیک ته په تمه یاست؟ دقطراو کابل غلامو ادارو فرق صرف دادی چي قطري دولت د امریکاپه مشرۍ دعراق او سورېې مسلمانان بامبارکړل خو کابل لا جنګي الوتکي نه لري، تاسو دهمدې هیواد دولت او مشران په خپلو اعلامیو کې ستایی اوبیا خپل ناپاکه لاسونه د امیرالمؤمنین په سپېڅلي نامه اوپاکه لمن پاکوي.

Facebook Comments

POST A COMMENT.