دافغانستان اسلامی تحریک فدائی محاذ اعلامیه دذبیح الله لوی لوی خبری او دغلامی اداری سره اخیر هم مزکرات  

له مذاکراتو تر معاملاتو د سولې مذاکراتو او خبرو اترو په اړه د طالبانو پخوانی دريځ چې مهمه برخه يې ( د ګوډاګي حکومت پر ځای د دوی بادار (امريکا) سره مخامخ خبرې وې) د هر چا له خوا ستايل کيده، دوی خپل اصلي دښمن امريکا بلله. په کابل کې اوسنی نظام يې د ددې وړ نه باله چې مذاکرات دې ورسره وشي… خو په دې اواخرو کې د قطر، ناروې او ايران غونډو حالات بدل کړل، طالبان يې کابو له خپلو اصولو تير کړل، حتی د ديموکراسۍ يو ستر اصل يې ومانه، انتخاباتو ته يې په غير رسمي ډول غاړه کيښوده. د ناروې او ايران مذاکراتو اصلي موضوعات پټ کړای شول، حتی د ايران په مذاکراتو خو يې کوربه هيواد او د کابل حکومت منکر شول. د هغه چا سره چې دوی به پخوا غلامان بلل او ددې وړ يې نه بلل چې مذاکرات دې ورسره وشي، اوس په دوه مياشتو کې څو ځلې داسې مسلسلې غونډې او مذاکرات د دوی د ضعف او کمزورۍ ښکاره ثبوت دی. عجيبه خو دا ده چې د دوی رسمي وياندويان لا اوس هم له دې ټولو مذاکراتو او معاملاتو منکر دي، دوی د ولس په سترګو کې خاورې شيندي او په ډېرې سپين سترګۍ وايي چې موږ د هيچا سره هيڅ ډول مذاکرات نه لرو. کله د قطر له دفتر څخه منکر شي او کله يې بيا خپل رسمي سياسي دفتر بولي. طالبان د (اسلامي دولت) ډلې او نورو رښتينو مجاهدينو له ويرې اوس هره دروازه ټکوي او هر ډول ذلت قبولو ته حاضر شوي دي. داسې ښکاري چې د کابل ګوډاګي حکومت سره مذاکرات په دوبۍ کې د CIA او ملااختر محمد منصور له ملاقاتونو او د CIA په امر پيل شوي. نن اسلام اباد د همدې مذاکراتو کوربه و. داسې ويل کيږي چې د اسلام اباد مذاکرات هم د امريکايانو په منځګړيتوب روان دي. طالبان دې مذاکراتو ته ډېره غټه تمه لري، دا مذاکرات د خپلې بقا له پاره يوازينۍ لاره بولي. اوس مهال د کابل ګوډاګۍ اداره هم دوی ته په پخواني ارزښت نه دي قايل او نه به ورته هغه پخواني امتيازات يې چې ورسره منلي وو ورکړي، ځکه چې اوس د جګړې ډګر ورڅخه رښتينو مجاهدينو نيولی دی
.

دافغانستان اسلامی تحریک فدائی محاذ ویاند قاری حمزه
۱۳۹۳/۱۷/۰۴

Facebook Comments

POST A COMMENT.