دقطري ملیشو د سازشونو لړۍ

هلمند، فراه او نیمروز هغه درې ولایتونه دي، چي د قطري ملیشو پخواني مشر اخترمحمد منصور او د (سي ای اې) مامورینو معامله کړي وو، اختر محمد منصور د سي ای اې مشرانو ته ویلي وو، چې موږ باید په یوه سیمیز قدرت کي پاته شو تر څو ستاسو کارونه او پلانونه په ښه توګه پر مخ ولاړ شي، نوموړي د یادو درې ولایتونو غوښتنه ترې کړې وه چي دا ولایتونه که ټول نه وي؛ خو اتیا سلنه خاوره باید زموږ په کنترول کي وي، سي ای اې دا خبره ورسره ومنله؛ خو کله چې اختر محمد د روسیه سره اړیکې ټینګې کړې د هغوي سره ئې د ایران په همکارۍ ناستې وشې او د هغوي سره ئې معاملې پیل کړې، دې کار د اخترمحمد پخواني بادار (سي ای اې ) اندېښمن کړ، هغه وو چې اختر محمد ئې د ایران څخه د راستنیدو پر مهال وواژه .
د اختر محمد په وژلو سره استخباراتي ادارې (سي ای اې) قطري ملیشو ته د غوږ تاو ورکړ، که چیري څوک زموږ پر خلاف او یا زموږ له د ښمن سره اړیکې پیدا کړي انجام به ئې د اختر محمد په څېر وي .
د اختر محمد پاته شوم پلانونه اوس هبة الله او د قطري مالیشو نور غړي پر مخ وړي، دوي غواړي چې هلمند، فراه او نیمروز ولایتونه د امریکایانو په مشوره تر خپل کنترول لاندي راولي، دا ځکه چې یاد ولایتونه هغه ولایتونه دي چې ریښتني مجاهدین ښه وده او پر مختګونه په کښې کولی شي، ایران،امریکاه او ځني نور بهرنۍ استخباراتي کړۍ نه غواړي چې مجاهدین دي په دې سیمو کي فعالیتونه وکړي ځکه هغوي پوهیږي چې په دې سیمو کي مجاهدین ډير قوت پیدا کولی شي او د دوي لپاره به لوی خنډ جوړ شي؛ نو ځګه د مجاهد په نوم ئې قطري ملیشو ته یادي سیمي سپارلي تر څو هغوي ئې ساتنه وکړي او هیڅ مجاهد هلته فعالیت ونه کړي.
د هلمند په ولایت کې دېرش زره نظامي فوج عسکر میشت دي، چې په لويو او پرمختللو وسلو باندي سمبال دي شوبلي،طیارې، لوی لوی توپونه او نوره درنه وسله ورسره موجوده ده، چي شمېر ئې آن زرګونو ته رسیږي، نړیوال قوتونه او امریکاه چې د ملي وحشت حکومت سره ئې نظامي تړونونه هم کړي دي بې پيلوټه طیارې او نور اسري وسایل ئې په اختیار کي دي څنګه امکان لري، چې دولسوه جنګیالي هغه هم په سپکو وسلو سمبال دي لویه وسله ورسره ار پی جي راکټ دی د هغوي مقابله څه چې ماته دي ترې وخوري او سیمي دي هغوي ته پرېږدي ؟!!
د قطري ملیشو همدا جنګیالي د څو میاشتو را په دې خواه د فراه او هرات په ولایتونو کې د ننګیالي ننګیال سره په جګړه بوخت وه، د ننګیال سره نه توپ شته، نه ورسره طیاره شته، نه د ملي وحشت حکومت د اردو په شان پرمختللي وسلې او نه هم نړیوال قوتونه د هغه ملاتړي دي، بیا هم قطري ملیشې د ننګیال څخه ماته وخوړه د څو میاشتو جګړې ورسته هم ونه توانېدل چې ننګیال له منځه یوسي، بیا نو څنګه امکان لري چې دیرش زره په لویو وسلو سمبال فوج ته ماته ورکړي او ګڼې سیمې تر لاندي ګړي؟ تر لمر روښانه خبره ده، چې دا ټول یو سازش او لوبه ده.
قدرمنو مؤمنو مسلمانانو! د قطري ملیشېو په اهدافو ځانونه پوه کړئ، قطري ملیشې غواړي چې امریکاه او متحدین ئې د تل لپاره په افغانستان کې پاته شي او ګران افغانستان تل د پردیو په اشغال کي وي، قطري ملیشو ته دنده سپارل شوې چې د جهاد نوم دومره بدنام کړي چې بیا څوک د جهاد نوم وانه خلي، د عامو مسلمانانو ذهنونه له جهاد څخه واړوي.
خو جهاد او مبارزه به انشاءالله د قیامت تر ورځي دوام کوي، او د کفري فکرونو او ځواکونو څخه به د الله جل جلاله ټوله ځمکه پاکوي په ټوله نړۍ کي به د الله جل جلاله سپیڅلی قانون او مقدس دین اسلام قایمیږي.
۱۳۹۵/۰۵/۲۱
08/11/2016

Facebook Comments

POST A COMMENT.