دوه سري مار، که دوه ژبـې جاسوس ؟

کارمل ، مسعـود ، که اخترمحمد ؟ !!!
_____________________
هغه ورځ مـي دسترګـو په تصوير کـي ده چې کرغيړنو سرولښکـرو په کرغيـړنو ټانګـو سپري په (6) دجدي دکابل جادي اود کابل زريـنه فضاء دخپل وحشت په دودونو خړه پړه کـړه ، دهيواد استقلال او ارضي تماميت يې له پښـو لاندي کړ او ببـرک کارمل په ټانګ سپـور ديرغليـزو طيارو ترسيوري لاندي کابل ته راوړ ، دهيـواد دشنه آسمـان دازآدي دزرينـو وړانګـو مراندي يې پري کـړي چې هـري خواته تورتم اودوحشت سيئلـې شروع شوي ، دهيـواد له ښـارونو او ډاګونو له غـرونو او رغـونو ساړه آهـونو او زګروي شـروع شول دهيـواد معطـري هواګـاني او وګمـئ يې په بارودو لوغـړني شوي .
10 -کاله بعد له هيـواده پداسي حال کي په وتلـو مجبـور شول چې ترشاه يې کنـډواله هيـواد او په ميلـونونو شهيدان ، زخميـان ،يتـيمان او کونډي پريښـودي .
هـوکې منم چې څومره ووايې چې واوره يخه ده ، بيـاهم کمـه ده .
پرونـې کارمل نه څه ګيله چې په توره دريشي او سره نيګـټائې کـي يې هيـواد لوټـي لوټـي او په کنـډواله بدل کـړ ، نن اختـرمحمد داميرالمـومنين دلقب په استعمـالولو او محمدي سپين بيـرغ نه په استفـادي په سپيـنو جامـو کـي دکارمل په قدم قدم کيښـود په تاجکسـتان کي دايران په منځـګړتوب له روسي صـدر (پوتين) سره داسلام اود مسلمـان ضـد خصوصا ددولةالسلامية پرضـد تړونونه امضاء کړل .
عادت نلـرم چې دچاغيبت اوکـړم او ياپـرچا تهمت وارد کـړم مګـردخداي او دملت پر وړانـدي مسـئوليت احسـاسوم چې هغه دپردي تر شاه حقائق بايد څرګندکـړم چـې زه پري مستنـد ډول خبرلـرم .
دامـي ضميرته دزغملـونه ده چې پخـوانه زبيښل شوي هيـواد مي نورهم څوک د(ګنـې)په جوسـر وزبيښـې .
زه په هغـو اسلام پالو افسوس کوم چې لائي هم په سترګو پردي دي ، لائي هم دغوګونو پردي بنـدي دي ، لائي هم پدي خوار او مظلـوم ملت زړه سوي نه راځـي ، له رب نه حياء اوکړي ديتيمـانو له آهونو دکونډو او بورو مينـدو له شليـدلو ګريوانونو حياء اوکړي کله به تاسي دحق غـږپورته کوي ،کله به دخپلو شخصي ګټـو پرځاي دملت ترشاه دريـږي ،کله به ستاژبه او قلم سپين ته سپين او تور ته تور وايې ؟
زه په هغـو علماء آفسوس کوم چې لاهم په خيالو کـي غرق دي ، ولـي دمظلوم ملت وينـې اوزګروي يې نه بوګنـوي ؟
ولي دهغه چا په هکله يې اوس هم خاموشې اختيارکـړي چې يوسريې دامريکا (سى ـ آي ـ اى )په غيـږکي ده اوبل سر يې دشـورويانو د(کى ـ جى ـ بى ) په غيـږ کـي اولکـي د ايران دپاسدارانو په غيـږکـي پرته ده ، داڅه معنى لري چې پرونـي کارمل غنده او نني نه اتباع کوه ، که دافعل حق وي مونـږته ووايې چې مونـږ خپله غلطه اصلاح کـړو اوکه ناروا ، ظلـم اود بربريت انتها وي بياهغه کومه ورځ ده ، اود کومـي ورځي په طمعه او توقع ناست يې چې خپلي مبارکـي شونډي په حق ويلو خلاصي کړي رواته روا ناروا ته ناروا ووايې .
زه په هغه مجاهد افسوس کوم چې لا هم دميـږي دګـډوري په څير دجهاد په نيت له هغه چاسره يې سر ټيټ کړي چې قرباني او ميـړانه يې يوه ورځ په (سى ـ آي ـ اى ) خرڅـوي او بله ورځ په ( کى ـ جى ـ بى ) نه افهام لري اونه ادراک ، مجاهده تاته سلام او ستا لوړ همت ته سلام خو کاش تاخو يوځل سر پورته کړي وائي ، کاش تاخو يوځل سر ګريوان ته په ښکته کولو دافکـر کړي وائي چې داد کوم اسلام بيلګه ده چې ځما اصطلاحـې اميرالمومنين اخترخان کله دايران له پاسـدارانو سره تړونونه امضـاء کوي کله دامريکا له (سى ـ آي ـ اى ) سره او نن دروسانـو له ( کى ـ جى ـ بى ) سره .
ماته ووايې دپرونـې مسعود خلاف جهاد په څه خاطـر روا وه ؟ دملا مشر او ملا بورجان په شمـول دهيـواد وتلي ستوري مو په څه خاطر داحمدشاه مسعود خلاف جنګ کي له لاسه ورکړل ؟ آياداسي نه وه چې مسعود دروسانو ايجنټ وه ، داسي نه وه چه روسان له دروازي نه په وتلو سره يې په کيړکې بيرته راننويستل ؟ داسي نه وه چه دروسانو دګټـو په خاطريې هيـواد تر روسانو زيات په کنډواله بدل کـړل تاسي دکابل پښتـون ميشتـي سيمي او ګوري چې مسعود په کنډواله بدلي کړي که روسانو ؟
ماته ووايې دپرونې مسعـود اود اخترخان فرق په څه کـې ويني ؟د پروني مسعود له روسانو سره تړونونه دقرآن عظيم الشان دکوم آيت او دپيغمبر دکوم حديث پربنياد ناروا او دننې مسعود (اخترمحمد) سره روادي ؟ په کوم تفاوت پداسې حال کي چې له يوه باداره اکمال اوتجهيز کيـږي پرونـې جګـړه دمسعود خلاف جهاد وه او نن داخترخان خلاف يوه کلمه دحق له خولي ويستل بغاوت او ناروا ده ؟
ماته ووايې دايران پاسداران په افغانستان کي څه غواړي دهرات په شمول دکابل ښار قيمت بها ځمکې دڅه هدف دپاره رانيسـي ،دکوم هدف دپاره ايراني جنرالان اخترمحمد سره دتړون ترچتر لاندي په جنګونوکي برخه اخلي او وژل کيـږي اوتابوتونه يې ايران ته نقل کيـږي ؟
ماته ووايې له (سى آي اى ) سره تړونونه اوپه خلاص مټ داخترمحمد په شمول دلوړ پوړيو غړيو خارجـې هيوادوته تګ راتګ دجهاد او دمجاهد کومه بيلګـه ده ،څنګـه يې توجيـه کوي، آياداخترخان له قاموس نه پرته يې اسلام کي ميـندلي شي ؟
آيا داجهاد پلورنه نه بلکې جهاد ده !!! ؟
دافغانستان اسلامي تحريک فدائي محاذ پرحق ولاړ دمستنـدو شـواهدو تاريخ لري ، کله به هم ملت هغه څه عرضه نکړي چې محضي بي ثبوته ادعا اوسي انشاءالله په پوره ډاډ سره ويلو شو چي دنوي ميلادي کال دمارچ په مياشت کې به بد بختـانه روسانو سره داخترخان دتړونونه ټول شواهد وويني چې هغي کي لري ويشتونکې توغندي ، دټانګ ضد (ميلان) توغنديو په شمول مختلف نوعه روسي اسلحې به تاسې وويني چې دکفارو په څاي به دهغو مسلمانانو پر ضد کارول کيـږي چاچې دروسانو او دروسانو دوحشت خلاف قيام کړي خصوصا ددولةالسلامي یا (داعش) او دهيـواد مخلصو مجاهدينو خلاف،
۱۳۹۴/۱۰/۱۰
12/31/2015

Facebook Comments

POST A COMMENT.