دپګـواش دسروې په معلوماتـي کانفرانس کي دسلامـي شوي امارت داستازو دګـډون په غبرګون کې دافغانستان اسلامي تحريک فدائې محاذ دوياند څرګندونې.

دافغانستان اسلامي تحريک فدائي محاذ دپخوا په څېر دقطر ددوحه غونډه چې د دښمن يوطوطئيه ده په کلکو ټوکو غندي ، نوموړې غونډه چې دپګواش په نامه ديوې صليبي ميشتـې مٶ سـسې لخوا دائره شوې يواځيـنی هدف يې دجهادي سنګر اوموقف نه دمقاومت د سروې راجمعه کول دي ، ديوڅو مغرضو کسانو په راجمعه کولو سره او هغوي ته دمجاهدينو داستازيو دالقابو په استعمال سره نړۍ ته داښودل دي چې ګواکي مجاهدين له يوسوچه اسلامـي مفکورې نه چې پخوايې درلودله صرف نظرشوي اود يوګډ او مخلوط ژوند په هڅه کي دي يواځيني خنډ چي دجنګونو لامل ګرځيدلي دقدرت ويش او امتيازات دي چي امنيت شوراى يې په هکله بايد تصميـم ونيسې ، هغه مفکوره نوره ختمه ده بلکي دسره وجود نلري چې په هکله يې صليبې نړۍ انديښنه درلوده. .

مونږ په کلکـه دټولو سرښندونکيو مجاهدينـو په نمايندګې دغه يو څو مغرضين چې دمجاهدينو داستازيو په نامه په دوحه کي ناست دي نه يواځي داچي دجهادي صف نماينده ګان يې نه ګڼـو بلکي برعکس هغه ايمان پلورونکي څېرې دي چي مستقيما له پخوانه يې دهر اړخيزتمويل پيټـي دامريکا د سى آي اى په غاړه ده چې په هکله يې کره شواهد په لاس کي لرو ملت او نړيوالو ته مو باربار داموضوع روښانه کړې چې اضافي بحث ته ضرورت نه محسوسوو. .

پاي کې يوځل بيا په واضحو ټکيو نړيوالوته دا اعلان وو چې له يوسوچه او خپلواک اسلامي نظام نه پرته چې دخپل ځان حق يې ګڼـو پربل څه راضي نشو ، نه به وسله پرځمکه کيـږدو او نه به سولې ته راضې شو. .
(دافغانستان اسلامی تحریک فدائي محاذ ویاند قاری حمزه)
۱۳۹۴/۱۱/۰۶
01/26/2016

Facebook Comments

POST A COMMENT.