د افغانستان اسلامي امارت کې د ایمان پلورونکیو مشیرانو په مناسبت پیغام:

بسم الله الرحمن الرحیم
د افغانستان اسلامي امارت کې د ایمان پلورونکیو مشیرانو په مناسبت پیغام
فَاصبرْ ٳِنَّ العَاقِبَةَ لِلمتقیِِِنَ. هود
مؤمنو هیوادوالو!
د اسلام په سنګرونو کې پرتو مدافعینو! السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته.
ګرانو ورڼو! د افغانستان اسلامي تحریک فدائي محاذ ددې پیغام نه د فرصت او استفادې په مناسبت ستاسو فکر د افغانستان روان وضعیت او هغو حقائقو او کړنو ته جلبوو چې تر نن تاریخ پورې دا ټول وضعیت ستاسو تر نظر نه یو څو خود غرضو ایمان پلورنکیو جلادانو د راز په توګه د پټ ساتلو کوشش یې کولو مګر الله ج دغو منافقینو ته په کمین کې وه او د دغو مکارو ایمان پلورونکیو دښمنانو د وخت له صلیبي یرغلګرو سره پټ سازشونه یې رسوا کړل چې ستاسو توجه ورته غواړو.
دغه ایمان پلورونکی چې د صلیبیانو په بې دریغو ډالرو سره پدې وتوانیدل چې د افغانستان اسلامي امارت چې د پاکو سرښندونکیو مجاهدینو او فدایانو کور ده یرغمل کړي تر څو د خپلو صلیبی بادارانو د خوشحالولو د پاره او دهغوی په اشاره خپلو شومو اهدافو ته ځان د اسلام تر سپیڅلی سپین بیرغ لاندې ورسوی.
د افغانستان اسلامي تحریک فدایی محاذ په بار بار نه ستړی کیدونکې کوششونه تر سره کړل داد صلیب په دام کې نښتي یې خپل مقدس مسؤلیت ته یې راوبلل مګر دا د قدرت او د ډالرو په نشه مستو لیونیو تر هر ځل منفی ځواب څخه وروسته اسلامی تحریک (فدائی محاذ) په قاطعیت سره دا هوډ ترسره کړ چی د افغانستان مسلمان ملت او د مقاومت په لیکو کی سرښندونکی مجاهدین په مونږ دا حق لری چی له روان وضعیت نه یې آګاه کړو ترڅو د خپل روښانه اسلامی مستقبل په خاطر پخپله ازادانه پریکړه او قضاوت ترسره کړی!
ای مجاهد ملته! تاسی به خبریاست چی اسلامی تحریک (فدائی محاذ) د افغانستان اسلامی امارت ته نه بلکی دغو ایمان پلورونکیو او د هغو په زیار جوړشوی قطری دفتر ته چی په نتیجه کی قطری ملیشی وزیږولی، د میډیا لوری اخری چیلنج ورکړی وو چی نور نو باید زمونږ حوصیلی وونه ازمایی، نور مونږ د خپل غیور ملت د مظلومو مسلمانانو بی رحمانه وینی بهیدل نشو زغلمی، نور نو مونږ د صلیبی دښمن په اشاره د معصومو علماء کرامو د سترو سترو شیخانو او د جهاد او د سنګر د لاری اتلو قمندانانو او مجاهدینو د وینو د بهیدو ننداره نشو ترسره کولای!
خو افسوس دغه ایمان پلورونکی او بی رحمه جلادان د امریکا د سی آی اې او د برطانیی د ایم آیی سیکس ایجنټان چی د مسلمانانو د وینو تګی وو قرار کینناستل، د خپلو صلیبی بادارانو د خوشحالولو د پاره یی لاد مسلمانانو وینو تویولو ته ملا وتړله نو بناً د افغانستاناسلامي تحریک (فدائی محاذ) په دې مجبور شو چی پرته له دی چی ددغو ایمان پلورونکیو اصلی څیره ملت ته روښانه کړی بله لار یی نه لرله چی ددوی ټول خفیه روابط له صلیبیانو سره. او د مشهورو علماء کرامو، قمندانانو او مجاهدینو ترور چې دغو جلادانو د خپل صلیبی بادار په اشاره یې ترسره کړی په نمبر وار طور سره په لاندیی صورت ستاسې درانه حضور ته وړاندې کوو چې عند الهی مسؤلیت یې د قیامت په ورځ د خدای ج په حضور کې زمونږ پرغاړه شواهد یې چې هر وخت ملته وغواړي مونږ اماده یو چې انشاءالله په کامله توګه یې درته پیش کړو او قضاوت او وروستی پریکړه یې ستاسو په غاړه!
1. ددغو ایمان پلورونکیو او د دوی پیروکار هریو ملا عبیدالله د امارت اسلامي پخوانی د دفاع وزیر، ملا عبدالغنی (برادر) د امیر الؤمنین مخکینی نائب، ملا اختر محمد منصور چې فی الحال ځان د ملاصیب نائب ګنی، ملا ګل اغا مشهور په هدایت الله او ملا نانی چې اصلی نوم یې احمدالله ده ملا عبدالصمد ثانی مشهور په حاجی نیکه، جمعه (+) یې قطری دفتر چې فی الحال یې په تنظیمی جوړښت سره مشیری ستر جلاد ملا اختر محمد منصور تر سره کوي او د بهرنیو خفیه اړیکو په اساس په دوه شاخه ویشل شوی چی د هرشاخ مشیر یې (۵۰۰۰۰) پنځوس زره امریکایی ډالر او هر غړی یې (۱۰۰۰۰) لس زره ډالر میاشتینی معاش ترلاسه کوی چی د امریکا د جاسوسی اداری ( سی آی اې) ایجنټی ملا اختر محمد منصور او غړی یی ترسره کوی او د برطانیی د (ایم ای سیکس) ایجنټی د مائیکل سمپل په واسطه ملا نانی او غړی یې ترسره کوی او ددوی قطری دفتر هر غړی ته د قطر په دولت کی د استوګنی کور او یو لوکس موټر څخه علاوه د میاشتی (۲۰۰۰۰) شل زره ډالر معاش ورکوی. ملته شواهد یی په مونږ او قضاوت یی په تاسو!

2. د جهاد د اتل او نومیالی ستوری قمندان ملا دادالله ترور او شهادت!
شهید ملا داد الله په کال ۲۰۰۶ کی په داسی حال کی د دغو ایمان پلورونیکیو سره اختلاف راغی چی د ملا عبید الله په مشیری نوموړیو ایمان پلورونکیو له امریکایانو سره خفیه خطونه تبادله کول چی د یو پوسته رسان په واسطه د قندهار ایرپورټ کی د سی آی اې افسر ته سپارل چی همغه پوسته رسان د خط یوه کاپی ملا دادالله ته وسپارله، شهید ملا دادالله د کلک ایمان او پاخه عزم خاوند وو خاموشی یی اختیار نکړه او له ملا عبیدالله سره یی تلخ کلامی او لفظی شخړه مابین ته راغله او نوموړی یی د جهاد مقدسو اهدافو ته متوجه کړ او د سی آی اې سره د هر راز اړیکو پریکولو غوښتنه یی تری وکړه چی په نتیجه کی د همدغی قضیی د افشاء له کبله دغه ایمان پلورونکیو د ملادادلله د سر سودا له سی آی اې سره تر سره کړه چی د ملادادالله دری تنو ایمان فروشو باډی ګارډانو هر یو ملاعبدالله، ملادین محمد او ملا نسیم ته حکم وکړ چی ملادادالله باید ترور کړی، همغه وو چی نومړیو ایمان پلورونکیو باډي ګارډانو د امریکی او برطانیی د سپشل فورس تر بشپړ حمایې لاندې په کال ۲۰۰۷ کی د مئی د میاشتی په ۱۲ تاریخ په بی رحمانه توګه سره په شهادت ورسولو او د پنځو میلیونو ډالرو په بدل کی داد جهاد ستره هستی له منځه ویوړه ـ انالله و انا الیه راجعون، روح د ښاد او یاد دی تل وی.
د یادونی وړ ده چی سی آی اې سره ددغو ایمان پلورونکیو راوبط له ۲۰۰۴ کال څخه شروع شوی وو.
3. ملا اختر محمد منصور کال ۲۰۱۳ کی د جون میاشتی په اخر کی له خپلی نوی منکوحی سره یو جای د ابوظبهی سفر درلود چی د سفر په دوران کی د امریکی د سی آی اې له افسرانو سره یی ملاقات درلوده چی له ملاقات نه بعد د یو رولیکس ساعت په تحفه ونازول شو چی په خاصو استخباراتی وسائلو سمبال وو چی تخمیناً (۵۰۰۰۰) زره ډالره قیمت یی درلوده او اوس تخمیناً دا دوه هفتی مخکی د اسلام پر ضد د یوی بلی طوطیی جوړیدو په خاطر یی سفر درلود چی د قطر او دوبی د شاهی حکمرانانو تر څنګ د سی آی اې له لوړپوړیو افسرانو سره مشترک مجلس درلود چی طیب اغا هم له جرمنی څخه ورته دعوت شوی وو چی اوس د پاره یی په جزیاتو رڼا اچول مناسب نه بولو!
4. د امارت اسلامی د نظامی کمیسون مشیر عبدالقیوم ذاکر یی اول استعفا ته اړویست وروسته یی په دومره حقارت امیزه توګه یرغمل کړ چی په رڼا ورځ مسلح نظامی کسان چی په څلورو موټرو کی سپاره دده له موټر څخه یی ګیره واچوله او سټاپ یی کړ او په رڼو سترګو یی له خپل موټر څخه په بی حرمتی راکوز کړ او د نامعلوم هدف په لوری یی له ځان سره نقل کړ چی تر اوسه د یو بی سرنوشته بندی په صفت د خپل ټاکلی برخلیک په خاطر شپی او ورځی تیروی، د یادونی وړ ده چی دغو ایمان پلورونکیو د همیش د پاره د یو حریف په خفیه طور سره له ترور وروسته پړه په خارجی استخباراتو او د افغانستان په ملی امنیت اچولی او په بعد کی د تعزیت پیغامونه یی هم خپاره کړی او په بدل کی یی یو بل حریف راونیسی، په زور او تشدد یی اقرار کولو ته اړباسی چی هغه بیا په ښکاره په ابدی سزا محکوم کړی، دغه ایمان پلورنکی د همیش د پاره غواړی چی اوبه خړی کړی او کبان اونیسی، دغه اوازی چی عبدالقیوم ذاکر د کوم هیواد استخباراتی کړیو له ځان سره نظربند کړی بیخی غلطی او ناسمی دی، د محترم عبدالقیوم ذاکر په اړه مونږ ټول شواهد راجمعه کړی د ملت د غوښتنی په صورت کی به یی مونږ ورته پیش کړو!

5. د افغانستان اسلامی تحریک د (فدائی محاذ) مشر الحاج مولوی نجیب الله (عمرخطاب) حفظه الله چی د خپلی ورپیښی زړی ناروغی له کبله د تداوی د پاره کویټه ته خفیه سفر درلود، ۸/۶/۲۰۱۴ تاریخ په سټلایټ ټاون کی د همدغو بی رحمه جلادانو او ایمان پلورونکو لخوا د ترور برید په داسی حال کی پی ترسره شو چی نوموړی له پنځو ملګرو سره یو جای په موټر کی سفر کاوو چی د مخکی نه د یو ترتیب شوی پلان په اساس له هری خوا څخه د مسلحو کسانو نه ډکو موټرو تری ګیره واچوله او پیاده مسلحه نفر یی هم پدی صحنه کی مخکی څخه جای په جای کړی وه مګر د الله ج عمرخطاب حفظه الله سره ښکاره نصرت وو چی د مخامخ مقابلی په دوران کی یی ترینه سالم بچ کړ، د یو زخمی په شمول یی صرف یو ورور حافظ صاحب تیمورشاه چی یو ستر مجاهد شخصیت وو په شهادت ورسیده او ددغو ایمان پلورونیکو جلادانو د یو زخمی په شمول (۷) اوه کسه مړی په میدان پاتی شول چی د ګل علی په نوم یی د جلادانو سرګروپ هم پکی مردار شوی وو، د ترور ددی پيښی څخه مخکی به دغو ایمان پلورونکو د خفیه ترور ټوله پړه د مرتد دولت د قندهار په سرحدی قمندان عبدالرازق او په ملی امنیت اچول کیده او په بعد کی به یی د تعزیت او خواشینی پیغامونه هم خپرول، مګر الله ج د اسلام او د مسلمانانو دا پټ دښمنان د زبیښونکیو ځناورو په شان د وینو تګی نور خفیه نه پریښودل، ملت او دنیا ته یی رسوا کول چی مردار شوی مړی یی هر چا ولیده چی په سړکونو او هسپتالو کی پراته وو.

6. په ورستیو کی دغو ایمان پلورونکیو د امیرالمؤمنین په نامه یو پيعام خپور کړ چی د قطر د هیواد نه مننه پکی شوی وه او د بندیانو د تبادلی په خاطر. په لوی رب د کائناتو په خالق قسم او په ثبوت سره دا خبره کوو چی دا څلور کاله کیږی چی د امیرالمؤمنین لخوا هیڅ پیغام دوی ته ندی راغلی حتی د ملا اخترمحمد منصور د نائبی پیغام هم ندی راغلی، دا چی امیر المؤمنین دی د قطر سیکولر دولت ته د ستاینی او ددعا په خاطر دوی ته پیغام رالیږلی وی هیڅ سالم ذهن یی نه منی. دا څومره پيغامونه چی دوی د ملا صاحب په نامه نشروی دا کوټلی درواغ دی، ملا ګل اغا او ملا اختر محمد یی چی په خوب ووینی صباح ته یو پیغام جوړ کړی او د امیر المؤمنین نوم پی کیږدی، عالیقدر امیر المؤمنین د پاخه او کلک غزم خاوند دی، هغوی ملنګی قبوله کړه خو د کفارو ارادو ته تسلیم نه شو، خپل ملت ته یی دا کلکه وعده ورکړی چی د ژوند تر پایه به د افغانستان په تاریخ تور داغ قبول نکړی.
هوکی! ملته دا هغه حقائق دی چی مونږ د شواهدو په بناء راجمع کړی او ستاسی مخ ته مو عرضه کړل.
ملته ! دا د نړی پرمخ کوم انصاف ده؟ کوم قضاوت ده؟ دا د نړی د کوم مذهب قانون ده؟ داد الهی نظام کوم شریعت ده چی هغه څوک چی له صلیبیانو څخه ۳۰۰ دری سوه ډالره معاش اخلی هغه دی په مرګ محکوم شی؟ هغه ته دی مرتد وویل شی؟ هغه دی بی جنازی دفن شی؟ او هغه څوک چی ۵۰۰۰۰ پنځوس زره او ۲۰۰۰ شل زره او ۱۰۰۰۰ لس زره ډالر معاش له همدغو صلیبیانو څخه اخلی هغه ته د ستر مجاهد، د شهیدانو او اتلو فدایانو د اسلامی امارت نائب وویل شی او یا دی د مجاهدینو د رهبری شوری نوم ورکړل شی.
ای غیور ملته! د خپل عالیقدر امیرالمؤمنین په څیر دا کلک هوډ ستاسی په حضور کی بیا تکراروو که دغه ایمان پلورونکی ځانونه اصلاح نکړی، صلیبیانو سره د جاسوسی اړیکی پری نکړی، لوی رب ته په توبه نشی مونږ ته ددوی او د مرتد دولت د وینو توییدو تر مابین هیڅ تفاوت نشته، تر اخیری سلګی به له دغو ایمان پلورونکیو سره مبارزه وکړو او په روان وضعیت به نه چوپتیا غوره کړو او نه به لاس تر زنی ورته کینو، د اسلامی امارت په ځلانده سپین بیرغ ښکلی شوی تور ټکی د لااله الا الله د باطلو خدایانو څخه انکار ده نه هغو ته سجده کول.
دغو ایمان پلورونکیو ته د وروستی ځل په خاطر بیا اخطار او چیلنج ورکوو چی راشی خدای ج ته توبه وکړی، د صلیب له بندګی څخه لاس واخلی، نور خپلی چړی د بادار خوشحالولو د پاره د مسلمانانو په وینو مه رنګوی او کنه ستاسی اصلی څیره به له دی زیاته خپل ملت ته بربنډه شی او د ملت د شیهدانو وینی به موجونه ووهی د فرعونیانو په څیر به د وینو په رود نیل کی غرق شی.
د افغانستان اسلامی تحریک (فدائی محاذ) د ملت په ټولو سنګرو کی پرتو مجاهدینو باندی غږ کوی چی خپل صفونه غښتلی او لا منظم کړی، یو بل ته د ورورولی لاسونه سره ورکړی، ټول سمتی، ژبنی، تنظیمی اختلافات شاته کړی او په صلیب او د صلیب په ایمان پلورونکیو وروستی دروند ګزار ترسره کړی، ان شاءالله حق به غالبیږی، باطل به نابودیږی، یرغلګر ځواکونه به ټیټ سرونه د روسانو په څیر په ټیټو سترګو زمونږ له ګران هیواد څخه ستنیږی. ان شاءالله.

ژوندی دی وی اسلام او د اسلام اتلان!
سرلوړی دی وی غیور افغانان!
بریالی دی وی په سنګر کی د اسلام سربازان!
د افغانستان د اسلامي تحریک (فدائی محاذ) مشیر او د لرغونی افغانستان د صباح ستوری
الحاج مولوی نجیب الله (عمرخطاب) حفظه الله
تاریخ: ۱۳۹۳/۳/۲۶

Facebook Comments

POST A COMMENT.