د عاليقدر اميرالمؤمنين د شهادت په اړه د فدايي محاذ امير د تسليت پيغام

بسم الله الرحمن الرحيم
د تسليت پيغام
وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُمْ مُصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ أُولَئِكَ عَلَيْهِمْ صَلَوَاتٌ مِنْ رَبِّهِمْ وَرَحْمَةٌ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُهْتَدُونَ[ البقرة: 155-157]
د اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد عالم او فاضل زوی ملا محمد يعقوب او مجاهد، عالم او غازي ورور ملا عبدالمنان، د دوی د درنې کورنۍ نورو ټولو غړو، ټولو رښتينو مجاهدينو او هر هغه چا ته چې په دې ستر غم غمجن شوي وي تسليت، تعزيت او د الله له ستر دربار څخه جميل صبر او عظيم اجر غواړم.
د مشر ملا صاحب درانه شخصيت په اړه که هر څومره وليکل شي او وويل شي کم دي، دده دروند او متواضع شخصيت به ياد کړو او که دده جهاد او مبارزه، دده غيرت او همت به ياد کړو او که دده عزم او په الله توکل، دده سرښندنې او د الله په لار کې قربانۍ به يادې کړو او که دده سخاوت او ايثار…
په دې ستر غم ډېر زيات غمجن يو، موږ فکر کولو چې د شهيد ملا داد الله تقبله الله له غمه به بل ستر غم په ژوند کې نه وينو، خو دې غم دومره غمجن کړي يو چې پخواني ټول غمونه يې راڅخه هير کړل. الله دې ټولو هغه کسانو ته چې د مشر ملا صاحب په شهادت کې په مستقيم او غير مستقيم ډول دخيل دي، څو چنده عذابونه ورکړي.
ګرانو مجاهدينو!
تاسې پوهيږئ چې همدغه يوه کړۍ ده چې زموږ او ستاسو مخلص مشران يې يو بل پسې په تدريجي ډول له منځه يوړل، د شهيد ملا دادالله تقبله الله قاتلين او د امير المؤمنين قاتلين هماغه خلک دي چې موږ يې پخوا هم يادونه کړې وه. همدا محدود د سي ای اې جاسوسان دي چې د واک ته د رسيدو او څو ډالرو له پاره يې زموږ مشران راڅخه شهيدان کړل.
ګرانو اتلانو!
تاسې پوهيږئ چې دروغ ويل يوازې او يوازې د منافقينو خوی دی، مسلمان څخه هره ګناه کېږي خو دروغ نه وايي، بيا په جهاد کې دروغ؟ مجاهد او دروغ؟! خپل مجاهد ورور ته دروغ؟
ورورنو! د ملا اختر محمد منصور په مشرۍ د سي ای اې جاسوسان په هيڅ ډول ګناه نه شرميږي، دوی هر وخت دروغ ويلي دي. څو ورځې وړاندې فدايي محاذ د اميرالمؤمنين تقبله الله د مړينې موضوع ياده کړه، د ذبيح الله مجاهد په نوم ستر کذاب رسنيو ته په سپين سترګۍ اعلاميه وليږه چې دا خبره دروغ ده. فدايي محاذ يې په مقابل کې اعلاميه خپره کړه، چې تاسو پخوا هم ډېر موضاعات دروغ ګڼلي خو بيا مو وروسته په ټيټو سترګو پخپله په رسمي ډول پرې اعتراف کړی دی، دا موضوع به هم ډېره ژر ومنئ ځکه چې بله لار نه لرئ. دا دی همداسې وشول، دوی نن په رسمي ډول دا خبره تائيد کړه.
اوس دلته څو پوښتنې پيدا کيږي:
دا دومره موده له امير پرته جهاد په اسلامي شريعت کې جواز لري؟
د اميرالمؤمنين په نامه د اختر او داسې نورو پيغامونو خپرول دده په نشتون کې او دده له اجازې پرته جواز لري؟
مسلمان ته دومره ستر دروغ جواز لري؟

ملا اختر محمد منصور او ورسره نورو جاسوسانو ته!
له دې وروسته به افغان مسلمان ولس ته بالعموم او مجاهدينو ته بالخصوص په کومو سترګو وينئ، ستاسو په خبره به له دې وروسته ان شاالله هيڅوک هم باور ونکړي. ان شاالله همدا دروغ مو د زوال پيل دی. موږ متيقن يو چې سپيڅلي مجاهدين به نور ستاسو په دروغجنو څېرو نه غوليږي. دوی اوس تاسې په حقيقي معنا وپيژندلئ. موږ په پوره باور سره وايو چې د شهيد ملادادالله او اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد قاتلين همدا تاسې ياست. د شهید امیرالؤمنین د شهادت په باره کي زموږ سره ټول هغه حقایق موجود دي چي تاسو یې د مجاهدینو او عام اولس څخه پټوي ډېر ژر به یې مجاهدینو او مسلمانانو ته ښکاره کړو ان شاءالله ژر تر ژره به مو الله تعالی همداسې نور هم رسوا کړي، ستاسو اصلي څېرې به ټول ملت ته روښانه شي.
په پای کې يو ځل بيا د اميرالمؤمنين درنې کورنۍ ته بالخصوص او ټول افغان ولس ته بالعموم تسليت وړاندې کوم، الله دې صبر او اجر درکړي، د هغه برکات او کرامات دې پر تاسو شي.
آمين
انا لله وانا اليه راجعون
(د عاليقدر اميرالمؤمنين د شهادت په اړه د فدايي محاذ امير د تسليت پيغام)
۱۳۹۳/۰۵/۰۹

Facebook Comments

POST A COMMENT.