د فدائی محاذ د ارشاد او تبلیغ ځانګه:

أَم لَهُم نَصِیبٌ مِـّنَ آلمُلکِ فَإِذًا لَّا یُؤتُونَ آلنَّاسَ نَقِیرًا (۵۳)
ترجمه : [۵۳] ـ آیا په واکمنی کي د دوی کومه برخه شته ، نوبیا خو به ئي خلکو ته کوم نقیر هم نه وو ورکړی .
تفصیل : (۵۳) ـ دوی به د مسلمانانو په اړه ویل : دا خلک به له خپلي مبارزي ، دعوت او جهاد هیڅ څه ترلاسه نه کړي ، هسي خپل ځان تباه کوي ، دښمنان ئي پیاوړي او زورور دي ، هم ئي وسائل او امکانات زیات دي او هم ئي تګلاره تر دوی غوره ده !! د دوی د دغو خبرو په ځواب کي ويل شوي : دا خو ستاسو په واک کي نه ده چي د مسلمانانو مستقبل وټاکئ او له دوی سره دي همغه څه وشي چي تاسو ئي انتظار لرئ ، که داسي وی چي کارونه ستاسو له انتظار سره سم کیدی او پریکړي ستاسو په خوښه کیدی ، نو بیا خو به تاسو هیچا ته د خرما د زړي د ټاپکي په اندازه هم څه نه وو ورکړی ، نه مسلمانانو ته او نه د دوی دښمنانو ته ، بیا خو به تاسو هر څه ځان ته اخیستل ، ولي به مو په کافرانو لوریدل ، چي ځان ته ئي نه شئ ورکولی معنی ئي دا ده چي د کافرانو په اړه ستاسو هیلي او د مسلمانانو په اړه ستاسو بد نیت به څه نتیجه ونه لري .
( د فدائی محاذ د ارشاد او تبلیغ ځانګه)

Facebook Comments

POST A COMMENT.