د فدائی محاذ د ارشاد او تبلیغ ځانګه:

لشَّیطَـٰنُ یَعِدُ کُمُ آلفَقرَ وَیِأ مُرُ کُـم بِآلفَحشَآءِ (صلے) وَآللَهُ یَعِدُ کُـم مَّغفِرَةً مِـّنهُ وَفَضلاً (قلے) وَآللَهُ وَسِعٌ عَلِیمٌ (۲۶۸)
ترجمه : [۲۶۸] ـ شیطان د فقر وعده درکوي او په فحشاء مو ګماري او الله د خپل مغفرت او پیرزویني وعده درکوي او الله ښه پوه د وسعت خاوند دئ
تفصیل : (۲۶۸) ـ شیطان مو له خواري او فقر نه ویروي ، په بخل مو ګماري او حمدا درته ښایسته کوي ، خو الله تعالی تاسو انفاق ته رابلي ، د انفاق په بدله کي د مغفرت او بخښني او د خپلي پراخي پیرزویني وعده درکوي ، الله پوهیـږي چي څوک د شیطاني القاءاتو تر تأثیر او اغیز لاندي درومي ، له فقر نه ویریـږي او له انفاق نه ډډه کوي او څوک د الله بلني ته لبیک وایي او په انفاق سره د ده د مغفرت او فضل تر لاسه کول غواړي .
( د فدائی محاذ د ارشاد او تبلیغ ځانګه)

Facebook Comments

POST A COMMENT.