د فدائی محاذ د ارشاد او تبلیغ ځانګه:

قَـد کَـانَ لَـکُم ءَایَةٌ فِی فِئَتَینِ آلتَقَتَا فِئَـةٌ تُقَـٰتِلُ فِی سَبِیلِ آللَهِ وَأُخرَیٰ کَـافِرةٌ یَرَونَهُـم مِـّثلَیهِم رَأیَ آلعَینِ وَآللَهُ یُؤَیِـّدُ بِنَصرِه مَن یَشَآءُ إِنَّ فِی ذَٰ لِکَ لَعِبرَةً لِأُوْلِی آلأَبصَـٰرِ (۱۳)ء

ترجمه: [۱۳] – یقیناً تاسو ته په هغو دوو ډلو کي څر ګنده نښه ده چي سره ونښتي ، یوه الله په لار کي جنګیده او بله ئي کافره وه چي د ستر ګو په لید سره ئي هغوی د ځان دوه برابره لیدل او الله په خپلي مرستي سره د هغه چا ملاتړ کوي چي دي ئي وغواړي، یقیناً چي په دي کي ستر ګورو ته ښه عبرت دئ.
____________________________________________________________
تفصیل: (۱۳) ـ له دي مبارک آیت نه معلومیـږي چي په مخکني آیت کي مخاطب قریش نه بلکي یهودان دي، دوی ته د بدر نښته د بیلګي په توګه وړاندي شوي او ورته ویل شوي چي ستاسو پایله به هم د هغوی په څیر وي، د بدر په جګړي کي د مسلمانانو بریا یهودان سخت پریشان کړل، له دي نه مخکي دوی دا نه انګیرله چي څومهاجر مسلمانان به د قریشو مخي ته تم شي او له خپلي مبارزي به څه تر لاسه کړي، خو د بدر تاریخي او نادري فتحي دوی هک پک کړل، د خطر احساس ئي وکړ، د دي ځوان تحریک قضیه ئي جدي ونیوله، غوښتل ئي د محتمل راتلونکي خطر مخه ونیسي، قریشو ته ئي هیئتونه ولیـږل، د هغوی په ماتي او تلفاتو ئي خفګان څرګند کړ او اطمئنان ئي ورکړ چي له دي وروسته به د مسلمانانو په ضد د قریشو مرسته کوي. په دي آیت کي د لسم او یولسم آیت مطلب مزید تشریح شوی او یوه تاریخي بیلګه ورته وړاندي شوي، کافرانو ته د دوی مال او ځواک ګټه نشي رسولی او د الله له عـذاب نه ئي نشي ژغورلی، مګر ومو نه لیدل چي دبدر په نښتي کي له کوم برخلیک سره مخامخ شول، په داسي حال کي شمیر ئي په سطحي نظر د مسلمانانو دوه برابره معلومیدو، په حقیقت کي تر دي هم زیات وو، خو له ماتي سره مخامخ شول او د شمیر او وسائلو زیاتوالي دوي ته بریا ورپه برخه نه کړه او د دوی د ماتي مخه ئي ونه نیولی شوه.
د ماتي او بریا پریکره الله تعالی کوي، چي څوک د الله د مرستي او تایید مستحق وي او په ځان کي دا وړتیا راپیدا مړي چي الله ئي مرسته وکړي، وروستی فتح به د هغه وي، که څه هم شمیر ئي د دښمن د لښکرو په نسبت کم او وسائل ئي محدود وي، د بصیرت خاوندانو ته د بدر په نښتي او د مسلمانانو په بریا او د مغرورو قریشو په ماتي کي د پند او عبرت ژور درسونه پراته دی.

Facebook Comments

POST A COMMENT.