د نيکمرغه کمکي اختر د را رسېدو په مناسبت د فدايي محاذ  امير (عمرخطاب) د مبارکۍ پيغام

الحمدلله رب العالمین و الصلوة و السلام علی سيد الأنبيا والمرسلين محمد و علی آله و أصحابه أجمعين و بعد قال الله تعالی:

ان الله یحب الذین یقاتلون في سبيله صفا کأنهم بنیان مرصوص (۴) الصف

افغان مؤمن او مجاهد ولس ته!

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

د نيکمرغه کمکي اختر رارسېدو په مناسبت مبارکي وايم. الله تعالی دې دا اختر د ګران هيواد د اشغال وروستی اختر کړي. راتلونکي اخترونه مو ګران هيواد د اشغالګرو او د دوی له اجيرانو په بشپړ ډول پاک کړې، ټول واقعي مجاهدين په يو واحد او منظم صف کې راټول او منسجم کړې. آمين

الحمدلله ثم الحمدلله د الله تعالی په نصرت او د مجاهدينو د بې سارې قربانيو په برکت يرغلګر تيښتې ته اړ شوي دي، د بشپړې فتحې شيبې را نږدې دي. افغان مسلمان ولس ته په پوره ډاډ زيری ورکوو چې ان شاالله افغانستان د وحشي يرغلګرو له منګولو د تل له پاره خلاصيږي، دوی له تيښتې پرته بله هيڅ لار نه لري او د دوی دا شکست به ان شاالله ټولې کفري نړۍ ته درس پاتې شي، په راتلونکي کې به بيا هيڅوک هم زموږ د ګران هيواد د اشغال حتی فکر هم ونکړي.

د افغانانو په اړه دا خبره ډېره مشهوره ده چې: په سنګر کې يې تل ګټلې خو په دفتر کې يې بيا بايللې ده.

اوس بيا همداسې ښکاري، مرموزو مذاکراتو د مجاهدينو په زړونو کې انديښنې پيدا کړې دي. ټول واقعي مجاهدين فکر کوي چې د دوی د قربانيو سودا روانه ده.

د مذاکراتو په اړه د اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد دريځ د نړۍ ټولو مسلمانانو له خوا ستايل کيده، ده به ويل زموږ اصلي دښمن امريکا ده، يوازې او يوازې د همدوی سره مذاکرات کوو. اوس دده په نشتون کې د اخترمحمد منصور په مشرۍ يوه مغرضه ډله د مجاهدينو د سرونو سودا کله د دوبۍ، کله د ناروې، کله د ايران او کله بيا د اسلام اباد په بازارونو کې کوي.

پرون يې يو ځل بيا د اميرالمؤمنين په نوم د اختر مبارکۍ پيغام خپور کړی دی، عجيبه خو داده چې ددې پيغام سبک د نورو تېرو ټولو پيغامونو سبکونو څخه متفاوت دی. لهجه يې د اميرالمؤمنين د تېرو پيغامونو متفاوته ده. کوشش يې کړی چې ځان په يو ډول ډيموکراسۍ ته منعطف وښيي.

خپلو ذليلو مذاکراتو ته يې د سياسي فعاليت نوم ورکړی دی، ځانونه يې د عصري علومو پلوي بللي دي، د مخالفينو د وژلو پر ځای يې دوی ته په دعوت ټينګار کړی دی…

دوی په دې خبرو اوس غواړي چې خپل تېر خيانتونه د ولس له ياده وباسي، ځانونه معتدل وښيي او د راتلونکو انتخاباتو له پاره کمپاين وکړي. د قطر په وروستي کنفرانس کې يې انتخابات هم منلي دي. د دوی له دې ښويدلي دريځ او نورو ګڼو دلايلو ته په کتو سره دا خبره په يقين بدليږي چې اميرالمؤمنين له صحنې ويستل شوی دی.

درنو مجاهدينو!

د روان يرغل يوازينۍ د حل لاره مسلح جهاد دی، دښمن د ډېر پاتې کېدو اراده لري، ايران سره يې هم تش په نوم دښمني پای ته ورسوله، بنديزونه يې ترې لرې کړل. دا کار به دلته د جګړې په حالت او کيفيت ډېر اثر وکړي.

ايران د اسلامي دولت ډلې پر ضد افغانستان کې په پټه توګه ځينې د طالب په نوم ډلګۍ په مستقيم ډول حمايه کولې، د امريکا سره د روغې جوړې وروسته شايد دا او نورې ډلې په ښکاره ډول حمايه کړي.

کوښښ وکړئ چې په خپل بيعت يو ځل بيا فکر وکړئ، اميرالمؤمنين د څو تنو خاينينو له خوا له صحنې ويستل شوی دی. د ژوند يې هيڅ معلومات نشته.

روان ذليلانه مذاکرات د مجاهدينو په تاوان دي، د قطر دفتر له جوړيدو بيا تر اوسه مذاکرات د يو څو محدودو کسانو له پاره امتيازات دي. عامو مجاهدينو ته يې هيڅ ډول ګټه نه ده رسيدلې، په پوره ډاډ وايو چې روان مذاکرات به هم د يو څو کسانو له پاره په امتيازاتو بدل شي.

دوی فکر کوي چې مجاهدين د دوی هره مني، خو الحمدلله داسې نه ده. مجاهدينو ته د دوی ټول خيانتونه جوت شوي دي. دوی يې اوس په پوره معنا پېژندلي دي.

په پای کې يو ځل بيا ټول رښتيني مجاهدين يو سپيڅلي او متحد صف جوړولو ته رابولم.

۱۳۹۴/۰۴/۲۵

Facebook Comments

POST A COMMENT.