د کوچني اختر د رارسيدو په مناسبت د فدايي محاذ امير عمرخطاب حفظه الله پيغام

بسم الله الرحمن الرحيم
*﴿* *إِذَا جَآءَ نَصْرُ اللَّهِ وَالْفَتْحُ * وَرَأَيْتَ النَّاسَ
يَدْخُلُونَ فِي دِينِ اللَّهِ أَفْوَاجاً * فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ
وَاسْتَغْفِرْهُ إِنَّهُ كَانَ تَوِبَا* *﴾**.*

درنو وطنوالو!
په اسلام او وطن مينو افغانانو!
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته!
د بختور کوچني اختر رارسيدو په مناسبت تاسو ټولو ته مبارکي وايم، الله مو د
رمضان مبارکې مياشتې ټول عبادتونه او نيک اعمال په خپل سپيڅلي دربار کې قبول
کړه!

مجاهدو وطنوالو! الحمدلله د تيرو ټولو کلونو په پرتله سږ کال مجاهدين ډېر
بريالي دي، د الله په فضل مجاهدينو په هر ډګر کې له دښمن څخه ګټلې او دښمن يې
په شا تمبولی. الله ته سوال کوو چې د بل اختر له رارسيدو وړاندې مو پاکه خاوره
له ټولو اشغالګرو پاکه کړي او رښتينی اسلامي نظام پکې حاکم کړي!

اشغالګران نور ستړي شوي دي، دوی نور د جګړې حوصله او توان نه لري. ضرور به وځي
له وتلو پرته بله چاره نه لري، هغو نا افغانانو ته وايو چې د اشغالګرانو خدمت
ته يې ځانونه وقف کړي! د بادرانو لمن مو پريږدئ باداران مو نور په تيښته دي،
الله ته رجوع وکړئ! توبه وباسئ! له ولس څخه بخښنه وغواړئ! د دايمي پاته کيدا
په اړه يې فکر هم کوئ، دوی نور د جګړې حوصله بايللې.

اشغالګرانو ته هم وايو! پاته کيدل به درته د سر او مال له تاوان پرته بله ګټه
ونه رسوي، الحمدلله ولس ستاسو په شومو اهدافو پوه شوئ، افغان مسلمان ولس درڅخه
نفرت لري. هغه پنځه تنه مو چې د ديموکراسۍ په شعار او د ډالرو په زور خپل کړي
وو هغه هم د انتخاباتو ډرامې درڅخه ناراضه کړل. دغه خاوره د سپيڅلو شهيدانو
خاوره ده دلته ناولې ديموکراسي نه چليږي، په وتو کې مو خير دی، افغانان پريږدئ
چې د خپلې خوښې اسلامي نظام جوړ کړي.

په ټولو رښتينو مجاهدينو غږ کوو؛ راځئ! فروعي اختلافات پريږدئ، ټول د الله جل جلاله  په
رسۍ منګولې ټينګې کړئ، خپله ټوله توجه اصلي دښمن ته وګرځوئ، له خپل منځي
اختلافاتو ډډه وکړئ! خپل حقيقي مشران وپيژنئ، د دسيسه ګرو دسيسې شنډې کړئ،
هيچا ته هم اجازه مه ورکوئ چې ستاسو په سرونو معاملې وکړي.

له داسي وسله والو عملياتو ډډه وكړئ چي په هغه كي عام ولس، ښوونكي، متعلمين،
ملايان، انجنيران، ډاكټران او نور غير محارب كسان صدمه گوري.
ګرانو افغانانو! هغه پېښې چې په عامه ځاینو لکه مسجد،مکتب بازار… کې تر سره کیږي د دښمن کارونه دي، دښمن غواړي چې له
وتلو وروسته افغانان په توکميزو او ډله ايزو جګړو اخته کړي، عراق يې ښه مثال
دی. ولس بايد هوښيار اوسي او داسې ناوړه پيښې د حقيقي مجاهدينو کار ونه بولي.
د دښمن مزدوره رسنيو په خبرو باور ونکړي.
د رسنيو هغه تبليغات چې (فدايي محاذ) د اختلافاتو زېږنده بولي په کلکله ردوو،
فدايي محاذ د اسلامي تحريک له پيله په فعاله توګه په جهاد کې له هر چا زياته
ونډه اخيستې، له هر چا يې زياته قرباني ورکړې. زموږ اختلاف هم له پيله د هغو
پردي پالو څېرو سره دی چې تل يې د مجاهدينو په سرونو معاملې کړي، د مادياتو په
مقابل کې يې مجاهدين خرڅ کړي. چې ښه مثال يې په لنډه موده کې د ځینو ریښتینو مجاهدینو په شهادت رسول وو، په ډالرو خرڅ شوو غوښتل چې د حق د لاري ټول سپېڅلي مجاهدین له منځ یوسي خو الحمدلله، الله پاک دې شوم هدف
ته ونه رسول او ټولو مسلمانانو ته يې ذليل او رسوا کړل. دوی ځانونه د کفري
هيوادونو په استخبارتي کړيو خرڅ کړي او هغوی ته يې د هر ډول خدمت ژمنه کړې.

مسلمان مجاهد ولسه!
د کوچني اختر خوښۍ په داسي حال کې لمانځو چي یوه نیمه میاشت وړاندې یو خاین، د مجاهدیونو د وینو سوداګر،قاچاکبر، د مسلمانانو او مجاهدینو په منځ کې اختلاف پیدا کونکی د خپل بادر په وایسطه په ډير زلیل مرګ ووژل شو.

تاسو به ښه پېژندلی وي؟ هو زه هم اختر محمد یادوم، هغه اختر محمد چې د مادیاتو په خطر یې د شهیدانو د وینو سودا وکړه، د مجاهدینو په منځ کې یې اختلاف راپیدا کړ او هغه اختر محمد چې په لس ګونه د الله جل جلاله د لارې مجاهدین یې په شهادت ورسول، د شهید امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله له شهادت وروسته یې په ډېر مهارت سره اسلامي امارت پارچه پارچه کړ، چې بالاخره د خپلو بادارانو له خواه په ډېر زلیل مرګ ووژل شو، رښتیا هم چې الله جل جلاله ښه انتقام اخیستونکی دی.

مجاهدينو ته مو پيغام دی چې دا ذليلې څېرې وپيژنئ، د دوی له شومو اهدافو ځان
خبر کړئ، دوی هيڅکله هم د مجاهدينو مشري نه شي کولی د مجاهدينو مشري يوازې هغه
کسان کولی شي چې د مجاهدينو تر څنګ په سنګرونو کې اوسي.

د فلسطين مسلمانانو! تاسو مو له ياده نه يئ وتلي، په درد کې درسره شريک يو،
ستاسو غم زموږ غم دی، وعده درسره کوو چې ستاسو بدل به دلته له کفارو څخه اخلو.

په پای کې يو ځل بيا وايو، فدايي محاذ د پردې تر شا هيڅ ډول معامله نه مني او
نه يې کوي، او دا شعار د خپلې مبارزې اساس ګڼي(يا فتحه يا شهادت)

  دافغانستان اسلامـی تـحـریک فـدائي محاذ امیر عمر خطاب

د روژې ۲۹

۱۳۹۵/۴/۱۴ ه ش

2016/7/4 م

Facebook Comments

POST A COMMENT.