د ۱۳۹۴ ل کال د لوی اختر په مناسبت د فدايي محاذ امير مولوی نجیب الله (عمرخطاب) د مبارکۍ پيغام

إن الحمد لله، نحمده ، ونستعينه، ونستغفره ، ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا ، من يهده الله، فلا مضلَّ له ، ومن يُضلل ، فلا هادي له ، وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له ، وأشهد أن محمداً عبده ورسوله . فإن خير الكلام كلام الله تعالى،وخير الهدى هدي محمد صلی الله عليه وسلم، وإن شر الأمور محدثاتها و كل محدثة بدعة وكل بدعة ضلالة وكل ضلالة في النار.
اما بعد، قال الله تبارک وتعالی: بَشِّرِ الْمُنَافِقِينَ بِأَنَّ لَهُمْ عَذَاباً أَلِيماً (۱۳۸) الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاء مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَيَبْتَغُونَ عِندَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ العِزَّةَ لِلّهِ جَمِيعاً(۱۳۹)
ټول اسلامي امت ته بالعموم افغان مسلمان ولس، مجاهدينو، د شهيدانو درنو کورنيو، کونډو او يتيمانو، زندانيانو او زخميانو ته بالخصوص د نيکمرغه لوی اختر رارسيدو په مناسبت مبارکي وايم.
الله تعالی دې د ټولو مسلمانانو عبادتونه، قربانۍ او نيک اعمال قبول کړي. الله تعالی دې زموږ په پاکه خاوره کې د اشغالګرو دا وروستی اختر کړي.
اشغالګرو ان شاالله ماتې خوړلې ده، د افغانستان له پرېښودلو پرته بله لاره نه لري. ولسونه يې حکومتونو ته نوره اجازه نه ورکوي چې دا بې پايلې اوږده جګړه وکړي، حکومتونه يې هم له دې د زياتو تلفاتو او مصارفو وس نه لري. جګړه په ختميدو ده، خو دوی غواړي خپله ماتې د خپلو څو تنو غلامانو په واسطه پټه کړي، نو ځکه خو يې د سولې او پخلاينې د ذليلې پروسې له پاره خپل وفادار جاسوسان د مجاهدينو د مشرانو په توګه وټاکل او په زور يې د محدودو مجاهدينو څخه بيعتونه ورته واخيستل.
د عاليقدر اميرالمؤمنين شهادت او بيا دومره موده له مجاهدينو څخه دده رحمه الله د شهادت پټول او دده په مبارک نوم د درواغو پيغامونو نشرول، هغه جرايم دي چې مجاهدين به يې عاملين هيڅکله هم ونه بخښي او ان شاالله ژر تر ژره به يې انتقام واخلي.
اوس د مجاهدينو د غولولو له پاره مذاکرات مشروط بلل او د تېر کمکي اختر په پيغام کې د مري او ناروې غيرو مشرطو مذاکراتو ملاتړ، هغه درواغ دي چې يو مسلمان څه، شايد چې يو غير مسلم يې هم د ويلو جرئت ونکړي.
ګرانو مجاهدينو!
د تېر کمکي اختر مبارکۍ پيغام چې د عاليقدر اميرالمؤمنين شهيد ملا محمد عمر رحمه الله په نوم اختر محمد منصور خپور کړ، په هغه کې يې د مري او ټولو نورو مذاکراتو کلک ملاتړ کړی و، خو په دې نوي پيغام کې يې مذاکرات د بهرنيانو د وتلو پورې مشروط بللي دي، دده دا کار يوازې او يوازې د مجاهدينو په سترګو کې د خاورو اچولو په نيت دی، دی غواړي چې په دې کار سره د مجاهدينو زړونه لاس ته راوړي، خو په پټه توګه همدا اوس هم د کابل مرتد حکومت سره مستقيم مذاکرات لري. د اسلامي دولت ډلې پر ضد ورسره په ننګرهار او ځينو نورو ولايتو کې د ګډ عمليات تړون لري.
امريکا او د کابل مرتد حکومت بايد په دې پوه شي چې روان جهاد نه ملا اخترمحمدمنصور پيل کړی او نه دده سره په سولې پای ته رسيږي. هغه خلکو چې ستاسو پر ضد جهاد پيل کړی دی، هغوی اوس هم پخپل دريځ ولاړ دي، تر هغه وخته به درسره جنګيږي تر څو يې چې له خپلې پاکې خاورې په شرميدلې توګه شړلي نه ياست. ان شاالله
د فدايي محاذ اتلانو!
په سنګرونو کې ناست ټول مجاهدين خپل وروڼه وبولئ، باک نه لري که هغه د هر بيرغ لرونکي او د هرې ژبې ويونکي وي، مرسته وسره وکړئ، دا مجازي جوړښتونه به ان شاالله ډېر ژر منحل شي، ټول واقعي مجاهدين به د يو واحد صف او واحد بيرغ لاندې راټول شي. د عامو خلکو سره د هغوی د خادمينو په توګه چلند وکړئ، د هغوی سره په هره برخه کې مرسته وکړئ، زړونه يې لاسته راوړئ.
په پای کې يو ځل بيا ټولو مجاهدينو، د شهيدانو درنو کورنيو، کونډو او يتيمانو، زندزانيانو او زخميانو ته د لوی اختر مبارکي وايم.

۱۴۳۶/۱۲/۸ه ق

۱۳۹۴/۶/۳۱ ه ش

۲۰۱۵/۹/۲۲ م

Facebook Comments

POST A COMMENT.