لمر په دوه سترګو نه پټیږي

الحمدلله د تېرو نورو ټولو اعلاميو په څېر دا اعلاميه هم رښتيا شوه. څه موده وړاندې مو د زابل په جګړه کې د هزاره ګانو وژل د اسلامي دولت ډلې پر ضد د ايران په امر د محقق او اخترمحمد منصور توطئه وبلله. د اسلامي دولت ډلې ويل چې وژل شوي هزاره ګان دوی ژوندي پريښودلي وو، دوی که د نوموړو هزاره ګانو د وژلو اراده درلودای، نو له ډېر وړاندې به يې وژلي وای.

د دوی خبره رښتيا وه، د وخت په تېرېدو سره دا خبره جوته شوه. د اخترمحمد ډلې قمندان امیرخان ډلګۍ مشر(ولي جان) مشهور په تقوی چي په قوم لاټی دي شل (۲۰) تنه هزاره مسافرين ښکته او نا معلوم ځای ته يې انتقال کړل.

له دې کار څخه ښکاره شوه چې هغه لوبه هم د ايران د غلامانو وه. دوی غوښتل چې د شل تنو مسافرينو په ښکته کولو يو ځل بيا د اسلامي دولت ډله بدنامه کړي، خو الحمدلله چې خدای تعالی دا ځل دوی وشرمول او د دوی دا کار په ډېرې بې شرمۍ افشا شو.

اختر محمد په دې کار سره غواړي خپلو بادارانو (دسیمې استخبارتو) ته ځان نور هم نژدې کړي او ځان یو وفاداره شخص ورته ثابت کړي، نوموړی د مجاهدینو وژلواو د هغوي سره جنګ کولو ته بهانه لټوي پیسه دولت خو د اخترمحمد نشه ګرځېدلې ده هغه د دې نشې د پوره کولو لپاره هر څه کولای شي او هرڅه یې کړي دي .

دا چي په جنوب غرب ولایتونو کي د نورو ولایتونو په پرتله د زابل په ولایت کي د اسلامي دولت مجاهدین ډیر میشت دي او هلته یې حضور ښکاره شوی؛ نو د اختر محمد ملیشې غواړي چي د ایران پام نوموړي ولایت ته واړوي ترڅو ایران نورې پروژې او مرستې ورسره وکړي هغه که په هر ډول وي که هزارګان وژل کيږي که مجاهدین په شهادت رسیږي خو چي اخترمحمد خپلو شمو اهدافوته ورسږي.
۱۳۹۴/۰۹/۰۱

Facebook Comments

POST A COMMENT.