مژده ته زيری

 له ډېرې مودې چې د وحيد مژده هره ليکنه لولم، زړه مې کېږي چې ځواب يې وليکم، خو بيا هماغه اصول راياد شي چې جاهل ته يوازې سلام پکار دی. خو ددې وروستيو امريکايي پروژو يې زړه راتنګ کړ. ځکه خو مې ددې څو کرښو ليکلو هوډ وکړ. د مژده ليکنې چې هر ريښتينی مسلمان ولولي، خامخا يې زړه ورته تنګيږي. ځکه چې دده ليکنې تقريبا ۸۵ سلنه د مجاهدينو پر ضد دي او پاتې ۲۰ فيصده هم ددې له پاره يو څه او بل څه ليکي چې عام خلک پرې د جاسوس ګمان ونکړي. پيسې خو په هر چا ګرانې وي، خو پر ده له هر څه ګرانې دي. ده ځان هر وخت او هر ځای چېرته چې دوه روپۍ ګران خرڅيده، خرڅ کړی دی. دا حقيقت دده له ماضي څخه ښه څرګنديدلی شي. ده په تېر انقلاب کې د ټولو تنظيمونو د دسترخوان مالګه څکلې ده. اوس خو دا دی د امريکايي طالبانو (قطر دفتر) په کابل کې رسمي وياند دی. د حيرانتيا خبره خو داده چې د کابل مرتده اداره ځينې کسان په دې بهانه نيسي چې په موبايل کې يې د مجاهدينو ترانې دي، خو مژده يې د ډېرو ثبوتونو سره سره آزاد پرېښودلی دی. تېر کال يې ملي امنيت د طالبانو سره ټيليفوني اړيکې ثبت کړې وې، خو امريکايي بادارانو يې اجازه ورنکړه چې د دوی جاسوس ونيسي. دده پر جاسوسۍ سياف هم څه موده وړاندې په عام محضر کې شاهدي ورکړه، خو چا پرې غوږ هم ونه ګراوه. له دې ښکاري چې ښاغلی (!) مژده د امريکا د لومړۍ کرښې جاسوس دی، ځکه خو له سياف وروسته هيچا هم بيا ددې خبرې د يادولو جرئت ونکړ. وحيد مژده په خپلې پخوانۍ کاسې کې اوس ….. کوي، دده تبليغات اکثره حزب اسلامي پسې دي، هغه حزب اسلامي چې دی يې هم يو وخت غړی و، خو کله چې سياف ورسره د لږو ډېرو وعده وکړه، بيا يې پرېښوده، وروسته چې بيا رباني او مسعود له سياف هم لږې ډېرې ورته ومنلې، بيا يې نو سياف هم پرېښوده او يو څه موده يې د هغوی رباب ټنګولو… بالاخره د طالبانو سره شو. مژده صيب! تاسې د حزب سره، بيا د سياف سره او بالاخره د رباني سره د کوم معيار له مخې بيعت مات کړ؟! د مادياتو پرته بل هيڅ ځواب نشئ ورکولئ، ځکه په دې هر څوک پوهيږي چې هغه مهال په حزب کې لوړ معاش ۱۲۰۰ کلدارې و، خو بيا د سياف معاشونه نسبت دوی ته لوړ وو، بيا رباني او مسعود خو درته فوق العاده امتيازات منلي وو. اوس د قطر ډالرو درڅخه دا ټول هير کړي دي. مژده صيب! له دې ډېر په نور څه نه ارزې، ستا په څېر جاهلانو ته يوازې او يوازې سلام پکار دی، ځکه چې ستا په خلاف هره ليکنه باندې تا ته د امريکا له خوا امتيازات نور هم لوړيږي، خو ستا دې وروستيو چټياټو مې زړه راتنګ کړی و او غوښتنل مې چې د الله له خوا يو زيری هم درباندې وکړم: بَشِّرِ الْمُنافِقينَ بِأَنَّ لَهُمْ عَذاباً أَليماً ۱۳۸ سورة النسا مبارک دې شه.(دفدائی محاذ ویاندقاری حمزه)۱۳۹۴/۰۶/۰۵

Facebook Comments

POST A COMMENT.