نوي ياران او زاړه حريفان

څه موده وړاندې خبر شوو چې يو نوی، نا اشنا او عجيبه ايتلاف جوړيدونکی دی؛ داسې يو ايتلاف چې د پخوانيو ټولو ايتلافونو څخه بېل او بل ډول دی.

د خبريدو سره سم مو په دې اړه تحقيق پيل کړ، دې پايلې ته ورسيدو چې د ايران خبيث حکومت خپل دوه غلامان سره د مسلمانانو وژنې له پاره يو ځای کړي دي. اخترمحمد او محقق ته يې دنده سپارلې چې په زابل کې ميشتو مجاهدينو پر ضد سره يو لاس شي. دوی يې هم امر په ډېر درناوي منلی دی.

اخترمحمد ددې جګړې له پاره محبوب عزيزي، مطيع او پير آغا ګمارلي او محقق ورته حبيب باشي ورمعرفي کړی دی.

حبيب باشي د جاغوري ولسوالۍ له لارې خاک افغان ته خپلې مليشې رسولي دي، دې مليشو د اخترمحمد ټوپکيانو سره يوځای د خاک افغان او ارغنداب ولسواليو باندې بريدونه شروع کړي دي. تر دې دمه د مجاهدينو پنځه تور سرې او اته ماشومان شهيدان شوي او د اخترمحمد او محقق د مليشو نهه جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې دي.

د اخترمحمد څخه همدا تمه کیدای شوه ،.دی خو اوس ځان اميرالمؤمنين بولي، دده لکه چې دا نه دي په ياد چې امارت د يو ميلمه نه سپارلو له امله دومره ستره قرباني ورکړه. حکومت يې له لاسه ورکړ، خو يو مسلمان ميلمه يې دښمن ته تسليم نه کړ.

روانه جګړه او د ايران په واسطه د امريکا دا پروژه به محقق او اخترمحمد ته ډېره ګرانه تمامه شي، دوی به ددې تاوان د پرې کولو وس ونلري. ټول مجاهدين په دې کار سره سخت خواشيني دي او انشاالله ډېر ژر به يې انتقام واخلي.

د حق دلاري مجاهدینو او درونو مسلمانانو! د دولت وږی، د مجاهدینو قاتل،د مخدره موادو قاچاقبر د بهرنیو استخبارتو مامور،د مسلمانانو په منځ کي نفاق اچونکی او د شهیدانو دوینو سوداګر اختر محمد به درته ښکاره شوی وي چي د یوم مجاهد د نوم څخه یې ناوړه استفاده کړې ده او لا یی کوي. ایا اوس هم پټي سترګي د دې فاسد شخص قیادت مني او ملاتړ یی کوي؟!
۱۳۹۴/۰۸/۱۷

Facebook Comments

POST A COMMENT.