منافقانو او کافرانو لاپه ره په اسلام کی آیات او حدیث:

وَقَد نَزَّلَ عَلَیکُم فِی آلکِتَـٰبِ أَن إِذَا سَمِعتُم ءَایَـٰتِ آللهِ یُکفَرُ بِهَا وَیُستَهزَأُ بِهَا فَلَا تَقعُدُواْ مَعَهُم حَتَّیٰ یَخُو ضُواْ فِی حَدِیثٍ غَیرِهِ (ج) إِنَّکُم إِذًا مِـّثلُهُم إِنَّ آللهَ جَامِعُ آلمُنَـٰفِقِینَ وَآلکَـٰفِرِینَ فِی جَهَنَّمَ جَمِیعاً [۱۴۰] آلَّذِینَ یَتَرَبَّصُونَ بِکُم فَإِن کَانَ لَکُم فَتحٌ ظمِـّنَ آللهِ قَالُوٓاْ أَلَم نَکُن مَّعَکُم وَإِن کَانَ لِلکَـٰفِرِینَ نَصِیبٌ قَالُوٙاْ أَلَم نَستَحوِذ عَلَیکُم وَنَمنَکُم مِـّن آلمُؤمِنِینَ (ج) فَآللهُ یَحکُمُ بَینَکُم یَومَ آلقِیَـٰمَةِ وَلَن یَجعَلَ آللَهُ لِلکـٰفِرِینَ عَلَی آلمُؤمِنِینَ سَبِیلًا [۱۴۱]

ترجمه : [۱۴۰] او یقیناً چي پر تاسو باندي په کتاب کي دا نازل شوي چي کله واورئ د الله له آیتونو څخه انکار کیږي او یا ملنډي پري وهل کیږي ، نو تر هغه مه ورسره کښینئ چي له دي پر ته په بله خبره بوخت شي ، که نه نو تاسو به هم د دوي په څیر وئ ، یقیناً چي الله په دوزخ کي د ټولو منافقانو او کافرانو راغونډوونکی دئ . [۱۴۱]ـ همغه منافقان چي ستاسو په اړه منتظر دي ، که د الله له لوري مو کوم بری په برخه شوی وي ، نو وایي : آیا موږ درسره نه وو ؟ او که د کافرانو کوم څه په نصیب شوي وي ، نو وایي : آیا موږ درباندي بر لاسي نه وو او له مؤمنانو څخه مو ونه ژغورلئ ؟ نو الله به دقیامت په ورځ ستاسو تر منځ پریکړه کوي او الله به هیڅکله کافرانو ته پر مؤمنانو باندي دبرلاسي لاره ونه ټاکي .
تفصیل : (۱۴۰ـ۱۴۱) ـ الله تاسو ته امر کړی چي په داسي مجلس کي به نه کښینئ چي هلته د الله له احکامو او امرونه انکار کیږي ، د الله پر دین ملنډي وهل کیږي ، هلته داسي څه روان وي چۍ له دین څخه د انکار او پر دین باندي له تمسخر او استهزاء سرهمترادف وي ، څوک چي په دغسي مجلسونو کي برخه اخلي نو د قیامت په ورځ به ئي الله تعالی له دغو کافیرانو سره یو ځای حشر کوي .
له کافرانو سره به هغه منافقین یو ځای حشر کیږي چي د مسلمانانو د بریاوو په وخت کي د دوی خواته راځغلي ، له اسلام او مسلمانانو سره د اخلاص او ملګرتیا دعوا کوي او غواړي له دي حالت نه څه ګټه تر لاسه کړي ، خو که وضیعیت بدل شي او د اسلام دښمنان چیري بر لاسي شي ، وضعیت د دښمن په ګټه واوړي ، نو هغوی ته ورځفلي ، له هغوی سره خپله وفاداري او اخلاص اعلانوي ، هغوی ته وایي : موږ له هغو متعصبو او افراطي مسلمانانو څخه نه یو ، هسي خپلي سیمي حاکم ضعیت دي ته اړ کړي ووجي له هغوی سره یو ځای واوسیږو ، خواخوږي موتل له تاسو سره وه ، افکار او نظریات مو ستاسو په څیر دي ، مترقي او روشان فکره یو ، نه مذهبي تعصیب لرو او نه قومي ، له دواړو کر که لرو ، آزاد فکر لرو ، مه مو د مذهبي ډلو په لست کي نیسئ اومه د طنپالو او ملت پالو په ډله کي ، تل تاسو ته منتظر وو ، ستاسو بر یا مو غوښته او ستاسو په لاس د دغو افراطي عناصرو ماتي مو د ټولو کړاوونو د حل یوازی لاره ګڼله !!! که موږ ستاسو ملګري نه وی نو په جګړو کي به مو د دوي په ګڼه او ستاسو په خلاف برخه اخیستي وه ، په دي ښه توانیدلو ، خو هیځکله مو دا کار نه دئ کړي ، تل مو د دي هځه کړي چي ستاسو په ضد د دوي بریدونه شنډ کړو ، موږ هم کولی شی غرونو ته وخیژو او د مجاهدینو په خوا کي ستاسو په ضد وجنګیږو ، خو هیځکله مو دا غلطي نه ده کړي ، بر عکس تل مو د دوی مخنیوی کړی ، دا خبري یوازي د مدیني منوري د منافقینو خبري نه دي ، دقیامت تر ورځي به ټول منافقین دغه خبري تکراروي ، د مسلمانانو د بریاوو په وخت کي هم او د اسلام د دښمنانو دبرلاسي په وخت کي هم . دغه خبري د روسانو د تیري په وخت کي ډیرو وکړي او همدا خبري مو د امریکایانو د تیري په وخت کي له ډیرو واوریدي . بي شکه چي قرآن کریم معجزه ده او ویناوي ئي تر قیامته ژوندی او نه زړیدونکي .
د غو منافقینو د نفاق اصلي لاملونه دوه دي :
• په آخرت باور او ایمان نلري ، په اړه ئی په زړونو کي شک دئ چي الله به د قیامت په ورځ د مؤمنانو ، منافقینو او کافرانو په اړه فیصله کوي او هر چا ته به خپلو عملونو مناسبه سزا ورکوي .
• ګمان کوي چي د دښمن دا مؤقتي سلطه او بریا به دائمي وي .
الله تعالی د دوی په ځواب کي فرمایي : د قیامت د ورځي محاسبه حتمي ده ، د الله سنت دا نه دئ چي کافران به د تل لپاره پر مسلمانو بر لا سي وي ، دا لا رئي تړلي ده او هغوی ته ئي د داسي بر لاسی هیڅ ګودر نه دئ پریښی .
2013/10/16( د فدائی محاذ د ارشاد او تبلیغ ځانګه)

Facebook Comments

POST A COMMENT.