د افغانستان اسلامي تحریک فدايي محاذ

د امریکا کانګرس خپلو غلامانو قطري ملیشو مشرانو د عیاشۍ لپاره “۴۱” میلیونه ډالره بودیجه منظور کړې ده . ویل کیږي یاد “۴۱” میلیونه ډالره د اوسني قطري ملیشو طالب مشرانو د سفرونو، اوسیدنو، اړیکو، خوراک او نور مصارفو لپاره منظوره شوي. زموږ د معلوماتو له مخې شیر محمد عباس ستانکزی، چې د قطري ملیشو مخکښ غړی دی په یوه سفر، چې یوه اونۍ ئې دوام درلود په دا یوه اونۍکي ئې ۰۸ زره درهم مصرف کړي وو.

په قطر کې د مجاهد او طالب په نوم د امریکایانو غلامانو د کورنيو میاشتنی مصرف ۱۸ زره قطري درهم دي دا په داسي حال کي ده، چې اکثره ماښامنۍ دوي د خپلو ښځو او ماشومانو سره یو ځای په عصري هوټلونو او د قطر هیواد په پارکونو کي خوري د هرکور لپاره ئې نارینه او ښځينه خدمت ګاران په دنده ګومارل شوي دي دا جنابانو ته د موټرونو د تیلو د مصرف لپاره خاص کارتونه ورکړل شوي دي، چې څومره وغواړي هغومره تیل د خاص کارت په زریعه د خپلو تیز رفتاره او نوي ماډل موټرونو ته اچوي په افغانستان کې کشران طالبان د موټر سایکل په ۴۸ لیتره تیلو پوري حیران وي چې له کومه به ئې کوي.

 د قطر د دفتر عیاش طالب مشران د خپلو کشرانو په عزت، ناموس، سر او مال باندي داسي په چالاکۍ سودا شروع کړې، چی دا کاڼه، ړانده او ګونګ طالبان پرې هیڅ پوهیږي نه. طالبانو د روسیې په شمول د ټولې نړۍ له کفري او صلیبي دولتونو سره خپلې دوستانه اړیکي پیل کړي او د شهید امیرالمؤمنین ملا محمد عمرمجاهد اخوند د وخت له منهج څخه په انحراف یې د نړۍ له ټولو جهادي حرکتونو او مسلمانانو څخه برائت اعلان کړی. د امریکا او طالب استازو د سولي پروسې خبرو کې امریکا د طالب مشرانو څخه د تشناب کاغذ کار اخلي او د طالب کشرانو په خلاف ترې په فکري جګړه کې استفاده کوي، چي د طالب کشرانو نظریې، عقیدې او فکر یی د غرب په فکر او نظریو بدل کړ. د قطر د دفتر یوه غړي ملا خیرالله خیرخواه په وینا ))چې موږ په هيڅ هم نه یو خبر،چې کله مذاکرات پیليږي او کله درول کيږي دا ټولې پرېکړې د امریکایانو له لوري تر سره کيږي کله ،چې موږ د مذاکراتو په نوم غونډه کې ګډون کوو اصلاً د خبرو اجنډا معلومه نه وي او نه ئې هدف مشخص وي غونډه جوړه شي موږ ورغوښتل شوو څه ناڅه خبري وشي په خورا، څښاک او خنداګانو باندي مجلس پای ته ورسيږي کله، چې بهر راووزو نو پر رسنیو تازه خبرونه واورو، چې نن په مذکراتو کې پر دا دا مضوعاتو خبري وشوې یعني دا هرڅه د امریکایانو له لوري لیکل شوي او رسنیو ته وړاندي شوي وي موږ ئې صرف تائيد وکړو او بس((.

  یو ځل بیا پر کشرانو مجاهدینو طالبانو باندي غږ کوو!! تاسو لږ فکر وکړئ ستاسو د سنګر د هغه مجاهدینو اولادونه، چې پلرونه ئې ستاسو پر وړاندي په شهادت ورسیدل د هغو یتیمانو حال څنګه دی ستاسو هغه په زولنو تړلي وروڼه، چې دکفارو په جیل خانو پلچرخي او بګرام وحشي زندانونو  کې د وحشت شپې تیروي د هغوئ داولادونه څه حال دی ایا دا مسلمانان نه دي ایا دا مجاهدین نه دي؟ ولي دوي د کفارو یا د کابل ادارې د نیول شوي عسکرو سره نه تبادله کيږي ولي د رهبرانو زامن او وروڼه د بندیانو سره په تبادله کي خوشي کیږي او بیا د حوصا ژوند تیرولو لپاره د کورنيو سره بهرني هیوادونو ته انتقالیږي؟ تاسو فکر وکړئ د قطري ملیشو او نورو مشرانو زامن د بهرني هیوادونو په لوړو پوهنتونو کې لوړې زده کړي کوي او يا هم د اماراتو او قطر هیوادونو کې تجارتونو لري؛ خو د شهید مجاهد او یا په سنګر کې د جنګیدونکي مجاهد زوي پر څه حال دی؟؟ اې په سنګر کې پروت ناخبره اشنا!! د الله په خاطر تر کومه به داسي غافله یاست تر کومه به ستاسو په سر سودا کيږي اخر تر څه وخته به تاسو د نویارک د دفاع لپاره جنګيږي تر کومي ورځي به د قطري ملیشو د عیاشي سبب ګرځي هیله ده لږ رابيداره شي لږ د فکر څخه کار واخلئ لږ پوښتنه وکړئ، چې د پردې تر شاه څه تیریږي او ستاسو پر سر کومې سوداوې او لوبې رواني دي؟

                                                                                                                   د افغانستان اسلامي تحریک                                                                                                               فدايي محاذ

                 …۴۱۱۴۴۱۴۴۱

Facebook Comments

POST A COMMENT.