بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ ١

وَلَن تَرۡضَىٰ عَنكَ ٱلۡيَهُودُ وَلَا ٱلنَّصَٰرَىٰ حَتَّىٰ تَتَّبِعَ
مِلَّتَهُمۡۗ قُلۡ إِنَّ هُدَى ٱللَّهِ هُوَ ٱلۡهُدَىٰۗ وَلَئِنِ
ٱتَّبَعۡتَ أَهۡوَآءَهُم بَعۡدَ ٱلَّذِي جَآءَكَ مِنَ ٱلۡعِلۡمِ مَا
لَكَ مِنَ ٱللَّهِ مِن وَلِيّٖ وَلَا نَصِيرٍ ١٢٠

گرانو هېوادوالو!
د ايمان او عزت سنگرونو مدافعينو!وروڼو او خويندو!
السلام عليكم و رحمة الله و بركاته!
تاسو ټولو ته د كمكي اختر د رارسېدو په مناسبت مباركي وايم، الله تعالى
دي ستاسو طاعات، عبادات او دعاگاني قبولي او د يوه واقعي اسلامي حكومت په
راتلو سره دي ستاسو نېكي هيلي ترسره كړي، د مؤمنو مجاهدينو سپېڅلي
جهادونه او سرښندني دي قبولي او د شهيدانو درجې دي لوړي كړي، الله تعالى
دي د اسلام كورني او بهرني دښمنان له لا زياتي ماتي او ذلت سره مخامخ
كړي، او زموږ راتلونكي اخترونه دي په داسي حال كي راولي چي هېواد مو آزاد
وي، ټول اشغالگر ځواكونه وتلي وي او په آزاد او خپلواك افغانستان كي د
مجاهدينو په لاس د افغان ولس د خوښي اسلامي حكومت قائم شوى وي. ان شاء
الله دا ستره او سپېڅلې هيله به ترسره كېږي، امريكايان او انگرېزان به د
خپلو روسي ملگرو په څېر زموږ له هېواده وځي او د شوروي اتحاد په برخليك
به اخته كېږي، د دې نښي راڅرگنده شوې دي او ان شاء الله رارسېدا ئې لري
نه ده. د دې ورځي د رارسېدو په هيله او لدې فرصت په استفادې سره غواړم
ټولو هيوادوالو، مجاهدينو خويندو او وروڼو ته څو اړين موضوعات واضح کړم :
تاسو بايد ډاډه اوسئ چي د الله تعالى نصرت او د بشپړي فتحي ورځ
رانژدې شوې، د كابل مفسد او كرغېړن امريكايي نظام شړېدلى، اشغالگران د
جنگ له دوام او گټلو مأيوس شوي، ځاني او مالي تلفات ئې هغي كچي ته رسېدلي
چي مزيد زغمل ئې ورته گران شوي، سپينه ماڼۍ د خپل ولس تر جدي فشار لاندي
ده او له افغانستان د عاجل وتلو مطالبه ترې كوي، د ناټو غړي د خلکو دې
پوښتني ته د منلو وړ ځواب نه لري چي موږ ولي هلته جنگيږو او تر ننه مو له
دې جگړي له تابوتونو پرته بل څه ترلاسه كړي دې؟ اوږده جنگ امريكا او
اروپا له سخت مالي او سياسي بحرانونو سره مخامخ كړي، هيڅ لاسته راوړنه نه لري.
امريکاه او متحدينو ته ئې تر لمر روښانه ده، چې د افغان غيرتي اولس څخه
جکړه ګټل نا ممکنه ده اوس نو غواړي د سولې په نوم د باشهامته افغانانو
غيرتونه او فداکارياني و پلېري په ميليونونو ډالر ئې تش د سولې په نوم
خاورې کړي دي  خو نتيجه ئې هيڅ هم په لاس نه ده ورغلې او په خپله دې هڅه
کې هم ناکام پاته دي لا تر اوسه خپلې دغې ناکامې هڅې ته دوام ورکوي تر څو
افغانان د خپل ستر هدف او فرضي عمل جهاد کولو څخه منع کړي،ان شاءالله  د
دوي به دا هيله لکه نورې هيلي هيله پاته شي ځکه ټول مسلمانان د دوي په چل
او فريب ښه پوهيږي او په ديني ارشاداتو کې مسلمانانو ته ويل شوي دي، چې
کفار هيڅ کله هم د مسلمانانو دوستان نه شي کيدلای. لکه څرنګه چې الله جل جلاله فرمايلي دي :

(وَلَن تَرۡضَىٰ عَنكَ ٱلۡيَهُودُ وَلَا ٱلنَّصَٰرَىٰ حَتَّىٰ تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمۡۗ قُلۡ إِنَّ هُدَى ٱللَّهِ هُوَ ٱلۡهُدَىٰۗ وَلَئِنِ ٱتَّبَعۡتَ أَهۡوَآءَهُم بَعۡدَ ٱلَّذِي جَآءَكَ
مِنَ ٱلۡعِلۡمِ مَا لَكَ مِنَ ٱللَّهِ مِن وَلِيّٖ وَلَا نَصِيرٍ )١٢٠
ژباړه: يهوديان او عيسويان به هيڅ کله له تا څخه خوشحاله نه شي، تر څو ته
د هغوي په لاره (دين) لاړ نه شې. دوي ته په کلکه ووايه، چې سمه لاره
يواځي همغه ده چې الله ښودلې ده  او که ته له هغه علم څخه وروسته چې
درکړل شوی دی د هغو په خواهشاتو پسې لاړ شې نو ستا هيڅ دوست او مرستندوی
نشته چې له الله له نيونې څخه دي وژغوري.
تاسو ته ښه معالومه ده، چې ځيني قدرت طلبه او ضعيف ايمان درلودنکو کسانو
د کفار له لورې د سولې په نوم تسليمۍ ته لبيک ويلي ځينو ئې په غاړه کې
دغلامۍ کړۍ اچولي او ځينې ئې اراده لري چې ډېر ژر د کفارو په لمن کې
ځانونه واچوي او تسليم شي. د ماليزيا،ترکيې، او نورو اروپايي هيوادونو کې
د ځينې تش په نوم مجاهدينو ناستې دا روښانه کوي، چې دوي هم تسليمۍ ته
اماده دي، غواړي چې د کفارو په جال کې په قصدي ډول ځانونه بند کړي او د
سلګونه شهيدانو،فدايانو او مجاهدينو د وينو سودا د کفارو سره وکړي .
•    امريكايانو د مقاومت د ځپلو لپاره له هيڅ جنايت څخه ډډه ونه كړه،
كله ئې په كليو، كورونو، د خلكو د غم او ښادۍ په غونډو بمونه او راكټونه
وورول، كله ئې په جوماتونو، مدرسو، مكتبونو، ښارونو او د خلكو د گڼه گوڼي
په ځايونو كي چاودني وكړې، كله ئې  مجاهدين ترور كړل ، هر لوري ته ئې لاس
وغزولو او هر جنايت او ذليل او وحشيانه عمل ته ئې ملا وتړله خو هيڅ څه ئې
ترلاسه نكړل، زموږ مؤمن او هوښيار ولس ښه پوهېږي چي دا كارونه ټول د دښمن
له لوري دي، چي يا ئې مخامخ په خپله كوي، يا ئې د كابل په امنيتي ځواكونو
كي د خپلو جاسوسانو په لاس او يا ئې د مجاهدينو په ليكو كي د خپلو ذليلو
مزدورانو په لاس. دا او دې ته ورته كارونه د سي آى اې په وينا او د ملي
امنيت رياست  له لوري ترسره كېږي.
•    دا يو څرگند حقيقت دئ چي سوله او امنيت يوازي هغه مهال راتلى شي او
جگړه پاى ته رسېدى شي چي بهرني ځواكونه ووځي، د افغانستان په كورنيو چارو
كي د بهرنيو لاسوهني متوقفي شي، افغانان پرېښودل شي چي خپلي ستونزي په
خپله حل كړي، د خپلي خوښي نظام او د اعتماد وړ صالح مشران غوره كړي، څوك
چي گمان كوي د بهرنيو ځواكونو په شتون كي به جگړه پاى ته ورسېږي؛ سخته اشتباه كوي.
•    غرب د اسلامي امت له راويښېدو وېرېدلى، دا ويښتيا او پايلي ئې د
خپلو استعماري گټو لپاره ستر گواښ گڼي، د همدې لپاره ئې هغه عراق وځپلو
چي د اسرائيلو په وړاندي ئې ستر گواښ گڼلو، په دريو برخو ئې د وېشلو هڅه
كوي،  سودان ئې د جگړي د ختمولو په بهانه ووېشلو خو جگړه لاروانه ده،
ليبيا ئې وځپله او د تجزيې لپاره ئې هڅي كوي، په سوريه كي غواړي د ليبيا
تجربه تكرار شي، پر افغانستان او عراق د بريد او بيا د اشغال په لومړيو
كي ئې د ايران د دريځ ستاينه كوله او د بن په غونډي كي ئې شريك كړ خو اوس
ئې د اتمي وسلو جوړولو په تور تر گواښونو لاندي نيولى، په برما كي ئې د
مسلمانانو عام وژنه پيل كړې، په مصر كي ئې د منتخب حكومت په ضد د فوځي
كودتا منصوبه پلې كړه، په تش لاسو لاريون كوونكو د مصري فوځ د وحشيانه
بريدونو او په سلگونو مصريان په خپلو وينو كي رغړولو مرسته او حمايت كوي،
په تونس كي ئې هم دې ته ورته لوبه پيل كړې
•    زموږ ملت پرديو ته د تسليمېدو پېغور نه مني، پر خپل ايمان، عزت او
خپلواكۍ سودا نه كوي، تر غلامۍ عزتمن مرگ او د الله په لار كي شهادت سل
ځله غوره گڼي، زموږ غيرتي ولس له هغه چا كركه لري چي پرديو ته ئې د ذلت
سر ټيټ كړى، د غلامۍ كړۍ ئې په خپلي غاړي كي اچولې، له يرغلگرو سره ئې
ملگرتيا كړې، هغوى ته ئې پر خپل هېواد د بريد بلنه وركړې، د هغوى تر
قومندې لاندي د خپل ولس په ضد جنگېدلى، زموږ ځلانده تاريخ تل داسي
كرغېړني څېرې غندلې او زموږ ولس د هغوى څلي په ډبر ويشتلي.
هغه کسانوته مې پيغام دادي، چې د سولې په نوم تېر وتي دي او يا تېر وزي
اوس هم ناوخته نه دی ، الله جل جلاله ته توبه وباسي او د خپل مؤمن غيرتي
ولس څخه بخښنه وغواړي او راسئ بېرته خپلو سنګرونو ته د خپلو مجاهدينو
وروڼه سره يو ځای بېرته مقدس جهاد پيل کړئ ان شاءالله ،چې برۍ نژدې دی
کفار او ظالمان نور په ګونډو شووي دي پوره ماتې ته ئې د ګوتو په شمار شپې
پاته دي د سولې په نوم د تسلمۍ څخه ځانونه وژغورئ او د غلامۍ کړۍ غاړو ته
مه اچوئ. هيله ده مهربان الله جل جلاله به مو توبه قبوله کړي او مجاهدين
به هم بخښنه درته وکړي همدا مو د بريا او خلاصون لاره ده .
د کابل د مفسد،غلام او بې واکه دولت مشر چې د اوربند اعلان کړی دا صرف د
رسنيو لپاره دخبر يوه سوژه ده او بس ځکه باداران ئې (امريکاه او متحدين
ئې) د خپل غلام په خوله اوربند نه کوي، مونږ تش په نوم اوربند  چې د
سلګونو مجاهدينو او عام ولس دقربانۍ په بيه راته تماميږي نه منو پر
مجاهدينو غږ کوم، چې خپل سنګرونه ټينګ وساتي او دښمن چې په هر ډول کيږي
له منځه يوسي خپل اهداف مه پرېږدئ او خپل مقدس جهاد ته ادامه ورکړئ  د
مفسد دولت چارواکې خپل سري او خپلواک نه  دي چې اوربند اعلان کړي او په
خپله کړې خبره تر پايه پاته شي دا هم د اصلي دښمن يو چال دی تر څو
مجاهدين په نښنه کړي او په اسانۍ سره خپلو شومو اهدافو ته ورسيږي .
مجاهدينو ته توصيه كوم چي خپله ټوله توجه اصلي دښمن ته واړوئ. په نورو
نښتو كي ځان مه مصروفوئ، كله چي د خپل ټوپك په شاجور كي مرمۍ اچوئ نو نيت
او قصد مو بايد دا وي چي دا به يوازي د اصلي دښمن په سر او سينه كي تشوم،
هغه كسان په خپلو ليكو كي مه پرېږدئ چي خلك ځوروي، اسلامي اخلاق نه لري،
اسلامي اصول نه مراعاتوي، د مجاهدينو تر منځ اختلافات او لانجې راولاړوي،
د مجاهدينو د يووالي مخه نيسي، وروڼه قومونه سره جنگوي، د قومي او ژبني
اختلافاتو فتنو ته لمن وهي، دوى يا د دښمن له خوا گمارل شوي منافقين دي
او يا هغه چي په لاشعوري توگه د دښمن په گټه كار كوي، هغه چا ته د يوه
مجاهد په سترگه مه گورئ چي د اصلي دښمن د جنگي ځواك د ځپلو پر ځاى نوري
موخي لري، له داسي چاودنو ډډه وكړئ چي عام ولس ته په كي زيان رسي، د دولت
ملكي مامورين، ښوونكي، ملايان، انجنيران، ډاكټران او نور غير محارب كسان
مه وژنئ، له خلكو په زور عشر او زكات مه اخلئ، عشر او زكات د اسلامي
حكومت له لوري او له هغو خلكو اخيستل كېږي چي امنيت ئې اسلامي حكومت
تأمينوي.
عمر بن خطاب
افغانستان
۱۳۹۷ کوچنی اختر

Facebook Comments

POST A COMMENT.