اعلاميه!!! اسلامي دولت ته د ملا اخترمحمد منصور د ليک په غبرګون

اسلامي دولت ته د ملا اخترمحمد منصور د ليک په غبرګون

څو ورځې وړاندې د ملا اختر محمد منصور له لورې د اسلامي دولت مشر ابوبکر البغدادي په نوم رسنيو ته يو پرانيستی ليک ليږل شوی و.

په ليک کې يې د اسلامي دولت ډلې ته اخطار ورکړی و او په افغانستان کې يې د موازي ډلو له جوړېدو څخه منع کړي وو. شايد چې اسلامي دولت د دوی ليک ته هيڅ ارزښت هم ورنکړي، ځکه چې اسلامي دولت ته د دوی ليک داسې مثال لري لکه چې ميږی زمري ته برګ برګ شي.

په هر حال له دې تيريږو چې اسلامي دولت به د دوی ليک ته اعتنا وکړي او که نه، زموږ اصلي موضوع داده چې دا ليک د يوې ډلې CIA جاسوسانو چې مشري يې ملا اختر محمد منصور کوي له خوا ليکل شوی دی. اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد له صحنې ويستل شوی دی، ډېره موده شوې چې هيڅ څوک هم ورسره اړيکې نه لري. همدا ډله ده چې د CIA په خوښه له مجاهدينو يې په پټه ځای ځای مذاکرات پيل کړي دي او د مجاهدينو د سرونو سودا کله په دوبۍ، کله په ناروې، کله په قطر او کله په چين کې کوي.

په قطر کې د CIA په مرسته د دفتر له جوړيدو وروسته امير المؤمنين ملا محمد عمر مجاهد له صحنې ويستل شوی، ددې کار ستر لامل دا و چې اميرالمؤمنين ددې ذليلو مذاکراتو او د غلامۍ دفتر مخالف و، د قطر له دفتر وروسته ټول کارونه ملا اختر محمد منصور د امير المؤمنين په نوم پر مخ بيايي.

فدايي محاذ يوازينۍ منسجمه ډله ده چې د اميرالمؤمنين د سپيڅلي فکر رښتيني لارويان دي، ځکه خو يې CIAاو د دوی جاسوسان خپل اصلي دښمنان ګڼي.

که دوی دا دعوه کوي چې ددې ليک سره اميرالمؤمنين ملامحمد عمر مجاهد موافق دی او يا هم امير المومنين د دوی د اوسنيو مذاکراتو ملاتړ څه حتی تاييد هم کوي، نو د روانو حالاتو په اړه دې د امير المومنین يو غږيز پيغام رسنيو ته وليږي.

فدايي محاذ د ملا اختر محمد منصور په شمول د اوسنيو طالب مشرانو او CIA تر منځ د اړيکو مؤثق اسناد لري او هر وخت دې ته چمتو دی چې رسنيو ته يې وسپاري، د يادونې وړ ده چې د فدايي محاذ يو وفد د يادو اسنادو سره يوځای د اسلامي دولت مشر ابوبکر البغدادي حضور ته تللی دی.

قاري حمزه

د فدايي محاذ وياند
۰۷/۹/۱۴۳۶هـ ق

هـ ش ــ  ۰۳/۴/۱۳۹۴
م2015/6/24

 

Facebook Comments

POST A COMMENT.