دلوي اختر پـه منـاسبـت دافغـانسـتان داسـلامـي تحـريـک فـدائـې محــاذ دعاليـقـدرآميـر عمـرخـطاب حفظـه اللـه دمبـارکـې پيـغـام

بسـم اللـه الـرحمن الـرحيـم *

یاایهاالنبی جاهدالکفاروالمنافقین واغلظ علیهم ومأواهم جهنم وبﺉس المصیر))

سورت التوبه 73آیت سورت التحریم 9آیت) )

ويـاړمنـو هيـوادوالـو ،

دګونډوشوي استعمـار پـه وړانـدي دګـرمـو سنـګرو مجـاهـدينـو ،

وروڼـو او خـوينـدو ،  السـلام عليـکم ورحمـة الله وبـرکـاتـه !

لوي اختـر مـومبـارک شـه ، عبـادات او دپـرور دګـار پـه وړانـدي ويـاړمنـه بنـدګـي او قرباني مـوقبـولـي شـه ، که پردي خوښ يـم چـي لوي اختـر پداسي حال کي لمـانځـو چـي دوخت نه ماتيدونکې صليبي يرغلګردمغروري امريکا په مشرۍ دتيښتي او دآمان په لټه شيبي شماري خو پردي تاءسف کوم چې لامـو دهيـواد دقـدرت پـه ګـدي لاسپـوڅـي زاغـان نـاسـت دي ، لامـو خـوينـدي او وروڼـه دصليبيـانـو اود هغـوي دايمان پلورو پـه تـورو جهنمي زنـدانـو کـي پراته دي ، لامـو دهيـواد پـه هـر ګـوټ کـي ديتـيم چيغـي اود تـورسـرو مينـدو زړه بـوګنـونکـي فـريـادونـه دي .

غـواړم لـه فرصت نـه پـه استفـادي دوروستيو تحولاتو  په اړه وضاحت اوپه ضمن کي دمکار دښمن په دسيسو اودجګړي په نوي رنګ رڼا واچوم .

 داخلـي کـاسـه پـاکـو او داسـلام تـربيـرغ نـه پـه استفـادي ايمـان پلـورونکيـو ايجنټـانـو تـه وړانـدي کـړم .

ګرانوهيوادوالو : داچې يرغلګـر صليبي فوځونه دخپل يرغال په ۱۹ کلونو دخپل ټول ځواک اووحشت په استعمال سره ونه توانيدلي چې سرلوړۍ افغانان دخپل اسارت په لومو کې راګيرکړي نوامريکايانو په خپل ټول توان دسيمي په لري اونژدي هيوادو دنفوذ او فشار په  استعمال سره جګړۍ ته دنوي بڼي اوتکتيک لالهاندي هڅي پيل کړي ترڅو خپله له جګړي په څنګ اوافغانان يوي نوي خپلمنځي جګړي ته ورګذارکړي ، هغوي يوطرف تـه دخپلي نړيوالۍ ابرو اوبل طرف ته دخپلو شومو اهدافو اولاس ته راوړنو دحفظ اومراقبت په لټه کې دي ، هغوي دوخت حالاتو ديته اړکړي ترڅو بي تفاوته و ګڼي چې پرون يې خپل اهداف دتور او نن يې دسپين زاغ ترحاکميت لاندي تاءمينيږي .

مومنو هيوادوالو : دامريکايې ايجنټ خليلزاد او قطري مليشو ترمابين متواتري ناستي دسولۍ په نامه هغه څه دي چې له تودو جګړو سيوا دسولۍ طمعه نشي تري کيدلي دواړه طرفونه ديو نوي بزنس دشروع کيدو او ديونوي چوکاټ درامنځ ته کيدو په لټه دي ، باورمنديم چې ملت به ددوي دخپلمنځي جوړشوي ميکانيزم نتايج ژروويني په کوم چې دواړه خواوي لالهانده بوختي دي .

مونږ يوځل بيا خارجيانو اوخليلزادصيب ته يادونه کوه چې افغانان به تر روستي نظامي عسکر پوري تاسې سره جګړۍ ته دوام ورکړي له واقعي اسلامي نظام اوله سرلوړۍ خپلواک هيواد نه به په بل څه راضي نشي ، مـه غـواړي چـي روانـه جګـړه او غميـزه طـولانـي شـي ، مـه  غـواړي چـي دامـظلـوم اولـس نـورهـم دبـارود پـه لمبـو کـي وسـوزي ، روانه جګړه تاسي دهيڅ تکتيک په بدلولو سره نشي ګټلي ، ماتي مو حتمي ده انشاءالله

پاي کې يوځل بياټولو ـواد  مومنو هيوادوالو اومجاهدينو ته دلوي اخترمبارکي وايم اوډاډ درکوم چـي انشـاءاللـه سـتاسـي وينـي او کـړاونـه بـه حـدر نـه ځـي ژرده چـي پـه يـوه خپلـواک او ازآد هيـواد کـي بـه دسـولـي او ارآمـي سـاه واخلـو ، هيڅـوک نشـي کـولـي چـي ستـاسـو پـه وينـو او آهـونـو کـرغيـړنـه سـودا اوکـړي ، تـرهغـي بـه له سنګـرو پـورتـه نشـو تـرڅـو چـي ستـاسـو دخـوښي اسـلامـي نـظام نـوي راغلـي ، هـو انشـاء اللـه !

عمـرخـطاب

 افغـانسـتان اسلامیتـحریک فـدائي مـحاذ

۱۳۹۸/۵/۲۰

Facebook Comments

POST A COMMENT.