د افغانستان داسلامی تحریک فدائی محاذ اعلامیه:

په ډیره خواشینی سره مو خبر تر لاسه کړ چی نن مو د ستورو له قطار څخه یوبل ځلیدونکی ستوری پریوت، دافغانستان د وتلي جهادي اوعلمي شخصیت محترم مولوي جلال الدین حقاني صاحب حفظه الله مشرزوی (ډاکټرنصیرالدین حقاني تقبله الله)د دښمن په یو ترورستي بریدکې په شهادت ورسید، او دشهیدانو له کاروان سره یوځای شو،روح دی ښاد وی او په جنت الفردوس کی ورته د لوړو ماڼو غوښتونکی یو، د افغانستان داسلامی تحریک فدائی محاذ د ډاکټرنصیرالدین حقاني رحمه الله دشهادت له امله د نوموړي کورنی او ټولی اسلامی نړی ته دتعذیت او تسلیت مراتب وړاندې کوی، او له ستر څښتن تعالی څخه ورته دجمیل صبرغوښتونکی یو.
انالله واناالیه راجعون.
۱۴۳۵/۱/۹هـ ق
۱۳۹۲/۸/۲۱هـ ش ــ 2013/11/12م

Facebook Comments

POST A COMMENT.