د کوچني اختر په مناسبت، د فدائي محاذ د امیر عمر خطاب پیغام.

بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ ١

إِذَا جَآءَكَ ٱلۡمُنَٰفِقُونَ قَالُواْ نَشۡهَدُ إِنَّكَ لَرَسُولُ ٱللَّهِۗ وَٱللَّهُ يَعۡلَمُ إِنَّكَ لَرَسُولُهُۥ وَٱللَّهُ يَشۡهَدُ إِنَّ ٱلۡمُنَٰفِقِينَ لَكَٰذِبُونَ ١

اې پیغمبره (صلی الله علیه وسلم) کله چې دغه منافقان تاته راځي،نو وايي موږ شاهدي وایو چې ته په یقیني توګه دالله پيغمبر يې هو،الله پوهيږي چې ته هرومرو دهغه پيغمبر يې،خو الله شاهدي وايي چې دغه منافقان بیخي درواغجن دي.

گرانو هېوادوالو!

د ايمان او عزت سنگرونو مدافعينو، وروڼو او خويندو

                                                   السلام عليكم و رحمة الله و بركاته  !

تاسو ټولو ته د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت مباركي وايم، الله تعالی دي ستاسو طاعات، عبادات او دعاگاني قبولي او د يوه واقعي اسلامي حكومت په راتلو سره دي ستاسو نېكي هيلي ترسره كړي، د مؤمنو مجاهدينو سپېڅلي جهادونه او سرښندني دي قبولي او د شهيدانو درجې دي لوړي كړي، الله تعالى دي د اسلام كورني او بهرني دښمنان له لا زياتي ماتي او ذلت سره مخامخ كړي، او زموږ راتلونكي اخترونه دي په داسي حال كي راولي چي هېواد مو آزاد وي، ټول اشغالگر ځواكونه وتلي وي او په آزاد او خپلواك افغانستان كي د ريښتينو مسلمانانو او مجاهدينو په لاس د افغان ولس د خوښي اسلامي حكومت قائم شوى وي. ان شاءالله دا ستره او سپېڅلې هيله به ترسره كېږي، امريكايان او انگرېزان به د خپلو روسي ملگرو په څېر زموږ له هېواده وځي او د شوروي اتحاد په برخليك به اخته كېږي، د دې نښي راڅرگنده شوې دي او ان شاء الله رارسېدا ئې لري نه ده. د دې ورځي د رارسېدو په هيله او لدې فرصت په استفادې سره غواړم

ټولو هيوادوالو، مجاهدينو خويندو او وروڼو ته څو اړين موضوعات واضح کړم :

امريکاه او متحدينو ته ئې تر لمر روښانه ده، چې د افغان غيرتي اولس څخه جکړه ګټل نا ممکنه ده اوس نو غواړي د سولې په نوم د باشهامته افغانانو غيرتونه او فداکارياني و پلېري په ميليونونو ډالر ئې تش د سولې په نوم خاورې کړي دي  خو نتيجه ئې هيڅ هم په لاس نه ده ورغلې او په خپله دې هڅه کې هم ناکام پاته دي. خو په افسوس سره باید ووایم چې د قدرت،دولت او چوکۍ په شوق ړانده ځیني هغه مسلمانان  ئې پلېرلي دي، چې د دونیا شوق ړانده کړي دي او حق په خپلو سترګو نه شي ليدلی که يې ویني هم خو منلو ته ئې ځکه تیار نه دي, چې د دوي شخصي ګټي په خطر کې لويږي دا ډول کسانو خپل غیرت فیداکاریاني او جهادونو پلېرلي دي د داسي خلګو تر قیادت لاندي جګړه کول حلاکت دی یواځي د قدرت چوکۍ او پیسو لپاره جګړه ده. دې جګړې ته د جهاد نوم ور کول لویه ګناه او د اسلام مقدس دين سره ستره جفاء ده .

د هيبة الله تر مشرئ لاندي په ډالرو مست او د اشغالګرو امریکایانو په لاس رانيول شوي اشخاص ټول افغان ملت او د نړۍ مسلمانانو ته ښه معلوم دي،چې د خپلو شهیدانو د وینو په بدل کې ئې د قطر هیواد ماڼیو ته ځانونه ورسول نور د دوي تر امر لاندي جنګ کول معض تجارت دی او بس.

کوم مجاهدین چې د جهاد د فرضيې د ادا کولو په نیت د قطري ملیشو او هيبة الله له ډلې سره ملګرتیا کوي هغوي دي په دې پوه شي، چې د جهاد تر سپيڅلي نامه لاندي د ستري ګناه مرتکب دي ځکه د كابل مفسد او كرغېړن امريكايي نظام ته هم د اشغالګرو امریکایانو له لوري پیسې او اهداف ور کول کيږي او قطري ملیشو ته هم د امریکایانو له لوري اهداف او پیسې ور کول کيږي بيلګې ئې ډيري دي خو په دا ورستیو کې د القاعده او نور هغه بهرني  مجاهیدینو سره چې د اشغالګرې امریکاه په تور لیست په لومړي سرکې قرار لري د هيبة الله  ډلې د هغه سپېڅول مجاهدینو په شهادت رسول دي، چې د افغانستان په یوه ولایت کې هم  د دوي له شره په امن کې نه دي پاته.

بله بېلګه ئې د جهاد او اسلام د نوم بدول دي. قطري ملیشو په ډير سپین سترګۍ سره د اسلام او جهاد پر ټول احکامو پښه کېښوده او د کفارو ستره هیله، چې هغه د اسلام او جهاد د نوم بدول دي پوره کړه کفارو که هر څومره کوشش او هڅه کړې وای خپله دا هيله به ئې هيڅ کله هم پوره کړې نه وای، چې په نړۍ کې د جهاد او اسلام نوم بدکړي دا ستر ارمان د مسلمان او مجاهد په جامه کې پټو منافقینو ور پوره کړ. قطري ملیشو د ټولو اسلامي او افغاني کلتور پر خلاف په بهرنيو هیوادونو کې داسي غونډې جوړې کړې، چې يواځي او يواځي د جهاد او اسلام بد انځور خلګو ته ښکاره کول دي په یادو غونډو کې دهغه کسانوسره مجلسونه دایر شوي دي، چې څه کم درې لسېزي کيږي چې لاسونه ئې د مسلمانانو او افغانانو په وینو سره دي. د بین الفغاني مذاکراتو په مجلسونو کې د افغانانو قاتلین د اسلام او افغانانو دښمنانو سره د اشغال پر دوام خبري شوي دي د بین الفغاني ټيم په غړو کې کمونیستان،سیکولران، د بهرنیو هیوادونو جاسوسان، د اسلامي تحريک سر سخته دښمنان، غله، خاینین او داسي خلګ هم پکښي کې دي، چې په تذکره کې د افغان او اسلام کلمه درج کولو سره هم مخالفت کوي؛ خو قطري میلیشې یاد کسان د افغانستان روحاني،جهادي او مخور شخصيتونه بولي چې همدا کسان څو کالونه وړاندي هم د دوي په نظر د کفارو غلامان وه د اسلام او افغانستان دښمنان وه خو نن د قطري ملیشو په وينا ريښتيني مسلمانان او ريښتني افغانان هم دوي دي.

که تير تاریخ ته نظر وکړو د روسانو په مقابل کې افغانانو مقدس جهاد وکړ نه یواځي افغانستان بلکې نړۍ ئې د کمونیزم له ښامار څخه وژوغورل د هغه مهال جهاد کې هم په میلیونونو افغانان په شهادت ورسیدل، په لکونو افغانانو خپل کورونه او ځایونه پرېښودل او مهاجر شول د روسانو او دهغوي د لاس پوڅو زندانونه په افغانانو  ډک شول خو بیا هم د الله جل جلاله په نصرت او افغانانو د جهاد برکت وو، چې روسانو په افغانستان کې ماته وخوړل افغانستان او ټوله نړۍ د کمونیزم له ظالم او جابر نظام څخه نجات وموند په هغه وخت کې هم د دولت او دونیا تږيو د کفارو سره لاس په لاس شول د قدرت او چوکي لپاره ئې د میلیونونو شهیدانو د وینو سودا وکړه او د روسانو سره په یوه میز کښېناستل. تیر تاریخ بیا ځل تکرار شو؛ خو په لږ توپیر، د روسانو په مقابل کې د مقدس جهاد د کامیابی وروسته ځينو قدرت طلبه اشخاصو د غلامۍ کړۍ په غاړه کې واچولې او د روسي چارواکو سره په کریملن  مانۍ کې کېناستل خو دا ځل تر وخت له مخه یعني زمونږ ګران افغانستان اشغال دی د کفارو هر ډول ظلمونه پر افغان اولس روان دي خو همدا قدرت طلبه او د چوکۍ غوښتوونکو ځانونو را ښکاره کړل او ځانونه ئې د کفارو غلامان جوړ کړل لکه څرنګه، چې په هغه وخت دظالمانو،غلو، زناکارانو لوطیانو او دکفارو غلامانو څخه د افغانانو د نجات او په افغانستان کې د اسلامي حکومت د رامنځ کولو لپاره د شهید ملا محمد عمر مجاهد اخوند په مشرۍ د افغانستان اسلامي تحريک را منځته شو د ټولو افغانانو مړې هیلې او ارمانونه ئې بیا راژوندي کړل.په  همدا ډول یوڅل بیا ټول ريښتیني مجاهدین هغه که بهرني مجاهدین دي  او که افغان مجاهدین دي سره یو لاس شوي او د هر ظالم، منافق، جابر او د شهیدانو د وینو خرڅوونکو په مقابل کي ولاړ دي او خپل مقدس جهاد ته دوام ورکوي. تاسو بايد ډاډه اوسئ چي د الله تعالى نصرت او د بشپړي فتحي ورځ رانژدې شوې ده ټول کفار، منافقین او د هغوي غلامان به ان شاءالله  د مجاهدینو په لاس د خپل عمل په سزا رسيږي او د خپلو کړي جنایتونو سزا به ګوري.

 ريښتني مسلمان مجاهدين پرديو ته د تسليمېدو پېغور نه مني، پر خپل ايمان، عزت او خپلواكۍ سودا نه كوي، تر غلامۍ عزتمن مرگ او د الله په لار كي شهادت سل ځله غوره گڼي، غيرتي او ريښتني مسلمانان  له هغه چا كركه لري چي پرديو ته ئې د ذلت سر ټيټ كړى، د غلامۍ كړۍ ئې په خپلي غاړي كي اچولې، له يرغلگرو سره ئې ملگرتيا كړې، هغوى ته ئې پر خپل هېواد د بريد بلنه وركړې، د هغوى تر قومندې لاندي د خپل ولس په ضد جنگېدلى، زموږ ځلانده تاريخ تل داسي كرغېړني څېرې غندلې او زموږ ولس د هغوى څلي په ډبر ويشتلي.

 افغان ولس بايد مطمئن وي چي د دغه مبارك جهاد په نتيجه كي به إن شاء الله ټول بهرني ځواكونه زموږ له گران هېواده وځي او په خپلواك او آزاد افغانستان كي به د دوى د خوښي اسلامي حكومت جوړېږي.

 ټولو مجاهدینو ته مخصوصاً هغو ته چي د هېواد خپلواكي، په خپلواك افغانستان كي د ولس د خوښي اسلامي حكومت غواړي بلنه وركوو، چي راشئ له دې بحران  د وتلو  لپاره يو بل ته د ورورۍ لاس وركړو، او د اسلامي ارشاداتو په رڼا کې په ګډه د کفارو اشغالګرو او هغه منافقانو چې د مجاهد په  جامه کې د شهيدانو د وینو سوداګر دي  سپېڅلي مبارزه (جهاد)  وکړو جنگ له جنگ غوښتونكو سره او خپلو منځونو کې سوله او ورورولي وکړو .

والسلام عليكم و رحمة الله و بركاته

عمر خطاب

کوچنی اختر (۱۴۴۰ هجری) ۲۰۱۹

Facebook Comments

POST A COMMENT.