طوطېئـي که سازشـي دامونه ؟ !!

 
مـلاعبدالمنان او مولوي يعقـوب ، که دثالث عـمررحمه الله سپيـڅلي او وياړمـن تاريخ !
********************************** مفـکرمبارز
نه غـواړم داوس دپاره چـې له هغـورازونو څخـه پرده پورته کـړم چې زيان يې مخـامخ دسنګـر وياړلي مجـاهد ته رسيـږي او ګټـه تري اسـلام دښمنه قوتونه پورته کوي .
مګـر ديوازآد مجـاهد افغان په حيث داموضميـرنشي زغملي چې په هغـو روانو شومو طوطيئـو سترګـي پټي کړو چې داځـل موپه سپين لباس کي نغښتـي منافقين تاريخـي مشران هم نه معاف کوي .
غواړي چـې څتګه اوشي کړلي زمونـږ وياړمن قيـادتونه ، له افتخـاره ډک قيادتونه ، هغـه چې پر ميـړانه او شهـامت يې پرون هــم دښمـن اقرارکوه او نن هم پـس له ميړينـي اقرار کوي دهغوي پرسپيـنه لمـن دقوم پرستـي ، خون پرستـي ، اوله تبعيـض نه ډم تور داغـونه ولګـوي .
هـو ، جنـاب محـترم شهید عليقـدر اميرالمومنين مـلامحمد عـمر(مجـاهد) رحمه الله يادوم ، داچـې شهید اميرالمـومين دافغانستـان په تاريخ کښي وياړلـي له افتـخاره ډکه څيره بلل کيـږي دنړۍ کفـاروته دادزغمـلونده ، نه غـواړي چـې افغـانان دتاريخ يوبل نوي ابـدالي ، غـزنوي او محمداکبـرخان ولري .
کفـار اودوخت يرغلـګر قوتونه نه غـواړي چې افغـانان دداځل په شلمـه عيسـوي پيـړي کې هــم دازآدي او پرخپلـواکې ميئن هيـرو ولري ، چـې شاعـران يې په مشاعـرو کې زمزمه کـړي اود هيـواد پتمنـي انجـوني داوبو په ګودرونو !!
بلـې ، په دا وروستيـوکې بعضو رسنيو دارپور نشرکـړ چې دشهید اميرالمومنـين (رح) وروره مـلا عبدالمنان عمري اود هـغه مبارک ، ځـوي مولوي يعقـوب داوږده ځنـډ او په کور کښي له ناسـتې وروسته داختـرمنصور په بار بار غوښتـنه په تخـريف شوي امارت کي په کارپيل کـړي چې مـلا عبدالمنان اخوند دجلب او جذب کميسـون مشر او محـترم مولوي يعقوب دپنځلـسو ولاياتـو دنظامـې کميسـون دمسئـول په توګه ټاکل شوي .
که داحقيقت ووسـي مونـږ نه يواځي داچي دمـلاعبدالمنـان او مولوي يعقوب داپريکـړه غندو بلکـي په ائيـنده کې ددي سپيـڅلي کورنـې په ټنـډه تورداغ ګڼـو .
شهید اميرالمومنـين کله هــم نه غوښتـل چې کفـارو سره يوسازش (راکـړه ورکـړه) اوکړي مګر جناب اخترخان له دوه کلنـي مـوقع نه په بدي استفـادي دعليـقدر اميرالمومنـين په نامه يرغلګـرو سره نارواصلحه او دده په نامـه دصلحه پيغامـونه هغه څه دي چـې دده دوه مخـې توب او خباثت دشهید له کورنـي سره او ټول امت مسلمه سره تري جـوتيـږي ، اوپه ائينده کـې به داخترخان ټولې ناروا کـړنې پرده (مـلاعبدالمنـان اخوند) عطـف وي .
شهید اميرالمومنـين نه غوښتـل چې خپلمنځـې قتال له مسلمـانانو سره شـروع کړي ، داختلاف هـرنظرته يې دقـرآن عظيم الشان په رڼا کـي دحل لارکتلـه نه داچې باغـې يې اعلان کـړه سـر، مال او ناموس يې غنيمت او ګڼه مګـر مولوي يعقـوب به اوس دهمغـو ولاياتو نظامـې مسئـول وي کوم چـې مخکې نه اخترمحمد داسلام او مسلمان وژنـې اور ښه پکښې ګـرم ساتلـي ، صلاحيت او مسلمـان وژنه به پيرآغا کوي مګـر لاس پاکي اود رنګ بدي سمبول به دي (مولوي يعقوب) وي .
مونږ ديوښـه دوست په صفت دواړو ښاغليـوته دامشـوره ورکوه چـې ددي پـرځاي چه داختـرخان دکثيف سيـاست ښکارشې په کورکښي ناستي درته زرچنده غـوره ده ، دهيـواد قومونه او ملتـونه بغير له کوم ژبنـي او سمتي توپيـرنه دشهید عليقدر اميرالمومنـين ځاي ناستـي په توګه درته ګـوري ، اودهغـه مبارک تنـده درباندي ماتوي .
ستاسي يوکـوچني بې مسئـوليته ګام د شهید امیرالمؤمنین (رح) په وياړمـن تاريخ ګذار او پرمخ څپيـړه دي .
قسـم خوړلـي دشمنـان نه غـواړي چـې ستاسي عمـري سپيڅلـي کورني دنـوي تاريخ باب اوګـرځي هغـوي غـواړي چې تاسي دشاه شجـاع په څير په خپل دام ګـي
راونيسـي چې ابدالي تاريخ ته دټنـډي تورداغ او دزهرو غـوړپ او ګـرځيدو .
۱۳۹۵/۱۷/۰۲
04/06/2016

Facebook Comments

POST A COMMENT.