دافغانستان اسلامي تحریک فدائی محاذ پیغام:

مــلا عبدالسـلام ضعیف،معتصم اغـاجـان،اکبــراغا،عبدالحکیم مـجـاهـد،مـــلاکلام الدین!
ستاسو پام یوځل بیا اصلي هدف (جهاد )کولو ته را اړه وم،هغه عمل چي تاسو هیر کړی او تر بل هر چا تاسوته ښه معلومه ده چي الله جل جلاله او دهغه رسول صلی الله علیه وسلم په جهادکولو څومره ټينګار کړی دی،دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم حدیث مبارک دی: (۱) – روى احمدوالحاكم عن عبادة بن الصامت رضى الله عنه :عن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: جاهدوافي سبيل الله فان الجهادفي سبيل الله باب من ابواب الجنة ،ينجي الله به من الهم والغم. .)مسنداحمد:۵\۳۱۴
ژباړه :احمداوحاكم له عباده بن صامت (رضی الله تعالی عنه) اوهغه له رسول الله صلى الله عليه وسلم نه روايت كوي چې هغه صلى الله عليه وسلم وفرمايل :دالله تعالی په لاره كې جهاد وكړئ ؛ځكه چې جهادفي سبيل الله دجنت له دروازونه يوه دروازه ده الله تعالی په دې باندى له غم اوخفګان نه نجات وركوي .
تاسو خو الله جل جلاله له دې ستر نعمت څخه برخمن کړي واست نو بیا ولی؟ تاسو دالله جل جلاله داحکم هیر کړی دی؟ تاسوولي خپلي هغه ویناوي هیري کړې چي د جهاد په مهال تاسو کولی؟ ایا هغه شهیدان مو هیرشول چي ستاسو په امرئې دالله جل جلاله په دین ځانونه قربان ول،هغه یتمان او ګونډي موهیری دی چي تراوسه دغم په ټغر ناست دي،هغه میندې او پلرونه مو هیر کړل چي خپل د زړه ټوټې یی په اور کي سوځيدلی ولیدې ځیني یی لاتراوسه دخپلو بچودراتلو په هیله ناست دی؟ ایادفلسطین،عراق،سوریه،مصر،بنګلدیش ،افغانستان اوداسي نورو مظلومو مسلمانانوباندي ظلمونه ستاسو سترګو ته نه دریږي؟
په الله جل جلاله قسم چي ددې هر څه حساب به له تاسو سره کیږي، اوس هم وخت شته چي دجهاد مقدسو سفونو ته راوګرځیږی او دالله جل جلاله حکم پرځای کړي انسان ته یوځل دمرګ فرشتي راځي،څه معلومه چي څه وخت دمرګ فرشتې راشي او داشیرین روح درڅخه واخلي او دا فاني دنیا لکه څنګه چي له نورو پاته ده زموږ او ستاسو څخه هم همداسي پاتې دوونکی ده
دالله جل جلا له په خاطر نور د مجاهدینو وینې مه خرڅوي، که جهاد نشي کولای او داطاقت ئې په ځان کي نه ویني، نودالله جل جلاله په حکمونواود اسلامي امت دشهیدانوپه وینو تجارت کول پرېږدی .
ټول مجاهدین ستاسو په دسیسو باندي ډیرښه پوه شوي دي نور نو تاسو مجاهدین نشي تیرایستلا ی که تاسو دخپلو نا مشروع کړنو، د کفارو د ملګرتیا اوکفري سیاست څخه لاس وانخلی نو داسلامي امت مجاهدین به له تاسو سره د ټوپک په شپیلۍ خبري وکړي لکه څرنګه چي یی د نړي پر ټولو کفارو او دهغوي په پلویانوباندي ځمګه سره سکروټه ګرځولې ده تاسوهم نشي ترې خلاصيدلای، او د محشرپه سخته ورځ ستاسو سره ددې هرڅه حساب کیدونکی دی چيري چی هیڅ ډول واسیطه نه منل کیږی او حساب کوونکی هم هغه ستر ذات دی چي دانسانانو هيڅ ډول کړنې نه دي ورڅخه پټي.

Facebook Comments

POST A COMMENT.