دافغانستان اسلامی تحریک فدائی محاذ اعلامیه!!!

بسم الله الرحمن الرحیم
وَلاَتُصَلّ عَلیَ اَحَدٍمّنْهُم مَّاتَ اَبَدً‍ اوَّلَاتَقُمْ عَلَی قَبْرهِ اِنَّهُمْ کَفَرُوْابِاللهِ وَرَسُوْلِهِ وَمَاتُوْاوَهُمْ فَسِقُوْن*التوبه
ګرانومؤمنوهیوادوالو!
داسلام په سنګروکی پرتومجاهدینو! اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
دهیواد روان وضعیت وروستیوجریاناتوداوښودله چه په پردیوپیښوکولومنزل ته د رسیدوفکریوخیال ده، تاسواولیدل دامریکائی انتخاباتونتیجه هغه هم دشپږمیاشتووږد ځنډ څخه چه انتصابات شول،دافغانستان اسلامی تحریک فدائی محاذ داولی ورځی نه داملته واضحه کړی وه چه دخارجیانوپه دوه مخی پالیسی باندی مه تیروځی، دهیواد داشغال په دوران کی انتخابات یوه غولونکی پروسه ده، پدی نامه یرغلګرخپل شوم اهداف لاس ته راوړل غواړی،اوبس!
دافغانستان اسلامی تحریک فدائی محاذ که پرون (کرزی) پدی غندلوچی دیرغلګرودغلامی طوق یی په غاړه کی پروت وه اودخپل مسلمان اولس په ضد یی دقدرت په دیارلس کلنی مودی کښی هغه څه ترسره کړل چه تاریخ یی په لیکلوشرمیـږی ، نن دډاکټراشرف غنی دریٔس جمهورپه توګه اعلانیدل اوعبدالله داجرائیوی ریٔس په توګه دا دواړه هغه څیری دی چه خبیراودنظرخاوندان یی ښه پیـژنی چه دواړه بړیڅی له پخواڅخه د کفری نړی استعمال شوی آلی دی، ډاکټراشرف غنی خولادهغه وخت نه د(سی آیی ای) ایجنټ وه کله چی یی په بانک جهانی کی په( روسیی) کی وظیفه ترسره کوله، اودده سیال ډاکټرعبدالله لده هم یوقدم مخکی ده د جاسوسی اوغلامی په مسابقی کښی ،هغه بیدریغه په میلونوډالرچه خارجیانودانتخاباتود کمپائن دبریالیتوب دپاره ورکړل هغه دچاله سترګوڅخه پټ ندی چه دهغی جملی نه لس میلونه ډالرایران، لس میلونه روسیه، شل میلونه هند،اودیرش میلونه اسرائیلوپه (ناروی) کښی مستقیماً ورکړلی چی دکورنی دیوی ښځی په نامه یی (دوبي) ته انتقال کړل، اودی دواړومنحوسوڅیرولاپخوانه دکمونست( نجیب الله) په دوره کی افغان ملت ته امتحان ورکړی، چی زمونګ میړنی اولس رټلی، زمونږغیرتی اولس له هغوڅیرونه کرکه لری چی پردیوته یی دذلت سرټیټ کړی،دغلامی کړی په غاړه کی اچولوسره دیرغلګروپه خواکی دریدلی،دهغوی ترقمندی لاندی داولس پرضدجنګیدلی،زمونږغیرتمنداولس ترغلامی عزتمند مرګ اودالله په لارکی شهادت سل ځلی غوره ګڼی،اودایمان فروشواو وطن فروشوڅلی یی همیش په ډبروویشتلی! دهیواد دروان وضعیت مثبت لورته دتللوفکرترهغی هسی خوب اوخیال ده ترڅوچه خارجی یرغلګرځواکونه په بشپړډول لدی خاوری وتلی نه وی، اوافغانان پریښودل شوی نه وی چی خپلی ستونزی په خپله حل کړی،اودالله پرځمکه دالله دنظام دپلی کیدوپه خاطریی پخپله خوښه داعتمادوړصالح مشران غوره کړی نه وی، افغانان دیوسوچه اسلامی نظام دراتلونه ماسیوا په بل هیڅ شی نه راضی کیـږی ،اوترهغی به له وسلوال جهاداومبارزی څخه لاس وانخلی چه دلکونوشهیدانودسپیڅلیوارمانونود تحقق په خاطریی اسلامی نظام پدی شهیدپروری خاوری نه وی پلی کړی !
دافغانستان اسلامی تحریک فدائی محاذ نه یواځی داچه قلابی اوانتصابی انتخابات غندی بلکی دافغان په خاوره دغربی د یموکراسی شاګوم د بی د ینی اوکفرنوی رنګ ګڼی اونه هغه چاته دمسلمان خطاب کولی شی چه دبی د ینی پدی خوم کی لمبیدلی ،چه ښه بیلګه یی دنن عصردبلعم بن باعورا(عبدالرب رسول سیاف) ده، داد ډالروګډونکی دډالروپه نیشه کی د ومره غرق تللی چی ددماغی توازن دلاسه ورکولوسره دکفراوداسلام تمیزهم نشی کولی، دادوخت بلعم باعورا چه امریکائی ډالریی غپوی داسلام سپاهیان، سرښندونکی مجاهدین، اواتلوفدایانوته دکفرخطاب کوی، دقرآن عظیم الشان آیاتونه ددی په جایٔ چه په یرغلګروکفاروتطبیق کړی برعکس تحریفوی یی داسلام په میـړنیومجاهدینویی غلط تطبیقوی ، چه لدی نه دلوی کفرمرتکب نه په ننی عصرکی( بارک اوباما) شوی اونه پرون( برژنیف) دادالله له دره رټل شوی ابلیس چه ترپرونه پوری دده دلاسه دکابل دکوټه سنګی په شمول دکابل ټولی کوڅی په وینوسری وی اوترمړوندونوپوری دکابل د مظلوموښاریانوپه وینولاسونه سره وه هغه جهادوه ، ولی نن چه افغان اولس دیرغلګروکفاروپه مقابل کی وسلوال پاڅون کړی اومقدس جهادته یی ملاتړلی دخپلوسرونوپه منارویی یرغلګرکفارله عبرتناک شکست اوماتی سره مخامخ کړی نن ده که صباح چه لدی غیوری خاوری پښی سپکی نکړی بله لارنلری ،ولی دغه ایماناًمسخه شوی مفتی چه دحق سترګی یی ډالروپټی کړی یرغلګرکفاردوستان ګڼی اومجاهدینوته دکفربالله خطاب کوی دادالله د دین باغی چه ځان دجهاد رهبرهم بولی له (کرزی) نه په کفراوکفری غلامی کی(۸۰) فیصده مخکی روان ده ،کرزی پدی خاطرچه تیره توره سابقه کم ازکم جبران کړی دیته حاضرنشه چه امریکایانوسره امنیتی تړون امضاءکړی چه نورهم دغه وحشی صفته یرغلګرپاتی شی، ولی دغه ایماناًاوجسماًمسخه شوی مفتی(سیاف) نن هم پدی هڅه اوهاند کی ده چه په هرقیمت وی خارجی ځواکونه باید پاتی شی ترڅودده اودده دهم فکروهم مذهبوژوندتأمین وی! پد یکښی مونـږشک نلروچه دجهادی رهبرانو،مشرانووژل اوترورعقیدتاً کفربالله ده، خومفتی صاحب کوم رهبراوکوم مشر؟ هغه جهادی مشراورهبرچه دیرغلګروپه خلاف یی داولس ترڅنګ سنګرنیولی ، اوکه هغه تش په نامه جعلی مشراورهبرچه دخپل میړنی اولس پرخلاف یی یرغلګروکفاروته دعوت اوبلنه ورکړی؟!!!
دافغانستان اسلامی تحریک فدائی محاذ دقطری دفتردیوبل ویاند(ذبیح الله مجاهد) هغه مرکه چه (بی بی سی) سره ترسره کړی هم په کلکوتوریومحکوموی، نموړی ویاند ادعااوکړه که (ناټو) مونـږسره تفاهم اوکړی مونږچمتویوددوی ګټی په افغانستان خوندی کړو، محترم ویاند صاحب کوم تفاهم اوکومی ګټی؟ آیاددی میـړنی اولس له زرګونواولکونوشهیدانوڅخه هم حیانه درځی چه اوس دناټو سره دسازش دلاری دناټود ګټوخوندکولووړاندیزکوی؟ دناټوګټی خواوس پدی(۱۳) کلن انقلاب کی هرچاته ښی معلومی شوی چه دهغی جملی نه اول دغربی دیموکراسی پلی کیدل دی، آیادغربی دیموکراسی په نظام منلوسره ویاندصاحب ستااودکرزی صاحب،ستااودنوی تش په نامه ریٔس جمهورډاکټراشرف غنی څه فرق ده؟ ترتا اوستاترسیاسی دفتره خولادکرزی اواشرف غنی کاری تجربه په کفراو ګمراهی کی زیاته ده،څنګه به دګمراهی پدی ستره مسابقه کی دغوښاغلیواوشاغلیوته ماتی ورکوی ترڅو پرتاسی خارجیان اعتماداوحساب اوکړی؟ آیادقطری دفترایجادکړی دغه برنامه هم لویه فتحه او لاس ته راوړنه بولی چه تاسوته یی درکړی؟ جناب محترم ستا اوستاقطری دفترکه څه هم دډالرواوقدرت په حرص کی دکرزی له مفسدی اداری شاته نده، خو (والله اعلم) ستاسوپه ړندو پالیسیوخو ملت اعتمادنکوی خارجیان به څنګه اعتمادکوی!ولی متاءسفانه لکه څنګه چی افغان اولس پوهیـږی چی دیوی اعلامی په نشریدواوستری فتحی په ګڼلوسره به یوځل بیا کرغیړن لاسونه دملاصیب (امیرالمٔومنین) په سپینه لمن پاک کړی ،خو رب نه حیا‌ءاوکړی لـږسرګریوان ته ښکته کړی ښی اوکیڼ لوری ته مخ واړوی، دشهیدانواواستشهادیانوبیدریغه قربانی ووینی، د بی اسری یتیمانواوسرتورسریوکونډوساړه اهونه ، افسوس ستااوستادقطری دفتر پرایمان ، افسوس ستا پرکمزوری ضمیر،افسوس ستا دسیاسی دفترپداسی شرمید لی برنامو! (فاعتبرویااولی الابصار)ء
والسـلام علیـکم ورحمــة الله وبرکـاتـه

Facebook Comments

POST A COMMENT.