دافغانستان اسلامې تحريک فدائې محاذ ( اعلامـيـــه )

پرون دوشنبه ( ۱۳۹۴/۱۲/۱۷) نيټـه داخترمحمد مربوط مليشـو دفارياب ولايت دقيصار په اولسوالي کې دافغانستان اسلامې تحريک فدائي محاذ په مومنو مجاهدينو پراخ يرغليز بريدونه ترسره کړل چې پايله کې دمومنو مجاهدينو له کلک اوپريکنده مقاومت سره مخامخ شول چې دپنځلسو 15 نفرو يرغليزو مليشو دکنډ اوکپر کيدوپه شمول يې دملاداود په نوم ديادو مليشو قمندان هم دجګړې په ډګرکې مردارشه اودپنځو 5 موټرسائيکلو په شمول يې يوه سراچه ډوله موټرهم دجګړي په ميدان پريښـوده چې لله الحمد تردي مهاله داسلامې تحريک فدائې محاذ مومن مجاهدين هيڅ نوعه مالې اوځانې تلفات نلري .
داچې يادو مليشو نوموړۍ جګړه دملامحمدرسول له پلويانوسره بللې ده هيڅ حقيقت نلرې ،دوې دهرات دشنډنډ په سيمه کې دملامحمدرسول له پلويانو سره په جګړه اخته دي نه دفارياب په قيصار کښې ، نوموړۍ اختري مليشو داسې مهال پرمومنو مجاهدينو يرغليز بريدونه په فارياب کې شروع کړه چې ددوستم په راتلويې سيمه له پخوانه په چارګامو تخليه او دتيښتـې لار يې خپله کړه ، مګر دمجاهدينو دوينو دتويولوپه خاطرچې دبادار لخوا ورته سپارل شوي مشن دې بيرته سيمې ته را وګرځيدل .
داخترمحمد په مشري يادي مليشې چې ابله ورځ په ذابل کې دمنصور دادالله خلاف ، پرون په شنډنډ کې دملاننګيال خلاف ، اونن په قيصار کې زمونږ دمجاهدينو خلاف جګړه څه معنالرې ؟
آياخپله استبدادي اوديکتاتوري څيره ، دظلم او وحشت نه ډکه څيره ، دلوړ پوړو اومخلصو مجاهدينو په وينو ککړه څيره دټوپک په شپيلـې په ملت قبلول غواړې ؟؟؟
دافغانستان اسلامې تحريک فدائې محاذ سرلوړي مجاهدين به دتير په څير داورته وښايې چې زمونږ وينې حدرندې انشاءالله دهرمجاهد دوينې د څاڅکې انتقام به دکشرانو پرځاي دمليشو له مشرانو اخلو انشاءالله .
(دفدایی محاذ وياند قارى حمزه)
۱۳۹۴/۱۲/۱۸
03/08/2016

Facebook Comments

POST A COMMENT.