دقران عظیم الشان تعریف او پیژندنه قرآن پوهنه ــ مولوي شریف رحماني

دقران عظیم الشان تعریف او پیژندنه

قرآن پوهنه ــ مولوي شریف رحماني

دیوکتاب د پیژند ګلوي لپاره ترهر څه دمخه دهغه تعریف،موضوع اوغایه پېژندل ضروري وي.

لغوي پېژندنه: امام شافعيرحمة الله علیه فرمایی چی قرآن دعربي ژبي دود په اعتبار غیر مشتقي نوم دی چي دالله تعالی تر رالیږل شوي پیغام پوري اختصاص لري خوبل لورې ته ئې ځینې پوهان له قرآن څخه مشتق بولي او قرن په عربي ژبه کي پیوستون ته ویلای شي دا ځګه چي د قرآن ایاتونه او مفاهیم یو بل ته سره نېژدې او مرتب دي او یا داچي قرآن د پخوانیو ټولو اسماني کتابونو دعلومواو دالهي قوانینواو احکامو مجموعه ده.

ځینې پوهان ئې له قرائن څخه مشتق بولي او قرینه شباهت ته ویل کیږي دقرآن ځينې برخې له ځينو نورو سره یوشان دي بل لوري ته يې ځينې پوهان دقرائت څخه مشتق ګڼي او قرات لوستلوته ویل کیږي قرآن هم متلواولوستل شوي کتاب دی.

اصطلاحي پیژندنه: قرآن کریم دالله تعالی له خواپه حضرت محمد صلي الله علیه وسلم رالیږل شوی پیغام دی الفاظ ئې معجزه تلاوت ئې عبادت موږته په متواتر ډول رسیدلی له سورت فاتحې څخه تر والناس پورې په پاڼو کي لیکل شوی او د مسلمانانو قانون دی.

قرانکریم دالله تعالي وروستی  پیغام دی اوپه محمد صلي الله علیه وسلم نازل شوی تر څو بشریت له تیارو څخه د رڼا لورته راوباسي دلومړي ځل لپاره دالله جل جلاله له لوري د جبرائيل علیه السلام په وسیله د محمد صلی الله علیه وسلم زړه ته راکوز شو بیا د محمد صلی الله علیه وسلم له مبارکي سینې  څخه د اصحابو کراموزړونوته انتقال او بیاله اصحابو کرامو څخه امت ته په پوره امانت دارۍ رارسېدلی دی.

Facebook Comments

POST A COMMENT.