دمنصور دادالله د شهادت په اړه د دښمنانو تبليغاتو په اړه د فدايي محاذ اعلاميه!!!

د زابل په جګړه کې د مجاهدينو له خوا د اخترمحمد او محقق پر ملېشو دوه فدایي حملې ترسره شوې، چې په یادو حملو کې د اختر محمد او محقق د ملېشو په لسګونه کسان وژل شوي دي.
د همدې خبرې د پټولو لپاره ملېشو د منصور دادالله د شهادت د دروغو پروپاګند پیل کړل.
دوی غوښتل په دې کار سره خپل مړي او د هغوی شجاعت پټ کړي. په روانه جګړه کې د اخترمحمد ملېشو ته بې ساری زيان ورسيدلی، د ازبکو مجاهدينو مېړانه خو دوی ته له پخوا معلومه وه، خو دا ځل دوی د خپل بادار (ايران) په مټو نازيدل او تکيا یې کوله. الله تعالی ورته وښودل چې وړې ډلې ته په لويې ډلې څنګه بريا ورکوي.
زموږ د دقيقو معلوماتو له مخې الحمدلله ښاغلی ملا منصور داد الله ژوندی او روغ رمټ دی.
۱۳۹۴/۰۸/۲۱

Facebook Comments

POST A COMMENT.