دکــربلا تاريــخ مي خاک افغان کښي تکرار وليد !!

 مجاهد حنفـي
مخکښـي مي ډير څـه دملا اخترمحمد منصور په هـکله اوريـدلي وه خـوګمان مي نه ترسره کيده چــي يو مجــاهد هغـه هم پدي کچ چــې دوخت ديوه اميرالمــومنين دنيابت دعــوه دولري او هغه د هم محــاله ددومــره ستر وحشي جنـايت لامل شي چــې دمــړه يزيد تاريخ د ورسره راژونــدي شـي ، داچــي په خپل ټــولګي کښـي يـې وخت ناوختـه دسړي خور اوښ په څــير مګر دپردي ترشـاه سيالي څيري داړلــي اولاس يــې د ملې امنيت په دست پاک پاکوه ګمان مــي دا وه چي ممـکن حقيقت ولري ، که څه هم امارت کښي سيالو خــواوو خپله دغضب اودنفرت ګوته ده ته نيوله او بار بار يـې پدي تورناوه چـي دتـرور ددي پيښو مسئول دافغانستان ملي امنيت نده ، پخپله اخترمنصور ده اوپه هکلــه يې کره شواهد اوسـناد لرو چـې (سـى آي اى) سره کلک روابط لري مګر له پوره تحليل او فکر وروسته به مـي ځـان سره وويل چي اي ربــه څنګه ممکنه ده چي پدومره لوړ کچ يومشــر د متزلزله او خرڅ شـي.
هوکـي . داشبـهات هغه مهال پر يقـين بدل شول چي خاک افغان اولسوالي کښي دمومنو ازبک مهاجرينـو دشـزو اوماشومـانو کريغو وبوګنولـم دواړه لاسونه مي پداسـي حال کي رب ته لپـه کړل چي له سترګو مي مړي اوګرمـو اوښـکو قطار سازکــړلي وه چي اي پروردګاره داد کوم امتحان شاهدان اوګرځيدلو چي داسلام دخــوږ پيغمبر محمدرسول الله دلمسي مبارک دامام حسين تريخ يـادګار دبيا راژوندي کړي ، ياربه که پرون د امام حسين رضي الله تعالى عنه اود فاميل پرمعصومه وينه دکربلا ځمـکه له يزيد نه دبيعت په انکار رنګينه شوه مګر نن دخاک افغان خاوره د پرديسي مجاهديـنو او مهاجرينو په معصومو وينو له ماشومانو او شـزو سره له اخترمنصورنه دبيعت په انکار رنګينه شوله .
دبعضو اجيرو ليکوالانو ليکني به هغه مهال نور ډير خواشيني کړم چي نوموړۍ قتال اخترمنصور دعلماء کرامو په فتواى ترسره کړي ، مګر هغه مهال مي يوڅه دارامي ساه واخيستله چي ستر ديني عاليم شيخ نظرمحمد صيب وينا مي واوريدله چي مونږ کله هم چاته دمسلمانانو دقتال فتواى نـده ورکړي اونه به يې ورکړو او سخت دخفګان اظهار يې ترسـره رب ته په سجده شوم چي الحمدلله لاخو علماءحق موجود دي ، هغه علماء چي نه له چانه ترس لري اونه بيم ، دحق په مقابل کي نه منصب ورته غوره ده اونه متاع قليلـه .
له اجيرو او کمپاين ګرو ليکوالانو څخه په عاجزي هيله کوم که مومنان ياست خپل اخرت دبل دګدي دپـاره مه تبـاه کوي ، دمسلمانانو ويني مه توجيه کوي ، خپل ضميرته ګريوان کښي سر ښکه کړي اوپدي ګوته په غاښ شي چي يوه ورځ شته چي هغي ته دالله پيغمبر يو نوم د (انتقام ) اخيستي .
نوربيا
۱۳۹۴/۰۹/۰۱

Facebook Comments

POST A COMMENT.