!د اشغالګرو امريکايانو نوي پلانونه

د امريکاه په ګډون ټول اشغالګر پوه شوي دي، چې افغان مسلمان ملت ته په جنګ او حقيقي  ميدان کې ماته ورکول نا شونی کار دی؛ نو په دې وروستيو کې ئې د اشغال د دوام لپاره نوي طرحې او پلانونه جوړ  کړي دي او خپلو غلامنو ته يې د عملي کول امر کړی. د (۲۰۱۸-۱۳۹۷) کال امريکاه دخپلو لاسپوڅو لپاره دغلامۍ نوې طرحې پلان کړي دي او خپلو غلامانو ته يې د پلان د عملي کولو لپاره امر کړی. په دې جريان کې لومړی د سولې تش په نوم شورا د ۱۳۹۷/۱/۱۴ نيټه د افغانستان په سهيل لويديز کندهار ولايت کي يوه لويه غونډه جوړې کړې وه، په دې غونډه کې دکابل مفسد حکومت اود اشغالګرو په لاس جوړه شوې د سولې شورا رئيس خليلي،د دارالانشا رئېس ئې خپلواک،د امريکاه په فرمايش جوړه شوې د علماو شورا رئيس کشاف،د کندهار،زابل،هلمند او ارزګان ولايتونو د سولې شورا غړيو او نورو مفسد چارواکو ګډون کړی وو،په دې غونډه کې د اشغال پر دوام ټينګار وشو او همدارنګه د امريکاه په خوښه د سولې خو په اصل کې د جهاد او مجاهد د نوم د ورکولو لپاره بحثونه وشول د دې غونډې اصلي جوړونکي امريکايان وه له همدې ځايه د امريکا په رهبرۍ د هلمنده تر کابله د سولې کاروان په نوم يوڅو کسان په پښو دهلمند ولايت څخه د کابل په لور روان شول  دا خلک، چې د يوه منظم پلان سره سم  د امريکاه په غوښتنه خپله پروژه پيل کړه دوي ته دنده سپارل شوې وه تر څو په سيمه کې د جهاد پروړاندې د خلکو ذهنونه خراب کړي، روان مقدس جهاد ته د ناروا جګړې نوم ورکړي دا کاروان په خپله برخه کې کار وکړ او پلان ئې تر يو حده کامياب هم شو  له هلمنده تر کابله ولايت پر ولايت ولسوالي پر ولسوالي او کلي په کلي و ګرځيدل د ګڼ شمېر خلکو سره يې وليدل هغه ټاکلی هدف، چې امريکايانو ورته ورکړی وو د امريکا د تمې خلاف په ډېر ښه ډول عملي کړ.

په ۱۳۹۷/۳/۱۴ نېټه د دوشنې په ورځ په کابل کې د لويې جرګې په تالار کې  غونډه جوړه شوه دا يوه سوچه امريکايي اسلام دښمنه پروسه وه، چې د پلان،اکمال  او عملي کولو ټولې چارې د امريکاه اشغالګرو  له خوا رهبري کېدلې په دې غونډه کې ۲۹۷۰ کسانو ګډون کړی وو، اکثره ګډون وال ئې د کابل دمدرسو شاګردان قاريان، عام خلک يو څو د علماو امريکايي شورا غړي وه، دوي  ته هم د امريکا له لوري پلان ورکړل شوی وو تر څو روان مقدس جهاد ناروا جګړه وګڼي او د افغان مؤمن ولس پيل شوی جهاد کمزوری کړي، لکه څرنګه، چې دغونډې  يوه ګډونوال رسنيو ته وويل،((مونږ په هيڅ هم نه يو خبر نه مو بحث کړی نه مو کومه فتوا صادره کړې ده حتی زموږ ټولې خبرې تحريف شوي دي، د غونډې د رهبرۍ له لوري مسوده جوړه شوې وه مونږ هغه مسوده نه وه ليدلې او نه مو هم مطالعه کړې وه يو څو کسانو د دولت په پلوي خبرې وکړې وروسته ئې هغه مسوده اعلان کړه،چې مونږ ليدلې لا هم نه وه او د فتوا نوم ئې ورکړ.)) د کابل حکومت مفسدې ادارې اعلان وکړ، چې د افغانستان علماوو د سولې فتوا صادره کړې ده حال دا چې په غونډه کې ګډون کوونکي  په موضوع خبر هم  نه وو، خپره شوې فتوا هم هغه کسانو صادر کړې ده،چې يو يې هم عالم نه دی يو څو تش په نوم د غلام او خرڅ شوي کابل د علماو امريکايي شورا غړيو دا فتوا صادره کړه .

د کابل د جعلي فتوا دصادرېدلو سره سم امريکا خپلو پخو غلامانو قطري مليشو ته امر وکړ، چې د اوربند هغه وړانديز ومني کوم، چې د مفسد نظام  مشر لخوا کيدونکی دی په خواشنۍ سره بايد ووايم، چې دا وړانديز د قطري او امريکايي اربکي ملېشو له لخوا بغير له کوم شرط څخه ومنل شو. قطري مليشو د مجاهدينو يوې نيمي لسيزې مبارزې او جهاد ته پام ونه کړ، د سلګونو شهيدانو وينې،چې په سپېڅلي جهاد کي يې تويي کړي وې تر پښو لاندې کړې، د هغو مجاهديونو سودا يې وکړه،چې کالونه کيږي د دوښمن په تورو وحشي زندانونو کې د وحشت په زولنو تړلي دي، د هغه کونډو او يتيمانو اوښکې ئې دښمن ته په تحفه کي ورکړې، چې دا ظالم دښمن په سرو اوښکو ژړولي دي. او په خورا بې شرمۍ او بې غيرتۍ سره ئې د تسليمۍ لومړی پړاو ته لبيک ووايه.

     د اوربند له نامه سره ټول اشنا ياست، ايا اوربند دې ته ويل کيږي، چې د دښمن ساحو ته لاړ شئ، د دښمن په ټول هغو غير اسلامي جشنونو کې ګډون وکړئ چې اسلامي شريعت ورته ناروا او حرام ويلي دي: لکه د نامحرامو ښځو سره آنځورنه اخيستل، د ساز او سروز په مجالسو کې وسره ګډون کول، د اسلام او جهاد د سر سخته دښمنانو سره يو ځای ناستې او د هغوي سره په ناسته خوشحالي څرګندول او يا هم په داسي انداز سره ولسواليو او ځينو ولايتونو ته ور داخليدل، چې د يو عام مسلمان د اخلاقو سره هم په ټکر کې دي د مجاهد د اخلاقو سره خو هيڅ اړخ نه لګوي، څه اړتيا وه چې په داسي انداز سره ښارونو او مرکزونو ته ننوځي؟! د عامو خلکو سره چې د طالب او مجاهد کوم مثبت انځور په ذهن کې وو او کوم تاثير ئې چې د دښمن په ذهن کې درلود  هغه له منځه ولاړ قطري مليشو نړۍ او مسلمانانو ته وښودل چې د دوي اخلاق رويه او کردار غير اسلامي او غير افعاني دي، دوي عامو ذهنونو ته د مجاهد او طالب يو بد انځور وړاندي کړ، چې تر ډيره وخته به دا بد انځور د خلکو په ذهنونو کې پاته وي. د دري ورځني اوربند  د رامنځ ته کولو لپاره دواړو لـــوريو ( کابل حکومت او قطري مليشو) ته اشغالګرو امريکايانو امر کړي وه. دا پروسه هم يوه امريکايي پروسه وه تر څو اسلام، مجاهدين او جهاد بد نام کړي. د اوربند څخه وروسته ټولو بهرنيو سازمانونو دا پروسه وستايله او ملاتړ ئې وکړ د امريکا د دفاع وزير جيمز مټيسن وايي:  ((په اختر کې اوربند وښودله، چې په افغانستان کې سوله راتلای شي مټيسن وايي د اوربند په موده کې طالبانو له فرسته ښه ګټه واخيسته د افغانستان ښارونه يې وليدل،چې په وينا يې سولې ته يې هيلې لا ډيري کړي دي)) نو معالومه شوه ،چې دا هر څه دامريکا په فرمايش او امر پلان شوي او عملي شول.

قطري مليشې په ټول مجاهدينو تور پوري کوي، چې ګواکي دا د امريکا پروژې پر مخ وړي؟!.

 که سالم عقل فکر وکړي قطر هيواد چې د امــريکا لـــويه فوځي اډه هلته شــتون  لري بي ۵۲ (B 52) ډوله الوتکه يې کالونه کيږي په افغانستان او نورو اسلامي هيوادونو بمبارۍ کوي د هيبت الله قطري مليشې هلته رسمي دفتر او کورونه لري، د قطري مليشو هيبت الله ډله چې ټول افراد ئې د امريکا په تور ليست کي شامل دي مګر بيا هم قطر هيواد ته ښه په اسانه توګه سفرونه کوي او د همدې هيواد څخه نورې نړۍ ته تک راتک کوي، غواړم يو څو مثالونه ئې وړاندي کړم: د قطري مليشود بنديان کميسيون مشر نورالدين ترابي، عبدالحق او مولوي محمد يوسف مشهور په حاجي مستري د قطري مليشو د صحت کميسيون مسؤل د روان عيسوي کال  د می مياشتي په لومړيو کې د عربي متحده اماراتو ديره دوبۍ ښار ته تللي وه او هلته ئې په الحيات رجنسي هوټل کې د مؤمنو مجاهدينو ستر قاتل او دښمن عبدالرازق سره ملاقات کړی وو.د قطري مليشو قاضي مولوي عبدالرحمن وردګ او ادريس په کندهار ولايت کي د عينو مينې په ښارګوټي کې د نوموړي سره ملاقاتونه کړي دي او د رخصتي پر مهال يي په زرګونه امريکايي ډالر هم ورکړي دي.عبدالرازق د کندهار ښار په عينو مينه ښارګوټي کې د لومړۍ فوارې سره راسته لاس ته څو کورنه صرف د قطري مليشو د ليدنې کتنې لپاره ځانګړي  کړي دي، چې وخت پر وخت ورسره په همدې ځايونو کې ليده کاته کوي د امريکايانو غلام د مجاهد او جهاد لوي دښمن عبدالرازق خپله رسنيو او خبريالانو ته ويلي دي : (( دطالبانو د کوټي شورا د غړو سره مې په هيواد کې دننه يا بهر ليدلي او د ليدني پر مهال دامريکا،اروپايي او عربي هيوادونو استازي هم شامل وو.

  دهيبت الله اربکيانو ته په مياشت کې پنځه ميليونه امريکايي ډالر دقطر هيواد څخه ورکول کيږي او اته لکه امريکايي ډالر خاص د هيبت الله لپاره ځانګړي شوي وي، چې خاص نوموړي ته ورکول کيږي.د لغمان ولايت په الينګار ولسوالي کې چې قطري اربکيانو د مجاهدينو په وړاندي جنګ پيل کړ د کفارو د لاس پوڅو او غلام حکومت ملاتړ ئې له ځانه سره درلود او په مشوره سره ئې پر مجاهدينو بريد پيل کړ ډير شمير مجاهدين ئې په شهادت ورسول خو د قطري مليشو وياند زبيح الله مجاهد رسنيو ته وويل: چې د مخالفې ډلې ملاتړ امريکايانو کوی او پر مونږ ئې بمباري کوله،چې بمبار پر تاسو کيده نو بيا ولي تاسو کې څوک نه دي خوږ شوي او مخالفه ډله کې مو لسګونه مجاهدين په شهادت ورسيدل؟!

د قطري مليشو وياند زبيح الله مجاهد تل په مجاهدينو تورنه پوري کوي، چي د کفارو پروژې پر مخ وړي  نو قدرمنو مسلمانانو تاسو خپله فکر وکړئ او قضاوت وکړئ، چې مجاهدين څوک دي او د اشغالګرې امريکا پروژه څوک پر مخ وړي؟ قطري مليشې چې خاص د مجاهدينو پر ضد د اشغالګرې امريکاه په لاس جوړ کړل شوي دي په سلګونو مجاهدين ئې په شهادت رسولي د مقدس جهاد د تخريب لپاره هره ممکنه چاره ترسره کوي د جهاد او اسلام نوم نړۍ ته بدرنګه ښکاره کوي، د اشغال او جنګ د دوام لپاره د امريکاه پروژې پر مخ وړي، په دين او اسلام مين مؤمنو مسلمانانو څخه مې په درنښت غوښتنه ده،چې اصلي دښمن وپيژنئ د هغوې دسيسې وپېژنئ او هغه خلک چې د جهاد او اسلام په جامه کې اسلام ته او مسلمانانو ته د خپل بادار په امر زيان رسول غواړي د هغوئ په وړاندي کلکه مبارزه پيل کړئ لومړي جهاد له همدې پروژيانو سره وکړئ مه پرېږدئ چې کفار او لاس پوڅي ئې په خپلو شومو اهدافو کې بريالي شي .

يادونه : د قطري مليشو د غلامۍ يوڅو ثبوتونه مو وړاندي کړي دي داسي په سلګونو ثبوتونه يې نور هم شته، چې د وخت په تيريدو به هر څه تاسوته روښانه شي د اشغالګرو کفارو هر دسيسه له نژدې څارو او د له منځه وړلو لپاره ئې عملي جهاد پيل دی او دسيسي ئې له منځه ځي ان شاءالله ..

قاري حمزه فداي

د افغانستان اسلامي تحريک فدايي محاذ

۱۴۳۹/۱۰/۱۵ جمعه

۱۳۹۷/۴/۸ جمعه

Facebook Comments

POST A COMMENT.