د افغــــانستــان اســلامـی تحــریـک فـدائی محـاذ پیغــام:

موږ ولې نه پوهيږو؟!

يا خو نه پوهيږو او يا هم پوهيږو خو ځان نه پوهوو… ( ويده به راويښ شي، خو چا چې ځان په درواغو ويده کړی وي هغه نه راويښ کيږي.) له ځان څخه به هسې ويده نه جوړو، ځکه چې دا خوب انسان د ابدي بدبختۍ په لورې بيايي. هر انسان مسؤل دی هم د الله په وړاندې او هم د الله د مخلوقاتو په وړاندې.
قطر
ددې نوم سره ډېر افغانان اشنا شوي دي، په تېره بيا دوه کاله وړاندې دا نوم ډېر مشهور شو، د هر چا غوږونو ته ورسيد. رښتينو مجاهدينو دا هيواد هم د امريکا سره د نورو همکارو هيوادونو (دښمنانو)په لست کې اضافه کړ او خاينينو دا هيواد خپل دوست وګاڼه. خپل کورونه يې هلته يوړل. د امريکا ډالري معاشونو له پاره يې بانکي اکاونټونه جوړ کړل. خپل عزت يې د څو ډالرو په مقابل کې په امريکا وپلوره.
دا خاينين بيا د مجاهدينو سترګو ته خاورې شيندي، دا يوه ستره فتحه بولي. ځانونه فاتحين بولي، په ډېرې سپين سترګۍ خپل دې تاريخي خيانت او جرم ته د جهاد نوم ورکوي. دوی ته وايو چې تاسو په دې دومره موده کې کومه توره کړې…؟!
پرته له دې چې د ګوانتنامو له زندانه مو زموږ وروڼه د قطر په زندان کې د خپلو کورنيو سره يوځای زندانيان کړل. هلته خو دوی بيچاره ګان يوازې زندانيان و، خو تاسو ظالمانو يې کورنۍ هم زندانيانې کړې. او بر عکس مو ددې په مقابل کې خپل بادار ته اسير امريکايی په ډېر درناوي ور وسپاره. ستاسو دا تاريخي خيانت به ټول افغانان په تېره بيا مجاهدين هيڅکله هم هير نه کړي. الحمدلله مجاهدينو ته اوس ستاسو درواغ معلوم شوي، دوی اوس ستاسو څېرې پېژندلي، دوی ته دا معلومه شوې چې تاسو هلته د څه له پاره تللي ياست، ستاسو هره برنامه اوس هر مجاهد ته څرګنده شوې. هر مجاهد درته همدومره په غوصه دی لکه څومره چې امريکايي عکسر ته په غوصه دی. ستاسو او د يو امريکايي عسکر تر منځ همدا تفاوت دی چې هغه د دښمن په نوم راسره مخامخ جنګيږي، خو تاسېراسره (د لستوڼي د مار په شان) د دوست په جامه کې جنګيږئ.بيا هم وايو الحمدلله اوس ټولو مجاهدينو ته ستاسې کاذبې څېرې ښکاره شوي.
که تاسې رښتيا هم تر اوسه د اسلامي امارت سره ياست او يا هم د امير المؤمنين په امر تللي ياست، نو يو څو شپې خو عملي جهاد ته هم ورکړئ، يو څه موده د رښتينو مجاهدينو سره په غرونو کې تېرې کړئ چې مجاهدين په تاسو اعتماد وکړئ او تاسې خپل مشران وګڼي. خو موږ متيقن يو چې تاسو به هيڅکله هم قطر په سنګر ورنکړئ. دا ډالري معاشونه او هوسا ژوند به پرې نه ږدئ. په داسې حال کې چې تاسو دې کار ته نه تياريږئ نو معلومه خبره ده چې تاسې د CIA غلامان شوي ياست او ان شاالله په دې دنيا کې به مجاهدين او په هغې دنيا کې به د مجاهدينو رب سزا درکوي.
عجيبه خبره ده، تر اوسه مو که هر څه ويل او هره سپين سترګي مو کوله نو کوله مو… خو د اسلامي دولت پر مجاهدينو له بمبار وروسته د قطر هيواد کې اوسيدل د امريکا له اوسيدو سره څه توپير لري؟!
ايا اوس هم تاسو د قطر هيواد د يو بې طرفه هيواد په نوم پيژنئ؟! په داسې حال کې چې د هغه الوتکو تيل چې د اسلامي دولت پر مجاهدينو بمبار کوي د قطر له دولت څخه ورکول کيږي. ټول پروازونه د خليج څخه کيږي.اوس تاسو وواياست چې د قطر او امريکا تر منځ څخه توپير دی؟ همدا چې پر دوی د اسلام نوم پروت دی؟ که د اسلام پر تش نامه وي نو بيا خو په افغانستان کې امريکايي حکومت هم پر ځان (د افغانستان اسلامي جمهوريت) نوم ايښی دی. نو بيا خو دا هم انصاف نه دی چې په قطر کې اوسيږم او په افغانستان کې نه اوسيږم. د قطر حکومت سره دوستي کوم او د افغانستان حکومت سره دښمني.
تاسو کله دا فکر کړی چې قطر ولې تاسو ته کورونه درکوي او د عراق مجاهدينو ته ګورونه؟
پر تاسو ډالر شيندي او پر هغوی بمونه؟

د هر با ضميره مسلمان ضمير به دا ونه مني چې په داسې هيواد کې و اوسي چې د عراق په رښتينو مجاهدينو دې په بمبار کې ونډه ولري. او بيا داسې هيواد ته د دوست هيواد نوم ورکولو باندې خو شايد هر انسان وشرميږي، خو دا بې شرمه په دې کار هم نه شرميږي.

مسلمانانو ورونو! الحمدلله چې ددې خاينينو کاذبې څېرې او د درواغو دعوې تاسو روښانه شوې، دوی اوس په قطر کې د اوسيدو له پاره هيڅ دليل نه لري، اوس په قطر او امريکا کې اوسيدل هيڅ توپير نه لري. دوی يوازې ددې له پاره په قطر کې اوسي چې د مسلمانانو سترګو ته خاورې وشیندي او بادار يې غواړي چې په راتلونکي کې هم يو ځل بيا دوی د مسلمانانو مشران کړي. موږ بايد ځان راويښ کړو رښتيني مجاهدين او د امريکا غلامان سره بېل کړو.
په قطر کې پرتو ته هم وايو: که تر اوسه مو د اوسیدو له پاره يو څه او بل څه ويل له دې وروسته به ولس ته څه بهانې کوئ؟ له خدای وويريږئ خپل ولس ته بېرته ستانه شئ، توبه وکړئ.
شايد چې تاسو کې به داسې خلک هم وي چې د نورو له خوا غولول شوي وي، که غواړئ چې سبا ورځ مو الله او ولس ته سترګې لوړې وي نو همدا موقع ده د همدې خبرې پر سر ورسره مقاطعه وکړئ او راشئ د مجاهدينو سره يوځای شئ.
إِنَّكَ لَا تَهْدِي مَنْ أَحْبَبْتَ وَلَٰكِنَّ اللَّهَ يَهْدِي مَنْ يَشَاءُ ۚ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ. القصص ۵۶
په الله قسم چې زړونه مو درد کوي، د زړه له دره درته وايو، په تاسو کې يو څه دا خلک شته چې د جهاد په سنګرونو کې يې د مجاهدينو سره يو څو شپې تېرې کړي.

Facebook Comments

POST A COMMENT.