د فدائی محاذ د ارشاد او تبلیغ ځانګه:

إِنَّ آلَّذِینَ یَکفُرُونَ بـِئَایَـٰتِ آللَهِ وَیَقتُلُونَ آلنَّبِـّنَ بِغَیرِ حَـّقٍ وَیَقتُلُونَ آلَّذِیِنَ
یَأمُرُونَ بِآلقِسطِ مِنَ آلنَّاسِ فَبَشِـّرهُم بِعَذَابٍ أَلِیمٍ (۲۱)

ترجمه : [۲۱] ـ یقیناً هغه کسان چي د الله په آیتونو کافران کیږي او د الله پیغمبران په ناحقه وژني او له خلکو نه هغه کسان هم وژني چي د عدل کولو امر کوي ، نو د دردناک عذاب زیری ورکړه .
تفصیل : (۲۱) ـ هغه کافران چي د الله له آیتونو نه انکار کوي ، د الله د پیغمبرانو په مخالفت کي هغه ځای ته رسي چي د دوی د وژلو لپاره ملا تړي او آمرین بالقسط وژني ، هر څوک چي د ظلم خلاف غږ او چت کړي او عدالت ته بلنه ورکړي ، دوی ئي وژني ، ځیني له دي انکار او د پیغمبرانو او آمرین بالقسط له وژلو نه دا طمع لري چي په دي سره به خپل مخالفین وځپي او د دوي اقتدار ته ورپیښ ګواښونه به ختم کړي او د دوی د ریاست او قیادت بقاء او دوام به تضمین شي او ځیني نور ئي دا کار په دي هیله او ګمان کوي چي په دي سره له خپل (حق مذهب) نه دفاع کوي ، الله به تري راضي شي او جنت به ئي په برخه شي!! خو دوی ته د دوی د دي کاذب او غولوونکي انتظار او هیلي خلاف د دردناک عذاب ریری ورکړه ، دوی دي مطمئن وي چي د خپلو هیلو د ترسره کیدو زیری به هیڅکله وانه وري .
( د فدائی محاذ د ارشاد او تبلیغ ځانګه)

Facebook Comments

POST A COMMENT.