د قطري ملېشو مشر شېر محمد عباس ستانکزي نوې څرګندونې !

دپګواش نړیوال کانفرانس چي څو ورځي مخکي د سي ای اې په فرمایش جوړ شوی و، د اشرف عني تره او سلا کار قیوم کوچي د قطري ملیشو څخه د سیاف د وژلو غوښتنه وکړه کوچي وویل((طالبان چي په کابل او نورو ځایونو کي بې ګناه عام افغانان وژني اوغټ مجرمین نه وژني دا زمونږ لپاره دمنلو وړ نه ده، طالبان که رښتیا غواړي چي د افغانانو قاتلین او اصلي مجرمین ووژني نو مهرباني دي وکړي تر ټولو لومړی دي استاد سیاف او د هغه مهم مثله دي ووژني.)) داسي ویل کیږي چې د محقق نوم یی هم یاد کړی ووخو د غونډي ډيری ګډونوال د محقق د نوم اخیستنه نه تایید وي یواځي د سیاف نوم تایید وي .

قیوم کوچی چي د ګوډاګي افغان دولت نماینده ګي یی په غونډه کې کوله او د امریکا په لاس جوړ شوي ظالم غیري شرعي حکومت مشر غلام اشرف غني سلام کار او تره دی هغه هم په دې خبره اقرار کوي چي ګواکي سیاف یو ظالم، فاسد، قاتل او فاجر انسان دی مګر جناب ستانګزی بیا سیاف یو مسلمان او د مجاهدینو مشر ګڼي د کوچي د خبرو په جواب کې د قطري ملېشو مشر وايي ((موږ ټولو هغو مجاهدینو کشرانو مشرانو ته په درنه سترګه ګورو چي د پخواني شوروي اتحاد سره یی په جهاد کي برخه اخسیتې او کمونیزم یې د نړي له مخې ورک کړ استاد سیاف د جهاد د رهبرانو څخه دی هغه له کمونستانو سره جهاد کړی دی موږ به هغه څوک وژنو چي د شوروي د یرغل پر مهال د هغوي غلامان او دهغوي لپاره جنګېدل،په اوس مهال کی د امریکا د ګټو له لپاره له افغان ولس سره جګړه کوي ))

ټولو خلګو ته معلومه ده چي د طالبانو اسلامی تحریک د شهید ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په مشرۍ د څه لپاره را پیدا شو او ولي یې مبارزه پیل کړه ؟

همدا د مجاهد د نوم څخه استفاده کوونکي و چي په اخلاقي او اداري فساد کي تر ستوني غرق شوي وو پاټکونه یی جوړ کړي وو د خلګو مالونه یی لوټول، تور سرو ته یې بې عزتي اړوله خلاصه چي هغه وخت د ټولو عامو مظلومو افغانانو مال او عزت خوندي نه وو؛ نو په داسي توره شپه کي د لمر په شان یو تحریک الله جل جلاله راپیدا کړ چي د ټولو مظلومانو اوښکي یې ور پاکي کړې .

همدا سیاف دي چي روان جهاد ناروا عمل ګڼي سپېڅلي شهیدان مو مردار بولي په کلونو کلونو یی د ریښتینو مجاهدینو سره جګړه کړې او ډير مجاهدین یی په شهادت رسولي او لا هم په همدې کار بوخت دی.

د شوروي اتحاد په وړاندي د مجاهدینو مشر خو برهان الدین رباني هم وو نو هغه ولي ووژل شو ؟!!

محترمو مسلمانانو! مونږ بار بار دا ویلي دي چي د قطر دفتر د اشغالګرې امریکا لخواه جوړ شوي دفتر دی دا دفتر هیڅ کله د حق د لاري مسلمانانو او مجاهدینو نماینده ګي نه شي کولای نوموړی دفتر دکفارو یوه پروژه ده چي غلامان یې په ډیر چالاکۍ سره پر مخ وړي؛خو له ادمه تر دې دمه الله جل جلاله حق او باطل سره جلا کړي دي، حق ته یې بری ورکړی دی او باطل یی شرمولی دی .

تاسو قضاوت وکړی کومې خبري چي عباس ستانکزي کړي دي ایا دا د یو مجاهد فکر کیدای شي ؟
۱۳۹۴/۱۱/۱۳

Facebook Comments

POST A COMMENT.