سوله څوک کوي؟

لیکوال: عمر

کله چي امریکا پر افغانستان یرغل وکړ، وحشي ځواکونه یې افغانستان ته راغلل په افغانستان کي یې یو اسلامي او افغاني نظام ړنګ کړ په سلګونه مظلوم افغانان یې شهیدان کړل،سپین ږیري،ځوانان،ښځي او ماشومان یې زندانونو ته واچول داسي ظلمونه یې وکړل چي انسانانو کله لیدلي هم نه وو.
د دیني مقدساتو سپکاوی یې وکړ،شپه چي الله جل جلاله د ارام کولو لپاره پیدا کړې ده دغرب ځناورو په مظلومو افغانانو سور اور وګرځوله په نیمه شپه د خلګو کورونو ته ننوتل د کورنۍ دوه درې کسان به یې شهیدان کړل نور به یي په سپیو تلاشي کول او چي کوم کسان به یې له ځانه سره بېول د وهلو ټکوله سره سره به ېي کالي ورځني وکښل لوڅ لغړ به یی دژمي په یخه هوا کي ودرول، غرب ځناور په دې پوه شوي وو چي مسلمانان په مرګ، وهلو او ټکولو دومره نه ځورېږي او نه هم ډاریږي لکه څومره چي په بې عزتي او د اسلامي مقداستو په سپکاوي زیریږي.

د کونتانامو وحشي زندان څخه یو مجاهد ازاد شوی وو موږ یې پوښتنې ته ورغلو هغه د کفارو د ظلم او وحشت ډیرې کیسې وکړې د رنګارنګه شکنجو خبرې یې وکړې داسي شکنجې چي د انسانیت په تاریخ کي به کوم انسان ته دا ډول شکنجه نه وي ورکړل شوې هغه مجاهد ویل(( چي دا ټولي شکنجې موږ زغملای شوای خو یوه داسي شکنجه وه چي په زندان کي یوه قیدي هم هغه نه شوای زغملای دا شکنجه په ټولو دومره سخته تمامیدل چي حد نه لري، نوموړې شکنجه د قران کریم بې حرمتي وه دا چي هغوي په کوم شکل د دې سپېڅلي کتاب بې حرمتي کول هغه زه نشم بیان ولای )) په کوټه کي ناست ټول خلګ یې په ژړا راوستل د هر مسلمان مجاهد په زړه کي د انتقام احساسات په جوش راغلل په کوټه کي تر ډير وخته خاموشي خپره شوه د خوشحالۍ په دې ناسته کي داسي غم راغی چي ټوله خوشحالي مو هیره شوه.

د کفارو هیڅ ډول په مسلمانانو زړه نه یخ یږي هغوي چي کوم ناوړه اعمال د قیدي مسلمانانو سره تر سره کوي هغه ځان سره ثبت وي او وخت پر وخت يې د انترنټ او نورو رسنیو په واسطه نشروي چي مسلمان ښه زلیله او بې عزته شي .
د ګونتانامو،بګرام او د عراق ابوغریب وحشي زندانونو ويډیوي فلمونه او انځورونه کیدای شي تاسو ټولو لیدلي وي.
د کندهار پېښه چي یو څو د خنځير په غوښو مست ځناورو د شپې په یوه کور حمله وکړه ښځي ماشومان یې په ډېر بې رحمه ډول شهیدان کړل، د هلمند په ولایت کي په ودونو بمبار، د هرات شنډن پيښه په لغمان کي د بې دفاع ښخينه وو شهادت، داسي په سلګونه نوري پېښې شته چي د بشریت دعوه ګرانو زموږ د بې دفاع مظلمو افغانانو سره تر سره کړي دي.
اې!!! هغه کسانو چي د کفارو تسلیمېدلو ته مو زړه ښه کړی دی، ایا تاسو دا ټول ظلمونه هېر کړل، هغه شهیدان مو سترګوته نه دریږي چي همدې کفارو په ډیر بې رحمی په شهادت رسولي ایا روان ظلمونه په سترګو نه ویني؟!
که چیري تسلیم شئ په دې دنیا خو به یاست زلیله په ورځ د محشر به هم تور مخ ولاړ یاست د الله جل جلاله څخه وډار شئ ځکه چي هغه سخت عذاب ورکونکی دی.
۱۳۹۴/۱۲/۱۸
03/08/2016

Facebook Comments

POST A COMMENT.