قطري ملیشې، له قطرڅخه ترچین پوري

لکه څنګه چې ټول مجاهدین د قطري ملیشو په کړنو او شومو اهدافو خبر یو، قطري ملیشې چي اوس ئې مشري د هبة الله اخندزاده په غاړه ده د کفارو سره يي د مجاهدینو،شهیدانو او جهاد پر سر هر ډول سودا او معاملې روانې کړي دي نومړي د هغو لسګونه ریښتیني مجاهدینو د قاتلینو مشري ته رامخته شوی، چې ګڼ شمیر مجاهدین ئې په شهادت ورسول د هغوي تور سري او ماشومان ئې بې کوره کړل، د مجاهد او جهاد د نوم د ورکولو لپاره ئې هرډول کوششونه او زیار وویست .
هبة الله اخندزاده تر اخترمحمد هم دوه قدمه مخکې دي دوي هم په هر ډول چي امکان ولري او هر ډول چي وي پیسې ترلاسه کول غواړي، د دې سوداګرو نه اسلام په یاد دی، نه مسلمان نه مجاهد او نه هم جهاد، د تل په څېر د قطر ملیشو بیا ځل د کفارو او دهغوي د متحدینو سره د پردې تر شاه پټ ملاقاتونه پیل کړي دي، د روان کال د اومې میاشتي په اتلسم تاریخ ۲۰۱۶/۰۷/۱۸ د شیرمحمد عباس او عباس ستانیګزي په مشرۍ د قطر هیواد څخه یو پلاوي د چين هیواد ته سفر وکړ ترڅو د امریکا،چين او نورو بهرنیو استخباراتي ادارو د نماینده ګانو سره وګوري یاد پلاوی د مهمو معالوماتو ورکولو او سودا ورسته په ۲۰۱۶/۰۷/۲۲ تاریخ د قطر هیواد ته ستانه شول، دا چې په یاده غونډه کې به د اسلام او جهاد دښمنانو په کومو مسائلو خبري کړي وي دمجاهدینو له منځه وړلو لپاره به ېې کوم پرګرامونه جوړ کړي وي په دې تاسو ښه پوهیدای شئ.
هبة الله اخندزاده چې اوس مهال د دقطري ملیشو مشر ځان بولي تر اخترمحمد هم ښه سوداګر او دسیسه جوړنکی دی، نومړي ټول هغه مجاهدین چې اوس هم د الله جل جلاله د رضی لپاره د دوي په صف کې خپل جهادي فعالیتونه تر سره کوي ډول ډول دسیسې جوړ وي، کله ورته وایي: چي امکانات نه شته کله ورته وایي چې مونږ د پیسو د کمښت سره مخ یو حال دا چې د دقیقو معلوماتو پر اساس د ګلااغا په نوم شخص چې د قطري ملیشو امر مالي دی تر ۳۰۰ میلونو څخه زیات امریکایي ډالر ورسره موجود دي، دا کوم عقل مني چې د اماراتو، قطر، اروپایي هیوادونو او نورو بهرنیو هیوادونو په لوړ قیمت لرونکو هوټلونو کې د شپو تیرولو، د هغه هیوادونو په لوړ لوړ موټرونو بلډنګونو کې د ګرځېدلو او اوسېدلو پیسې او امکانات دي وي او کله چې یو مجاهد د جهاد لپاره پیسو یا امکاناتو ته اړتیا ولري دا ښاغلي بیا د پیسو د کمښت سره مخ وي.
قدرمنو مجاهدینو وروڼو! که تر هر بیرغ لاندي جهاد کوئ، یا په هر نوم چې جهاد کوئ د الله جل جلاله لپاره خپل اصلي دښمن وپیژنئ، خپل د ټوپک شپیلۍ د دښمن لوري ته واړوئ متحد شئ، یو لاس شئ، سره یو شئ، په یوالي کي مو بریا ده، په یوالي کې مو قوت دی او په یوالي کې مود الله جل جلاله رضی ده؛ نو راځئ چې موتی یو بدن شو، خپل منځي اختلافات پرېږدو هغه منافقین چې د جهاد او اسلام نوم بدنام ول غواړي یا د دښمن سره غیر شرعي سوله کول غواړي په اصل کې ځان تسلیمۍ ته جوړ وي هغوي له خپلو پاکو صفنو څخه لري کړو او خپل جهادي فعالیتونه لا ګړندي کړو دښمن نور خپل همت له لاسه ورکړی دی ډېر ژر ده چې دالله جل جلاله په نصرت سره خپل هیواد د اشغالګرو څخه اذاد کړو او نوري اسلامي نړۍ د کفر له ظلم څخه وژغورو او د الله جل لاله دین په ټوله ځمکه خپور کړو .
۱۳۹۵/۵/۸
07/29/2016

Facebook Comments

POST A COMMENT.