مذاکرات که وسله پرځمکه کيښودل ؟ !!!

———————قاری بلال

پدي وروستيوکې زبرځواکه يرغلګرو چې زوريې اوبه دکبر ښکريې مات مالي سرچيني يې له حده اوښتي کمزوري شوي په هراړخيزو وژنو ، ستم او وحشت باندي ستړي شول مګرپدي ونتوانيدل چي افغانې او اسلامې غرور مات کړي ، له بلي خوا په خپلو هيوادوکي له کلکو غبرګونو سره مخ شول نو دخپلو غلامانو په خوله دصلحي ډنډوري شروع کړي داچې چا ترجيح ورنکړه مغرور او مسلمان ملت لاپسي په دښمن تندريز ګذارونه ګړندي کړل نومخامخ يرغلګر قوتونه جمعه امريکا رسما ديته اړشول چي مذاکرات بايد تسليم کړي ، دهمزولو په شمول دسيمي بانفوذه هيوادو ته دجولي په غوړيدو يې داغوښتنه ترسره کړه چې زمونږ (14) کالو هلي ځلي چي ددوي دپاره غټه لاس ته راوړنه ده بايد په سيند لاهونشي پايله يې داسې اعلان کړه چي هيڅ اړخ به مخکي له مخکي شرائط نه وضعه کوي يعني ستا افغانيت او اسلام به ځماسره برمته وي خوته شرط مه ټاکه ،ستاعزت او ازآدي به ما سره ګيروګان وي خوداچې ته تروريست يې له صليب نه ازادي لاس ته راوړي بايد په پټو او ړندو سترګو دمذاکراتو ميزته حاضرشي !!!
هو ، مونږ پوهيږو ولي امريکايان دومره اصرارکوي چې مذاکراتو دپاره له مخکي بايد شرايط نشې مطرح ؟
اصلا دپردي ترشاه داسي څوک شته چي منخته يې ورسره کړي که قدرت کي مو دپام وړ ونډه راکړه مونږ هم حاضريو چي ستاسې (14)کلني لاس ته راوړني او په سيمه کي ستاسي ګټي چي يوله هغو ځمکنې اډي دي ژمن يوو ، داچې په ډاکه دويلو جرءت نلري دملت له غبرګون نه په ترس کيدي دايوه بله موضوع ده چې ځانته بحث ته ضرورت لري ، مګر مونږ دا مرموزي څيري باربار ملت ته رسواکړي چې داخترمحمد په نامه سلامي شوي تش په نامه امارت دي چې يومهال يې همدا سمسور شوي مذاکرات دعليقدر اميرالمومنين له آدرس نه پرمخ بوول او په ډيري بي شرمي يې ورته عمل درسول الله صلى الله عليه وسلم له صلحه حديبيه سره پرتله کاوه مګر جبار رب يې فريب او مکررسوا کړ چې ترننه يې بيا صلحه حديبيه په خوله وانه خيستله .
دافغانستان اسلامي تحريک فدايې محاذ مذاکرات غواړي خو نه په دومره ستر قيمت چي يرغلګرو کفارو تعين کړي چي بايد له افغانيت او اسلامي اساسوصرف نظرشو ، مونږ صلحه
غواړو خو دمسلمان ترمنځ نه داسلام اود مرتد ترمابين ، مونږ يعني افغانانو دچاپر حريم يرغل ندي کړي دچا د ازآدي او ددين اهانت مونده کړي پرمونږ يرغل شوي ، زمونږ هيواد کنډواله شوي ، مونږحق لرو چي شرائط وضعه کړو نه صليب او صليب پرست غلام أجر نظام .
۱۳۹۴/۱۲/۰۵
2/24/2016

Facebook Comments

POST A COMMENT.