اعلامیه د زابل جګړې په اړه څو حقايق

بسم الله الرحمن الرحيم

د زابل جګړې په اړه څو حقايق

پرون د اخترمحمد ډلې د زابل جګړې په اړه د ( د داعشي ازبکستانيانو د موضوع په اړه د اسلامي امارت د لوړ رتبه هئيت راپور) تر عنوان لاندې ليکنه خپره کړه. په دې ليکنه کې له سره تر پايه دروغ او افواهات ځای پر ځای شوي دي. پر ملا منصور داد الله او ازبک مجاهدينو يې بې ثبوته او بې بنسټه دعوې کړي دي او ځانونه يې د بشريت مدافعين بللي دي.

موږ په دې متيقن يو چې له حالاتو باخبر هر څوک چې نوموړی راپور ولولي د دوی د ښکرورو دروغو ښکرونه به پکې ورته ښکاره شي. موږ يوازې د دوی څو ستر دروغ دلته ردوو. په دې راپور کې ليکل شوي چې جګړه لومړۍ د اسلامي دولت ډلې مجاهدينو له لورې پيل شوه، په داسې حال کې چې دا ټولو ته څرګنده ده چې لومړی د اختر محمد او محقق ملیشو د ۲۰۱۵/۰۹/۱۱ تاریخ جګړه پیل کړه، وروسته بیا ازبک مجاهدیینو په ۲۰۱۵/۰۹/۱۷ تاریخ دځان د دفاع لپاره فدايي حمله وکړه، دا جګړه کومه وړه او ساده جګړه نه وه.

ددې جګړې طرحه په ايران کې جوړه شوې وه او ددې پروژې عملي کېدو له پاره محقق او اخترمحمد ايتلاف وکړ، ځکه چې ښکاره خبره ده د ايران له مرستې پرته اخترمحمد نشو کولی د ملا منصور دادالله او ازبک مجاهدينو سره وجنګيږي او دا ټولې نړۍ ته څرګنده ده چي د ایران تر ټول ستر نماینده په افغانستان کي محقق دی.

په یاده لیکنه کي دا هم راغلي دي،چي د اختر محمد ډلې یواځي د اسلامي دولت مجاهدینو باندي بریدونه کړي دي،دا چي دروغ هیڅ کله نه پټیږي او الله جل جلاله دروغجن تل شرموي؛ نو دوي یې همداسي وشرمول، د اختر محمد ډلې خپله داسي ثبوته او راپورنه ورکړل چي په هغه کي صفا ثابته شوه چي دوي ملا منصور دادالله اخند هم د خپل بریدونو لاندي راوستی وو،په لومړي قدم کي دوي د الحاج قهرمان شهید ملادادالله اخند پر کور حمله وکړه ،تر څو ملا منصور دادالله اخند شهید کړي خو د مجاهدینو د سخت غبرګون سره مخ شول او په خپل برید کي الله جل جلاله ناکامه کړه په دې جګړه کي د اخترمحمد ډلې ملا عبدالله حقمل چي د شهید ملا دادالله اخند د یتیمانو او تور سورو د خوندي ساتلو لپاره ګمارل شوی وو په شهادت ورسوی.

دا لومړی ځل نه دی چي د اختر محمد ډله دروغ وايي کیدای شي دوي ته اوس دروغ ویل یو عادي کار ګرځېدلی وي حال دا چي دروغجن د الله جل جلاله دښمن دی، د ایران په دې پروژه کي الله جل جلاله د اختر محمد حقایق ټولو مسلمانانو ته ښه ښکاره کړه دا جګړه د اختر محمد ډلې د زیوال نښه ده انشاالله چي ټول د حق دلاري مجاهدین د دوي په حقایقو پوه شوي دي.
۱۳۹۴/۰۹/۰۸

Facebook Comments

POST A COMMENT.