دافغانستان اسـلامـي تحـريک فدائې محــاذ اعـــلاميه !

دايـران پـولي ته څېرمه دبلـوچستـان دنوشکـي احمداباد سيمه کـي د (۲۱) می دامـريکائي ډرون بريد کـي دجعلـي اميرالمومنين داختـرمحمد دمـرګ تصـديق شـو کوم چـي دالبندين هوايې ميـدان نه په (۱۵۰) کيلو ميتـري کي موقعيت لـري .
ديادونـي وړده چـي اختـرمحمدله (۲۰۰۴) کالونوبعـد مستقيما او له هغـه مخکـښي غيـرمستقيم ديـوتعداد نورو انډيـوالانـو په ملتيـاله سي آي اي سـره دهيـروينـو په قاچـاقبـري کـي ايجنټ وه.
اهل نظـر خلک پـردي مسئله پوهيـږي چـي ولي سي آي اي دبـريد په هکله وروستـي منظوري له بارک اوباما څخه واخيسته ؟؟
هـوکې داوبامـا په شمـول سي آي اي ته نـورداسي يار دزغملـو نه وو چـي سـريې له ده سـره او پښي يې دبل په غېږ کـي پرتـي وي.
له داعش نوم نه په استفادې له ايـران او روسيـه سـره کـړي تعهدات هغـه څه وه چـي امـريکايانـو ته يې پايله څـرګنده او زغملـو نه وه ، دزابل په جګـړه کـي دایران دپاسـدارانو رول او حضـور دتورن اسمعيل دمليشـو تـرڅنګ سي آي اي له خوبه راويښـه کړه د سي آي اي شبهات هلته خپل اوج ته ورسيـدل چـي اختـرخان ورته معـاهدې دايـران پـر وساطت له (کـي جـي بـي) سـره امضـاء کړي ، امـريکايان پدي پـوه شول چـي داختـرمحمد ژوندی پاتـي کيدل دامـريکا دميلونونو ډالـرو سـرمايه په خطـرکـي اچولای شـي ، سي آي اي ته دبـرتانيه له (ايم آي سکس) سره مشترک ايجنټ دبـرداشت نده له کـي جـي بي او دايـران له پاسـدارانو سـره مشتـرک ايجنټ ساتل دسـرکرښي انتهـاء ده.
دافغانسـتان اسـلامـي تحـريک فدائې محاذ دالله په دربار کـي شکر ادا کوي اوله ټـولو مسلمانانو او مجاهدينـو غواړي چـي دوه دوه رکعته دشکـرانې لمونځ اداء کړي چـي دشهيد ملا دادالله اخوند او حافظ صاحب تيمـورشاه په شمول دسلګونو او زرګونو مسلمانانو ستـرقاتل دخپل بادار په لاس په بـي رحمـي سره قتل شو.
بيشکه چـي لوي او متعال رب ښه انتقـام اخيستـونکـي دي !
(دفدائی محاذ ویاند قاری حمزه)
۱۳۹۵/۰۴/۰۶
05/24/2016

Facebook Comments

POST A COMMENT.