دامیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد تقبله الله اوسنی استوګنځی دهغه مقبره زابل ولایت انشاالله پاک روح به يې په علیین کي وي!

بسم الله الرحمن الرحيم
د امارت وياند ملا عبدالباري چې په ذبيح الله مجاهد مشهور دی، دعوه کړې چې د اميرالمومنين تقبله الله د شهادت مدعيين په دې دعوې سره د هغه استوګنځی معلومول غواړي. دوی ته وايو: د امير المؤمنين ملا محمد عمر مجاهد تقبله الله اوسنۍ استوګنځی موږ ته معلوم دی، د هغه مبارکه مقبره زابل ولايت کې ده او ان شاالله پاک روح به يې په عليين کې وي. تاسو دعوه کړې چې دا خبر دروغ دی، زموږ او ستاسو دروغ او رښتيا الحمدلله ټولو مجاهدينو او ټول ولس ته اوس څرګند شوي دي. فدايي محاذ لومړۍ سرچينه وه چې ستاسو د قطر دفتر يې افشا کړ. تاسو د قطر له دفتر هم منکر وئ، ويل مو: (( دا يو څو تنه په خپل سر تللي، دوی هيڅکله هم زموږ استازولي نشي کولئ))، خو اوس بيا هغوی خپل سياسي استازي بولئ او د قطر دفتر خپله يوه بريا بولئ همدا رنګه نوموړی دفتر خپل سياسي دفتر بولئ… بيا د هر ډول مذاکراتو منکر وئ، فدايي محاذ لومړۍ سرچينه وه چې ستاسو او د CIA تر منځ يې د دوبۍ سري او پټ مذاکرات افشا کړل. تاسو منکر وئ، خو اوس دا دی د ګوډاګي حکومت سره مو ذليل مذاکرات په ښکاره پيل او رسما تائيد کړل. نور په لسګونه ځله داسې شوي دي چې تاسو له يوې موضوع په لومړي سر کې منکر شوي ياست خو وروسته مو بيا په سپين سترګۍ تائيد کړي دي. موږ متيقن يو چې ژر تر ژره به دا موضوع هم رسما تائيدوئ، ځکه چې له تائيد پرته بله لار نه لرئ، د فدايي محاذ په شمول ټول مجاهدين او په ټوله کې ټول ولس درڅخه د اميرالمؤمنين ملامحمد عمر تقبله الله غږيز پيغام غواړي. که تاسو دا بهانه کوئ چې په غږيز پيغام سره ځای افشا کېږي، نو دا غير منطقي خبره هيڅوک هم درسره نه مني. فدايي محاذ د ملا صاحب د شهادت ځای او نيټې په اړه دقيق معلومات لري، اوس همدومره کافي ګڼو چې د اميرالمؤمنين وروستي وصيت په اړه دومره ووايو چې ده تقبله الله وروستی وصيت د ماسپښين له چايو وروسته کړی. ان شاالله د شهادت په اړه به يې نور معلومات هم ډېر ژر رسنيو ته په واک کې ورکړو.(دفدائی محاذ ویاند قاری حمزه) ۱۳۹۴/۰۵/۰۱

Facebook Comments

POST A COMMENT.