دلوی اختر(عیدالاضحی) په مناسبت دافغانستان داسلامی تحریک فدائی محاذ دعلیقد رامیر مجاهد وروره عمرخطاب حفظه الله دمبارکی پیغام

دافغانستان اسلامی تحریک فدئی محاذ
فرهنګي کمیسیون
۱۳۹۳*۱۴۳۵

بسم الله الرحمن الرحیم
وَالَّذِیْنَ جَهَدُوافِیْنَا لَنَهْدِیَنَّهُمْ سُبُلَنَاوَإِنَّ اللهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِین*عنکبوت،۶۹
ګرانوهیواد والو!
په دین اوعزت میٔنومسلمانانو!
دجهاد اومقاومت دسنګرونومدافعینو! اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته دلوی اختردرارسید وپه مناسبت تاسواوټول امت مسلمه ته مبارکی وایم ، هغوته چه یوواقعی خپلواک افغانستان کی دیواسلامی شرعی نظام دراتلو په انتظاردی ، هغوته چی خویندی وروڼه یی دبګرام اوګونتناموپه صلیبی بدناموزندانوکی زولنی شرنګوی ، هغوته چی پدی ګړنګیزاوکږلیچونه ډک سفرکی ددوستانوپه شمول وروڼه پلرونه اودفامیل غړی په شهادت رسیدلی ، لاس په دعأیوچه الله تعالی دی ددی حق کاروان ټول لارویان اوهغه بی اسری خویندی او وروڼه چی د زندان دتوروخونودننه په توروشپوکی له سترګودناهیلی اوښکی څاڅی دازآدی اودعزت هیلی ارمانونه ترسره کړی اوهغه بختوره ورځ دالله.ج. په ټولومجاهد ینواوګوری چه وطن موبشپړازادخپلواک وی اودهیوادپه رغواوسردروداسلام سپیڅلی ځلانده محمدی بیرغ رپیږی !
له وخت نه په فرصت اواستفادی ستاسوتوجواوپام دهیواد ورستنیوجریاناتودغربی اوداخلی میډیاهغه پوچوتبلیغاتوته اړوم چه دافغانستان اسلامی تحریک فدائی محاذ باندی رنګارنګ سیاسی تبصری اوتجزئی ترسره کوی خصوصاًغرب پال تجزیه نګاران اواژانسونه خوډیرپه سپین سترګی سره دخولی په بیرته کولواسلامی تحریک فدئی محاذ وجود داسلامی امارت دمشیرتابه علیقدرامیرالمٔومنین {ملامحمدعمرمجاهد}حفظه الله سره داختلاف څرګنده بیلګه اونمونه ګڼی صرف خپلوتجزیواوتبصروته په خوشحالیدوخارجی یرغلګره میډیا ګردی میزونه جوړوی اوددوی په اَند نن ده که صباح دجهاداومقاومت صف به په څوحصوتقسیم اوتضعیف به شی دمقاومت لیکی به ماتی شی اومیدان به پراخ بنسټی کفری د یموکراسی ته خلاص شی ، ولی هرګزداسی نده! غرب پال اودهغوی پراخ بنسټی په خپلوتجزیوکی تیروتی دی مونږمحترم علیقدرامیرالمٔومنین{ملامحمدعمرمجاهد}حفظه الله دخپل شرعی امیر په حیث پیژنواوپه قیادت یی افتخارکوه اوترهغی به یی ټولواحکاموته وفادارپاتی شوچه خدای مکړه احکام اومسیریی له نبوی شریعت سره په ټکرکی نه وی راغلی . دهغه قوی ایمان اوپاخه عزم داثابته کړه چی دملنګی ژوند یی قبول کړخودکفاروارادوته تسلیم نشه انشاءالله په پوره ډاډسره وایوچه کله به هم کفاراوصلیبی نړی پدی ونه توانیږی چه دهغه مبارک قوی ایمان اوپوخ عزم به په مادیاتوواخلی !
موژکه اختلاف لروله هغه اشخاصوسره یی لروچه دقدرت اودډالروپه مقابل کی زړونه بائیللی دی دخپلوشومواهدافودتحقق په خاطردشهیدانوپه پاکومعصومووینو، دهغوی دتورسریوپه شلیدلوګریوانونو، اودهغوی دیتیمانوپه سړواهونوله کفاروسره تاریخ نه بښونکی سازشونه ترسره کوی چه ښه بیلګه یی دقطرپه عربی هیواد کښی دقطری ملیشوزینږده دفترده چه ستره موخه یی د د شمن په جای د مجاهدینواودمجاهدینودمشیرانوتروراو وژل دی اوبس! باید داواضحه کړم چه موژنه بلکی ملته تاسوداقضاوت ترسره کړی چه دادکومی ایډیالوژی نوی رنګ ده ؟ دا داسلامی تاریخ کوم څلی ده ؟ چی سفیرځما،نائب ځما،ترجمان ځما، خوکورلوکس موټراوډالریزمعاش دی ځما اوځماد د ین دښمن، دصلیبیانو سردار،دلکونوشهیدانوقاتل(یرغلګره امریکا) اودهغوی قسم خوړلی متحد قوتونه ورکوی ؟ ایادغه صلیبی مکافات اوتحائف دهغه لسګونواوسلګونومخلصوعلماءکرامو، شیوخو،مجاهدینو، اود مجاهدینود مشیرانودتروردلړی نعم البدل ندی چه له ملادادالله اخن څخه سرچینه اخلی ترحافظ صاحب تیمورشاه پوری اوتراوسه لادهیواد په مختلفوساحوکی ادامه لری ؟ اوبیاپه ډیره سپین سترګی سره دیوی اعلامیه په نشریدودملاصیب په سپینه لمن لاسونه پاک کړی چه ګویادقطردفترزمونږسیاسی لویه لاس ته راوړنه ده!دعلیقدرامیرالمٔومنین سپیڅلی دریځ خونن څخه(۱۴) کاله پخوانړی حیرانه کړه چی دخپل تخت اوتاج نه لاس په سرشوخوایمانی ضمیریی داقبوله نشوه کړی چه دخپل تخت دبقاء په خاطردیوخارجی مجاهد په سرسوداله کفاروسره ترسره کړی نن د(۱۳) کلونودسخت جهاداومقاومت باوجود دلکونوشهیدانویتیمانوپه درلودوداڅنګه ممکنه ده چه دملاصیب ایمانی ضمیردی داقبوله کړی چه دده سفیراواستازی دی حربی کافرتمویلوی اودی مبارک دی داستره فتحه وګڼی !
دافغانستان اسلامی تحریک فدائی محاذپه ځان دافرض ګڼی اوځان ددی مظلوم ملت پوروړی ګڼی چه دادی ډالرواودقدرت ټهیکه داران رسواکړی ، مونږدخپل رب په نصرت بغیر دکومی پولی له هغوټولوغدارواوایمان فروشواشخاصوسره دمقابلی په هرډګرکی کلک هوډلروچه زمونږدملت په وینو لاس ته راوړیوبریاوواوارزښتونوباندی له کفاروسره سازشونه کوی ، مونږدعربی هیوادوپه شمول دکابل اوداروپاټول پټ مذاکرات په کلکه غندو اوعاملینوته یی دنه اصلاح په صورت کی چیلنج ورکوه چه کله به هم دمظلومومسلمانانواهونه تاسی معاف نکړی اوډیرژرده چه ددوی دلاسوخپړی به ستاسوګریوانونوته ولویږی! دافغانستان داسلامی تحریک فدائی محاذ وجود داختلافاتوزیږنده بلکی داتفاق هغه څرک ده چه ټول اسلام پال قوتونه له یوه سنګره په دښمن وروستی مرګونی ګذارته رابولی اوله هغوقوتونوسره دمقابلی کلک هوډلری چه ددښمن په مستقیمه لارښونه دمجاهدینوترمابین داختلافاتو باعث ګرځی اوپدی باوریوچه داد احمداود محمود کرخی زمونږد ملتونواوقومونوپه سروکی پرون هم داسلام دشمنانوراکښلی اونن یی هم لا تنده نده ماته هغوی زمونږله یوالی ویره اوبده خاطره لری اود خپلووینوبوی محسوسوی !
موژدصلیبی نقشی دهغه شیطانی جال چه دد یموکراسی په نامه پدی غازی ملت دزرګونوپونډه بمونو په اورولوغاصبانوخپورکړی په کلکه تقبیح اوغندویی چه هره ورځ په لسګونو اوسلګونومظلومومسلمانانووینی پکښی بهیـږی، داله کفرنه ترسپوږموباردیموکراسی اسلام سره په یوه قالب کی راتلل دنیاوالووکتله چه ناشونی ده، داخودهغه چاایجاد ده اوهمغه چاته پکار راتلی شی چه دهیوادپه رسمی قانون کی نرپه نرنکاح تړل جوازلری، ایالدی به سترحماقت اوګمراهی کومه وی چه له دغی د یموکراسی نه دهـیواد دابادی اوسوکالی طمعه لری؟ وروستیوتقلبی انتخاباتوکشمکش اولانجوثابته کړه چه باید غربیان لدی هیواده د پښوسپکولوپه ترڅ کی په خپل لاس جوړه غربی دیموکراسی چه دغازیانو پدی هیواد کی په درد ورته ونه لګیده راونغاړی اوپه ترخ کی دځان سره لدی هـیواده ویوسی ددوی دډیرزیاراوهاند اوباربارله مستقیمی مداخلی سره پدی ونه توانیدل چه داسی لاسپوڅی اداره رامنځ ته کړی چه ددوی دوتلو وروسته دنظام د فوری سقوط مخه ونیسی، مونږدغربی دیموکراسی په وطن فروشواوایمان فروشولاسپوڅوژغ کوه چه ستاسوحالت کټ مټ(۱۳۷۰) لسیزی ته ورته دی چه هغه مهال روسانوخپل لاسپوڅی کمونستان دخدای اسری ته پریښودل اونن دادی تاسی امریکایان اوغربیان پریږدی اوپه خپله لدی خاوری پښی سپکوی اوددی جوګه ندی چه دابی پایانه جنګ پرمخ بوځی بلکی ستاسوبرخلیک به له کمونستانوهم ډیربدوی مګرداچی خدای ته توبه اوباسی، د خپل مجاهد ملت غیـږی ته راوګرځی،اوخپله توره تاریخی سابقه جبران کړی، مونږدلوی رب په نصرت اودخپل مجاهدملت په ملاتړ ددی مظلوم ملت هغه کشتی ته د نجات په خاطر په کلکه مټی رانغښتی دی چه دلکونوشهیدانوپه وینود نجات ساحل ته په رسیدودکفری اوصلیبی نړی له څپاندوموجونواوچپوسره مخ ده،اودایمان فروشومنافقینوله زخم لرونکیوګردابو،دقدرت اوچوکی پرستوله لیلا میدوسره مخ ده،انشاءالله په کلک عزم اوپاخه هوډ مورب العلمین سره وعده کړی چه په هیڅ قیمت هیڅکله به ددی غازی ملت په ویاړونواوقربانیوبه (بیعه فاسدی) سوداته تیارنشواونه به چاته دژوند تراخری سلګی دداسی جسارت اجازه ورکړوچه دافغان تاریخ دویاړونوتورداغ اوګرځی !
دافغانستان اسلامی تحریک فدائی محاذ دوخت اوازاوداسلام هغه حقیقی تصویرانځورونکی چه رب العلمین ذات به یی په سرحداتوفخرکولو،تاریخ یی په لیکلو،اومیندویی دخپلوبچیوپه قربانیو،چه هرامیریی خادم وه هرعسکریی استشهادی !
په پای کی ټولوسرښندونکیومجاهدینوته توصیه کوم چه خپل صفونه لامنظم اومتحدکړی هغه څوک په خپلوصفونوکی مه پریږدی چه عام اولس ځوری،اوپه هغوایمان فروشومنافقینودخپل ټوپک میلونه را واړوی اوپه نښه یی کړی، اومه پریـږدی چی دانتظارشیبی یی اوږدی شی، اوله خپل سپیره برخلیک سره یی مخ کړی، چه اوس هم لادکفاروپه باداری رواداره اودهغوی په چوپړکی شپه ورځ په خدمت بوخت دی، لاهم دکفارومخکی دتبلیغاتی میډیاکردارلوبوی، لاهم دحق سترګی پی پټی اودمجاهدینوداذیت سبب ګرځی! {دهیواد دروڼ صباؤن په هیله} فان العــــــــــزة لله والــرسولــــه والمٔــومنیــن
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
(عمرخطاب)

Facebook Comments

POST A COMMENT.