د افغانستان اسلامی امارت او د شهید امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمة الله عليه په ژوند کی ټاکل شوی رهبری شورا شرعي تحفظات په منصور اختر محمد

نحمده ونصلّ علی رسوله الکریم فَاِن تَنَازَعتُم فِی شَیئٍ فَـردُّوهُ اِلَی اللهِ وَرَسُولِهِ (الآیة)
په دغه ایت شریف کی الله (ج) موږ ته امر کړی چي ستاسو په کوم شي کي اختلاف او تنازع راغله تاسو یي الله (ج) او رسول (ص) ته حواله کړئ چون دمنصور صاحب امارت متنازع فیه دی نو موږ ددفع د تنازع او اختلاف دپاره خپل ټول واک او اختیار وعلماء کرامو ته حواله کړی چي اهل الذکرهم په قرآن مجید کی هم علماء کرام دي کومي شرعي خوښتنی چي موږ درلودي او هغه شرعي غوښتني چي موږ دهغو پر اختلاف درلودی دمنصور صاحب هغه سره هغه موږ علماء ته وړاندی کوو چي دالله (ج) په توفیق سره او دعلماؤ په کوشیش سره چي اتفاق او اتحاد راسي (۱):اول کوم شرائط او اصول چي دیو شرعي امیر دپاره او د ټاکلو دپاره لازم او ضروري دي لو دی شرعي امیر جوړیدلای سي منصور صاحب پر دغه شرعي دلائلوعرض کړئ او کوم صفات چي دشرعي امیر دي هغه په ده کي ولټوئ چي دغه صفات په ده کي سته که یا،
زموږدعلماء کرام څخه غوښتنه ده چي دشرعي امیر تحقیق وکړي مجاهدینو ته او ولس ته وضاحت وکړي، په دي باره کي موږ خپل اعتراضات او نیو کي سره دشرعي دلائلو وعلماء کرام موته وړاندي کوو(۱):اول لکه چي دشهید ملادادالله اخند موضوع پيښه سوه دشهید ملادادالله اخند وارثانو او قریبانو پر منصور صاحب باندي او پر بعضو نورو ملګرو هم ادعاء وکړه منصور صاحب شریعت ته حاضر نسو آیا په شریعت کي داسته چي یو امیر دي فوق دشریعت وي او شریعت ته حاضر نسي او د زور څخه کار واخلی، (۲): دمجاهدینو ترور کول او دترور پلانونه جوړول، (۳): لکه دمعتصم اغاجان ویشتل، (۴): دمولوي عبدلرقیب په شهادت رسول، (۵): پر حاجی نجیب الله حمله کول او د دوی ورور په شهادت رسول، (۶): دملاعبدالقیوم پورته کول، (۷): دملاصاحب امرونه پټول او نه تطبیق کول، (۸): دبیت المال پیسي دخپل کمپین دپاره درشوت په ډول مصرفول، (۹): دغه ټول کارونه کول دملاصاحب په نه موجودیت کي، (۱۰): په اوسنی حالاتو کي چي کوم جنګونه په نامه دداعش یادمنصور دادالله یا یي په هراتکي پر مجاهدینو وغیره شروع کړي ایا په شریعت کي دا جائزه او روا دي که یا،چي دمسلمانانو بچیان پر مسلمانانو استعمال کړي په داسي حال کي چي افغانستان د کفارو او دهغو دمعاونینو ډک دی ایا دداسي سړي چي په امیریی دمسلمانانو په سلهاو مجاهدین په شهادت رسول کیږي، دمسلمانانو دښځو عقت اخستل کیږي، دمسلمانانو کورونه خرابیږي، آیا داسي سړي په شریعت کي دمسلمانانو امیر جوړیدلای سي؟ (۱۱): دامیرالمؤمنین ملامحمد عمرمجاهدوفات پټول که چیري دمصلحت دپاره وه، نو صحابه کرامو(رض) به د رسول الله (ص) وفات پټ کړي واي، چي ترواسني حلاتو هغه وخت شرائط د مسلمانانو دپاره ډیر سخت وه چي دسیرت کتابونه په ډک دي، بیا که د ملاصاحب مرګ پټیده دملک دمصالحو او دجهاد دګټو دپاره وه، نو باید هغه خلګ چي ملاصاحب دشوری رهبري دپارهټاکلي وه هغه باید ټول په خبر وای، (۱۲): دا چي منصور صاحب خپل ځان دافغانستان څخه دباندي په خارج کي وټاکي دلته دوه اعتراضونه دی اول دا چي دی په افغانستان کي واک او قدرت نلري، چي دا دامیر دجوړیدولو دپاره یو شرط دی، دوهم دا چي ددنیا ټوله حکومتونه دکفارو خصوصاً دغربیانو تر اثر لاندي دي دا هیڅ ممکنه نه دا چي امیر دمجاهدینو دصفت څخه جلا په خارج کي مستقل واوسیږي او استقلال دي حفظ کړي،(۱۳)یوه اختصاصی محکمه دي جوړه سي، منصور دي حاضرسي، که محکمي بري کړ، بیا که علماء او مجاهدینو امیر یي وټاکی، هغه بیله خبره ده، بیاموژ ته دمنلو وړ ده،دیو شرعي امیر ټاکل او هغه ته مشروعیت ورکول په اسلامي اصول کي دری اصله دي، اول انتخاب، دوهم اتصاب دریم نظامي واک،
او تسلط او داټولو علماؤ ته او ودنیا ته معلوم ده چي منصور صاحب دومره واک او قدرت نلري چي ځان ښکاره کړي په افغانستان کي نوځکه یي ځان په خارج کي وټاکي او انتخاب هم نه وو پاته سو انتصاب چي هغه په شوری اهل الحل والعقد باندي کیږي، چي دملک جید علماء او متنفذین او مجاهدین راغوښتل سوي وای هغه یي هم ونکړل، کم خلګ چي ملا صاحب په ژوند کي دغه دشوری رهبري غړي دملاصاحب نائبان نو دا پټول مصلحت نه وه بلکي دواک او قدرت ترلاسه کولو دپاره یو پلان وه ځان په اقلو افرادو په یوه کوټه کي ټاکل چي دغو خلګو دی ټاکلی وه دده سره په پلان کي اوپه ګټو کي شریک وه اوس هم دي که چیري علماء کرام ددغو اعتراف اضاتو سره د وقت د ضرورتو نو او حکمتونو سبب موژ ته په شرعي دلائلو قناعت راکړي دآئنده نظام دپاره زموژ شرعي طرحه دا ده چي امارت اسلامي ټولو مسلمانانو او کونډو او یتیمانو کور دی نه باید امارت اسلامی محدود په یوه ولکی او محاذ بدل سي او یو کورځیني جوړ سي، لکه چي په دغه څو کاله کي وسوه چي نتیجه یي اختلاف او اسلامی جنګونه سوه ،
(۱): غوښتنه داده چي باید ټول طرفونه او جهتونه علماء ته واک ورکړي، (۲): دوهم چي دغه علماء دټولو ملک په سطح د جیدو علماؤ یوه مقتدره شوری جوړه کړي چي هغه دامیره تر ماموره پوري پر ټولو حاکمه وي چي دملک دمهمو موضوعاتو او پریکړو دپاره مرجع وي او داختلاف په صورت کي پر یکنده اقدام کوي (۳): چي ددغي شوری له حاکمیت څخه خیڅوک استثناء نه وي او دغه شوري بد له شرعي اصولو سره مطابق دامیر داتصاب او عزل واک هم ولري، (۴): دغه حاکمه شوری دامیر ټاکلو ترځنګ او ذضوابطو پر بنیاد دامیر معاونین او یو وسیع رهبر شوری دملک په سطحه وټاکي ترڅو دغه رهبري شوری سیاسي او اقتصادي امورو کي پوره واک ولري او هغه دامیر په موافقه دټول ملک کارونه پرمخ بوزي، (۵): دغه رهبري شوري باید نظامي مسؤلین داهلیت او لیاقت پرښیاد نه ده روابطو پر ښیاد وټاکي او هم سیاسي او اقتصادي مسؤلینو سره اهل او وړ خلګ وټاکی دغه شوری رهبری دنظامی او سیاسی محاسبي او تفیش واک ولري دغه شوری په اقتصادي امورو کي لکه په واردات او صادرات کي پوره واک ولري چي پیسي له کومه پیدا کیږي او چیري مصرف کیږي چي هغه توهمات او بدګمانی او اختلاف رفع سي چي یو څوک بلډنګان جوړي او بل شهید یتمان سوال کوي او دناروابطو غیر شفاف کارونه لکه دمولوي اسماعیل دموضوع وغیره وغیره مخنیوی وسي او دعتماد فضاء رامنځ ته سي دغه رهبري شوری دامیر په موافقه باید یو شرعي قوه قضائیه جوړه کړي چي د ولس اعتماد پرموږ باندي راسي چي رمږ حقوق شرعٌا محفوظ وي چي دغه قطائیه قوه دحاکمي شوری لخوا تائد کړي یعني دغه قوه قضائیه باید دحاکمي شوری له خوا تائید سي، (۶): باید دامیرالمؤمنین کورنی ته د دوی دشان سره مناسب په امارت اسلامي کي امتباز او مقام ورکړل سي، (۷): په پای کي موږ دعلماء کرامو څخه داغوښتنه کوو چي که چیري زموږ په غوښتنو کي غیر شرعي مواد وي، لیري دي کړي او دنه منلو په صورت کي ملامت ته په ملامت وویل سي او زموږ شرعي غوښتني تائید کړل سي، زموږ دټولو مجاهدینو او اولس دا خوا هش دی، چي دملاصاحب پرکورنی ټول راټولیږي،
دعلماؤ څخه هیله کوو چي مشرتوب دي ددوی پر کوروي،

والسلام
دامارت اسلامی لاخوا
۱۳۹۴/۰۶/۱۹

Facebook Comments

POST A COMMENT.