د امير المؤمنين ملا محمد عمر مجاهد د شهادت په اړه يو بل حقيقت

سي آی اې او ملا اختر محمد منصور (د امارت اسلامي اوسنی مشر ) سره توافق ته رسيدلي وو چې د اميرالمؤمنين رحمه الله مړينې به هم د شهيد اسامه رحمه الله د مړينې په څېر د امريکا يو لاسته راوړنه وبولي.

ملا اختر محمد منصور د ۲۰۱۵ کال د مۍ په میاشت کې د امریکایي اشغلګرو سره د ګردي جنګل چې د پاکستان په اوسني سرحد کې راځي او چوټې چې د افغانستان سرحدي سیمه ده وکتل په دې ناستو کې منشي عبدالقیوم، ملا نعیم او څو نور جاسوسان هم ورسره وو، داسې هوکړه يې وکړه چې شهید ملا محمد عمر اخوند رحمه الله ته هم د شيخ اسامه رحمه الله په څېر یوه توطئه جوړه کړي او د پاکستان په خاوره کي يې شهید ثابت کړي.

دوی غوښتل چې نړۍ ته دا وښيي چي شهید لوی ملاصاحب د پاکستان د حکومت په ولکه کې وو او د اشغالګرو امریکایانو په یوه چاپه کې شهید کړای شو او جسد یې امریکایانو له ځانه سره یووړ، په دې ناسته کې حتی د شهید امیرالمؤمنین د اوسېدو لپاره ځايونه هم د پاکستان فوځي اډو ته نږدې سيمې ځکه غوره کړای شوې وې، چې د خلکو ښه یقین راشي چي ملا صاحب رحمه الله د پاکستان جاسوس و.

لومړی ځای قلعه سیف الله د پاکستان یوې نظامي اډې ته څېرمه، دوهم د کوټي ښار په نوي کلي کې د پاکستان یوه امنیتي پوستې ته څېرمه ځای ټاکل شوی و. په یاده ناسته کي د سي آی اې مامورینو منصور ته وویل چې ته بايد نور د پاکستان سره خپلې اړیکې جوړې کړې، هر څه چې پاکستان غواړي هغه ورسره ومنې، که د مذاکراتو خبرې وي یا بل هر څه وي. منصور د خپل بادار ورکړل شوي پلان په عملي کولو پیل وکړ سم د لاسه يې د پاکستاني چارواکو سره خپلې ناستې پیل کړې هغوی ته يې د هر ډول خدمت ژمنه وکړه او ځان يې ورته ښه وفادار دوست ور وپېژانده.

کله چې فدايي محاذ د دوی له دې شوم پلان څخه معلومات تر لاسه کړل، نو د ملا صاحب رحمه الله د ژوند او مړينې په اړه يې څېړنه پيل کړه، د څېړنې په پای کې يې د خپلې څېړنې نتیجه د ټول ولس سره شريکه کړه، دلته يې يو ځل بيا په مختصر ډول يادونه کوو:

کله چې امريکا خپلو غلامانو ته په قطر کې دفتر پرانيست، نو ددې موضوع سره اميرالمؤمنين رحمه الله سخت مخالفت وښوده، ملا اخترمحمد منصور ته يې پيغام وليږه چې دا مو څه وکړل، ژر تر ژره دا دفتر بند کړئ… خو دوی يې امر و نه منلو او خپل دې کار ته يې دلايل وړاندې کول، اميرالمؤمنين رحمه الله يې يو دليل هم نه قبلولو بيا بيا يې ورته ويل چې دا دفتر وتړئ، حتی د دوی تر منځ په دې پيغامونو کې ډېرې سختې خبرې هم تبادله شوي دي.

اميرالمؤمنين له پخوا ناروغي درلوده خو په دې وختونو کې ډېر ورسره په عذاب وو، هماغه استازي ته چې دا پيغامونه به يې د دوی تر منځ رسول، د هغه دواګانو نومونه ورکړي وو کوم چې ده پخوا استعمالولې، هغه کويټې ته ورپسې تللی وو، هلته د ملا منصور دوی سره مخ شوی و، هغوی ورته ويلي و چې د پاکستان دواګانې مؤثرې نه دي، موږ به اميرالمؤمنين ته دا دواګانې له دوبۍ څخه راوغواړو، همداسې شوي وو له دوبۍ څخه يې د هماغه دوا په بڼه زهر ورته راغوښتي وو… د همدې دوا خوړولو څخه درې ورځې وروسته اميرالمؤمنين د ماسپښين چايو وروسته وصيت کړی او له دې بې وفا خلکو او فاني دنيا څخه سترګې پټي کړي دي. بيا په زابل کې خاورو ته سپارل شوی دی.

له دې څېړنې وروسته فدايي محاذ مشرتابه شوری پريکړه وکړه چې اميرالمؤمنين د شهادت خبر بايد رسنيو سره شريک شي، همداسې وشول او دې کار سره يې د ملااخترمحمدمنصور او سي آی اې شوم پلان شنډ کړ.

دوی اوس هم غواړي چې په يو ډول سره داسې وښيي چې اميرالمؤمنين په پاکستان کې مړ شوی او غواړي چې په دې افواهاتو سره خپل بادار ته يو څه قناعت ورکړي او ځان ترې خلاص کړي. ددې کار له پاره دوی وايي چې اميرالمؤمنين د کراچۍ په يوه روغتون کې ساه ورکړې ده.

موږ په پوره باور سره وايو چې د اسلامي امارت له سقوط وروسته اميرالمؤمنين هيڅ له افغانستان څخه د باندې نه دی وتلی.
(دفدائی محاذ ویاند قاری حمزه)
۱۳۹۴/۰۵/۱۰

Facebook Comments

Website Comments

  1. حضرت عمر
    ځواب

    السلام عليکم والرحمت الله ستاسوپه په فکر ملااخترمنصور مجاهدنه دۍ يعني ملامحمدعمرهغه وژلۍپه زهرو اودۍ دبل چا نفردۍ په برېښناليک کې ځواب راکړۍ

POST A COMMENT.