هر ریښتوني مجاهد ته !

 

د دښمن نوې توطئې

     دښمن د خپلي ماتي په ورستیو شېبو کي خپله ستراتیژي بدله کړې او نور په دې پوه شوي دي چي په نظامي ډګر د افغان مجاهد اولس ماتول ممکن کا رنه دی، دښمن ته خپل نظامي مصارف هم نور د زغم وړ نه دي، نو ځکه یې د نظامي جګړې پر ځای په نویو لارو جګړه پیل کړې، تر څو په دې نوې لاره د مجاهدینو د بري مخه ونیسي او د خپلو مزدورانو په لاس خپل نیمګړی ماموریت سرته ورسوي، دښمن غواړي د تېر جهاد په شان د خپلو بړېڅو په لاس د یو واقعي اسلامي نظام د راتلو مخنیوی وکړي او خپله ماته پټه کړي، د همدې موخې  لپاره دښمن د توطئو یو نوی باب پرانیستی دی، د دښمن دا نوې ستراتیژي له ځان سره نوي پلان او نوي تکتیکونه  لري چي اوس مهال دښمن د همدې نوي ستراتیژۍ پربنسټ په نوي پلان او نویو تکتیکونو عمل پیل کړی، مونږ د هري ستراتیژۍ برنامې او تکتیکونو عمده نقاط په مختصر ډول بیانوو.

۱— د دښمن نوې ستراتیژي:

د دښمن په نوې ستراتیژۍ کي د نظامي جګړې پر ځای دریو نویو  جګړو ته امتیاز ور کړل شو، دا درې جګړې پخوا هم د نظامي جګړې تر څنګ روانې وې؛ خو نظامي جګړه تر دوي وړاندې او د جګړې اصلي محور وو،اوس دښمن ټول ټال د نظامي جګړې بندول غواړي او پر خای ئې (استخباراتي ، فکري او اقتصادي ) جګړو ته مخه کړې، دښمن پس لدې دهمدې درې واړو جګړو په مټ خپلو موخو ته رسېدل غواړي .

په لنډه  توګه ویلا شو د دښمن نوې ستراتیژي د نظامي جګړې بدلول دي په ( استخباراتي ، فکري او اقتصادي) جګړو باندي.

۲— د دښمن نوی پلان

د دښمن طرحه او برنامه هم د ستراتیژۍ له بدلیدو سره بدله شوې، د دښمن نوې طرحه یا نوې برنامه د راتلونکو لسو کلونو لپاره د دوام او تحول په نامه یادیږي، دا هماغه نوم دی کوم چي د اشرف غني د ټاکنو ټيم لپاره غوره شوی وو، په مختصر ډول د دوام او تحول معنی داده چي د افغانستان نوی مزدور نظام به د پخواني نظام په شان د مجاهدینو سره یو اوږد مهاله او فرسایشي  جګړې ته دوام ورکوي او ددې جګړې په اوږدو کې به جګړې متناسب د ولس او ټولنیز حالاتو کې جذري تحول او تغیرات راولي.

     دا اوږده جګړه به د بهرانیانو لخوا د یوې استخباراتي جګړې په پڼه مخته ځي نه د پخوا په شان د یوې نظامي  جګړې په توګه، پدې جګړه کې به بهرنیان یواځې طرحه ورکوي او مادي امکانات به برابروي ، بشري قوت به هغه بې فکره او مزدور نا افغانان وي چي د څو پیسو په بدل کې جنګیږي، پدې جګړه کي دښمن ته هیڅ کوم ځاني خساره نه رسیږي او دښمن د جګړې مادي امکانات او مصارف به هم دافغانستان له زېرمو او تریاکو څخه تر لاسه کوي، پدې جګړو کي د مجاهدینو په خلاف هغه بې فکره خلګ د اربکیو،پولیسو او اردو په نامه استعمالیږي چي د دښمن لپاره هیڅ ارزښت نه لري برعکس په وژل کیدو سره ئې د ولس د مرستې کچه له مجاهدینو سره کمیږي او دښمن ته د تاوان پر ځای ګټه رسیږي.

په دې اوږده جګړه کي دښمن درې موخوې تر لاسه کول غواړي :
لومړی: د بهرنیانو تلفات صفر ته رسول ۲ – په استخباراتي لارو چارو د مجاهدینو مشران په نښه کول ۳— په یوې ستړې کونکې جګړې سره له مجاهدینو څخه د عام ولس حمایت اخیستل.

دښمن پدې برنامه کې غواړي مجاهدین په صمني او غیر ضروري  جګړو کي مصروف او خپله په نویو لارو د افغان ولس مسلمان قیادتونه او اسلامي هویت له منځه یوسي،  دښمن غواړي په هر رنګ چي وي مسلمان قیادتونه ختم او پر ځای ئې له نوي نسل څخه منحرف قیادتونه رامنځ ته کړي او د دې تر څنګ له مختلفو لارو د اولس اسلامي هویت له منځه یوسي، د قیادتونو د ختمولو لپاره په لسګونه استخباراتي کړۍ کار کوي او داسلامي هویت د اخیستلو لپاره په زرګونو مؤسسې، راډيوګانې، فرهنګي مراکز… او نور په کار اچول شوي دي . خلاصه دا چي د دښمن راتلونکې برنامه درې برخي لري:

الف: لومړۍ برخه ئې استخباراتي جګړه ده چي په دې جګړه کي  عام مجاهدین داربکیو،پولیسو او اردو عسکرو سره په یوې بې نتیجې جګړه کي مصروف ساتل کیږي او د مجاهدینو مشران او قیادتونه د امنیت،استخباراتي ډلو،تخنیکي وسایلو، ډرون (بې پیلوټه الوتکو ) حملو او اجرتي قاتلانو پواسطه له منځه وړل کیږي، پدې استخباراتي جګړې کي هدف د عامو مجاهدینو بې ځآیه مصروف ساتل، دمجاهدینو د مخلصو مشرانو ختمول، او پدې ستړې کونکې جګړې کي له مجاهدینو څخه د ولس حمایت اخیستل دي، ددې جګړې نوم د (دوام جګړه) ده.

ب: دویمه برخه ئې د یوې پراخي فکري جکړې په لاره اچول دي چي په دې جګړه کي د زرګونو مؤسساتو،فرهنګي او تعلیمي مراکزو، راډیوګانو، تلویزیونونو… او نورو په مټ زمونږ د مسلمان ولس اسلامي هویت اخستل او پر ځای ئې دغربي هویت (فکر،کلتور،جامه ، خوراک…) خپراوي لپاره کار کیږي، پدې جګړه کي له ښځو او د غربي کلتور تر تاثیر لاندي راغلیو ځوانانو څخه استفاده کیږي چي همدا اوس ئې مثالونه په ښکار ډول د افغانستان په هر ګوټ کي لیدل کیدای شي، دا برخه یوه فکري جګړه ده چي د اسلامي هویت له منځه وړل ئې موخه ده او د (تحول جګړې) په نامه یاديږي.

ج: په دریمه برخه کي دښمن غواړي  په یوې استثماري پروژې سره د ازاد بازار په نامه دولس ټول اقتصادي نظام دخپلو زرخریدو مزدورانو په لاس کي ورکړي چي  بیا له یوه پلوه د جګړې د دوو نور برخو (استخباراتي او فکري ) اکمال د دوي په عوایدو وکړي چي په اصل کي د ولس ویني دي چي دوي ځبېښلي او له بل پلوه د ولس له اقتصادي مجبوریتونو څخه په راتلونکي کي د سیاسي نظام په تقویه کي  ګټه واخلي، او هر کله چي وغواړي په سیاسي نظام کي خپل یو فاسد مزدور په بل مزدور بدل کړي نو په خلګو کي یو څو پیسې وویشي او د ټاکنو په نامه خپل نوي مزدور په خلکو حاکم کړي.

په یو اوږد مهاله جګړه کي د عامو مجاهدینو مصروف ساتل، د ولس د مسلمانو او مجاهدو قیادتونو ختمول او خپل مزدور قیادتونه مطرح کول، له جهاد څخه د ولسي حمایت اخستل، په پراخې فکري جګړې سره د ولس اسلامي هویت بدلول،او د دې ټولو شومو هدفونو د ترلاسه کولو لپاره په اقتصادي جګړې سره د ولس وینې څبېښل او خپل شوم اهداف د ولس په وینو او غوښو تر سره کول د  دښمن دنوې برنامې خلاصه ده، همدا برنامه د دوام او تحول په نامه یادیږي چي د  ۲۰۱۴م  کال څخه تر  ۲۰۲۴م  کال پورې به دوام لري.

یادونه : د دښمن اراده  داده چي له ۲۰۱۴م کال وروسته په افغانستان کي د نورو اسلامي ملکونو په شان د یو مزدور دیکتاتوري نظام لپاره شرایط برابر کړي اوبیا د فوځ د کودتا او یا کومې بلې طریقې څخه په استفاده سره خپل مزدور دیکتاتوري نظام حاکم کړي چي بیا هر مسلمان په افغانستان کي داسي ذلیل ژوند ولري لکه چي اوس ئې په نورو اسلامي ملکونو کي لري.

۳— د دښمن نوي تکتیکونه :

دښمن د خپلي نوې ستراتیژۍ او نوي برنامې د تطبیق لپاره په هره ساحه کي نوي تکتیکونه هم په کار اچولي چي ځو نمونې ئې دا دي:
الف : د مجاهدینو په ساحتو کي د مستقیم ځمکني  عملیاتو او د شپې مهال چاپو پرځای له  ډرون حملو څخه کار اخیستل، چي دا حملې د مجاهدینو د مشرانو په شهادتونو کې مؤثر واقع شوي، دښمن اوس د ځمکني عملیاتو پرځای چي پکې د دښمن تلفات ډیر وو – او دشپې مهال چاپې چي ولس ئې په خلاف ډېر غبرګون وښوده – له ډرون حملو کار اخلي چي دا دښمن ته له کوم تاوان پرته ښې نتیجې په لاس ورکړي دي.

ب: په اطرافو کې د بې روزګاره او بې فکره خلکو څخه د اربکیو په نامه د مجاهدینو د مصروف کولو لپاره کار اخیستل، اربکي د دښمن لپاره د یو رضا کار پوځ حیثیت لري چي تعلیم،نظامي تربیت، ټوپک او نور مصارف ئې په دښمن ندي یواځي د څو نقدو پیسو په بدل کي دښمن ته د یو ښه سپر په توګه استعمالیږي، لویه لاسته راوړنه دښمن ته دا هم ده چي د اربکیو په وژلو ډیر کله په جهالیت ولاړ ولسي انفعال هم جوړیږي، دښمن ته دې تکتیک هم ښه نتایج ور کړی.

ج: په ضمني جګړو کي له داسي خلګو سره د مجاهدینو مصروفول چي دښمن ته هیڅ ارزښت نلري او په دې لړ کي د مجاهدینو له منګولو څخه د خپل اصلي او محوري کسانو ژغورل.

د: د مجاهدینو دمشرانو په له منځه وړلو کي د اجرتي قاتلان او اجرتي جاسوسانو څخه استفاده کول.

ه: نظامي وسایلو پر ځآی تر ډیره له استخبارتي تخنیکي وسایلو څخه د مجاهدینو خصوصاً مشرانو په خلاف استفاده کول.

و: دامریکایي پوهنتون او برطانیوي اکاډمي په مټ په نوي نسل کي سیاسي او نظامي مزدور او سیکولر کدرونه  روزل تر څو دهیواد په راتلونکي د یو مزدور دیکتاتور نظام مشران شي.

ز: د مطبوعاتو،ژورنالیزم او مدني ټولنې په نامه د مسلمان ولس د عقایدو،افکارو،عاداتو،رواجونو،جامو او داسي نور ټول اسلامي هویت بدلولو لپاره په ځوان نسل کي د یو شمیر بې فکره او بې دینه خلکو ګمار چي په پراخه توګه د غربي کلتور لپاره دعوت کوي.

ح: د ډيرو پیسو په زور او یا د مافیايي ډلو په واسطه د عامو تجارانو تښتول او د هغوټولو سرمایه ورځنې اخیستل او په مقابل کي د خپلو مزدوروانو اقتصاد ته وده ورکول ترڅو په راتلونکي کي د ملک اقتصاد د څوتنو پلورل شویو سرمایه دارانو په لاس کي وي او د دښمن لپاره خدمت وکړي.

ط: د دولت ډیر اقتصادي ارګانونه د خصوصي  سکتور په نامه خپلو مزدورانو ته سپارل تر څو دولت په راتلونکي کي د همدې مزدوروانو په ګرو کي وي .

ی: له مجاهدینو سره د مذاکراتو په نامه ډرامې په لاره اچول او د هغې تر شا په نظامي ډګر کی خپله ماته پټول. او دې ته ورته نور ډیر تکتیکونه چي د پورتنۍ برنامې او ستراتیژۍ د تطبیق لپاره مؤثر واقع کیدای شي دښمن په لاره اچولې او همدا اوس اوس په پوره سرعت ورته کار کوي.

دا پورتني څو ټکي د دښمن د نوې ستراتیژۍ نوې کاري طرحې او برنامې او په دې برخه کي دنویو تکتیکونه په هکله مجاهدینو ته وړاندې شو، له لوی رب جل جلاله څخه غواړو چي مجاهدینو وروڼو ته توفیق او بصیرت نصیب کړي تر څو د دښمن دا توطئې شنډې او د لوی رب جل جلاله په نصرت سره د یو اسلامي نظام د راتلو لپاره لاره هواره کړي. ۱۳۹۴/۰۶/۰۷
لیکوال: منصور

Facebook Comments

Website Comments

  1. عزتمل
    ځواب

    جزاک الله
    په قلم مو برکت شه ډیرو.مهمو ټکو ته نو اشاره کړې ده واقیعت چي ستاسو ټولي خبري پر ځای دي موږ دا هر څه په خپلو سترګو لیدلي دي ستاسو نورو لیکنو او مقالو په هیله

POST A COMMENT.